د مطبوعاتو د نړیوالۍ ورځ په درشل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد نبټ وايي، ښځینه خبریالانې په افغانستان کې په سختو شرایطو کې کار کوي.
رخشانه: ښاغلي بنټ نن (جمعه د غوايي ۱۱ مه) په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې بندي خبریالان له قید و شرط پرته خوشي کړي او ډاډ ورکړي، چې د رسنیو کار کوونکي کولی شي خپل د بیان آزدۍ حق پلی کړي او د غچ اخیستنې له وېرې، ځورولو یا نیولو پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي بنټ ویلي، د ښځینه خبریالانو لپاره وضعیت لا سخت دی، ځکه هغوی د ښځو د تګ راتګ د آزادۍ محدودیتونو او همدارنګه د اجباري حجاب اړتیاو له آمله د ژورو تبعیضي خنډونو سره مخ کېږي.
اعلامیه کې راغلي «داسې اندېښنې هم شته، چې ښځینه خبریالانې د دوی د کار ګماروونکو له خوا د نارینه وو برابر چلند نه ورسره کېږي.»
د بنټ په اعلامیه کې ویل شوي، واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره، په ټول افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي په اندېښمنونکې کچه کمه شوې ده.
هغه ویلي، خپلواکه راپور ورکوونکي اوس سخت محدود شوي، خریالان او د رسنیو کارکوونکي ورځ تر بلې محدودونکو او دښمنانه چاپېریالانو کې فعالیت کوي، چې په هغو کې د واکمنو حاکمانو [طالبانو] له خوا د بېلا بېلو پلي کوونکو کنټرولونو سره مخ دي.
ښاغلي بنټ زیاته کړې، دې کابو کولو کې سانسور، مداخله کوونکې څارنې او په اصطلاح اصلاح کوونکي «قانوني» محدودیتونه، له هغې جملې د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» څخه سرچینه اخیستوونکي قوانین شامل دي.
اعلامیه کې راوړل شوي، د وېرې فضا د پراخ ځان سانسور لامل شوې ده، چې نه یوازې خبریالان، بلکې د خبر سرچینې هم په کې شاملې دي.
ښاغلي بنټ ویلي دي: «راپورونه ښيي، هغه افغانان چې له رسنیو سره خبرې کوي، له ګواښ، څار او ان نیولو سره مخ شوي دي، چې دا کار په خبره د اطلاعاتو جریان مخکې له مخکې کمزوری کوي. ان ساده راپورونه هم کولی شي، جدي ګواښونه له ځان سره ولري، دا ګواښونه هغه وخت سختېږي، چې خپاره شوي مطالب پر طالبانو نیوکه وبلل شي یا په حساسو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د ښخو او نجونو د حقونو په اړه رڼا واچوي. ګواښ او ډارول په یوه دود بدل شوی او له هېواده بهر مېشتو رسنیو سره همکاري ځانګړی حساسیت راپورته کوي.»
ښاغلي بنټ په اندېښنې سره وايي، د بشري حقونو مدافعین، د مدني ټولنې فعالان او هغه کسان چې د طالبانو سیاستونه ننګوي، له زیاتو خطرونو سره مخ دي.
دی زیاتوي، کتابونه او ټول چاپي نشرات سانسورېږي او بېلا بېلو اطلاعاتي سرچینو ته لاسرسی په بې سارې ډول محدود شوی دی.
بنت و ویل: «له دې ننګونو سره سره، افغان خبریالان لا هم د بشري حقونو د سرغړونو په افشا کولو او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق ډاډمن کولو کې ان په خورا سختو شرایطو کې مهم رول لوبوي. زه د افغان خبریالانو پایښت که د هېواد د ننه دي یا هغه کسان چې ترکیبې ماډلونو له لارې، یا په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي او د اړینو راپورونو ورکولو ته دوام ورکوي. په رسمیت پېژنم.»
ښاغلي بنټ ویلي، رسنۍ د نړیوالو مالي او تخنیکي ملاتړ کمولو له امله سخت ځپل شوې دي، که څه هم خپلواک راپور ورکولو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو دې کمښتونو د هغو خبریالانو ، چې په خوندي ډول کار وکړي، معلوماتو ته لاسرسی ومومي او د بشري حقونو سرغړونو او ناوړه ګټې اخیستنو په ګډون د دوامداره ساحوي راپور ورکولو وړتیا سخته محدوده کړې ده.
بنټ له نړیوالو بنسټونو او ټولنې غوښتي، چې د مطبوعاتو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت باید د افغان خبریالانو سره په همږۍ کې ودرېږي.
هغه ټینګار کړیو چې د خپلواکو رسنیو سازمانونو لپاره د تمویل او تخنیکي ملاتړ زیاتول، په افغانستان کې د ننه او په جلاوطنۍ کې د مطبوعاتو له آزادۍ څخه په عامه توګه دفاع کول او د هغو کسانو لباره د خوندیتوب کړنلارو رامنځ ته کول، خورا مهم دي، چې په خطر کې دي.







