د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کارګر نړیواله ورځ: افغانستان کې د کارګرو ښځو وضعیت «ناورین» دی

1 مې 2026
د کارګر نړیواله ورځ: افغانستان کې د کارګرو ښځو وضعیت «ناورین» دی

د کابل پر واټ لاسي توکي پلورونکې مېرمن – انځور رخشانه رسنۍ

آزاده تران

د کابل لوېدیځ کې تر ټولو ستر سوداګریز مرکز مخې ته یې د لاسي توکو پلورولو وړه بسته پر ځمکه هواره کړې ده. کله له وېرې په ډکو سترګو شاوخوا ګوري او کله چې ډاډمنه شي، طالب ځواکونه ورته نېږدې نشته، خپل ماسک لرې کړي او نارې وهل پیل کړي «په شل او پنځوس روپیو لیلام شول.»

د ۵۳ کلنې سیما* د ژوند ورځې په همدې توګه بېګاه کېږي. کله کله تر ماښامه چیغې وهي، خو له څو قلمه توکو زیات نه شي پلورلی.

د مۍ میاشتې لومړۍ ورځ چې د غوايي ۱۱ مې سره برابره ده، د کارګر نړیواله ورځ ده، هغه ورځ چې د کارګرانو د کاري شرایطو لمانځلو او ښه کولو لپاره نومول شوې ده.

خو په افغانستان کې نه دا ورځ لمانځل کېږي او نه هم د کارګرانو د وضعیت ښه کولو لپاره کوم ګام پورته کېږي. په ځانګړې توګه ښځینه کارګرې په افغانستان کې په تڼاکو لاسونو او ستړو بدنونو د جنسیتي او ټولینزې نابرابرۍ بار هم په اوږو وړي.

دا مهال په افغانستان کې ښځې له کوره بهر کار کولو څخه د طالبانو د لګولو شویو محدودیتونو له آمله بندې شوې دي.

دې راپور کې د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت، افغانستان کې د کارګرو ښځو د ستونزو او ننګونو په اړه رڼا اچول شوې ده. د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بېوزلۍ او بې کارۍ دلدل بدل شوی دی.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، افغان ښځې او نجونې تر ډېره د بېوزلۍ او د ژوند د اساسي اسانتیاوو د نشتوالي تر ټولو دروند بار زغمي.

سیما د پنځو اولادونو مور ده او په کرايي کور کې ژوند کوي. هغې خپل مېړه اته کاله وړاندې د سرطان ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. د دې په وینا، د خاوند له مرګ وروسته یې ژوند په مطلقه بېوزلۍ او تنګ لاسۍ کې تېرېږي. «په هغه شپه ډېره خوشحاله وم، چې له لارې راسره کور ته یوه وچه ډوډۍ یووړای شم.»

د سیما دوه لونۍ د بېوزلۍ له امله په ۲۰ او ۱۸ کلنۍ کې واده کولو ته اړ شوې دي. «خوارانې له زده کړو پاتې شوې. ډېره مینه یې درلوده. نور زما په وس کې نه وه.»

سیما د کارګر د نړیوالې ورځې په اړه په څه نه پوهېږي. خو ستونزې یې زیاتې دي. «یوه ورځ د یوې هټۍ مخې ته کېنم، یوه ورځ د بلې هټۍ، هټۍ وال ما نه پرېږدي، وايي، د پېردونکو مخه یې نیسم. هر ورځ د ځای موندلو لپاره په ستونزه کې وم او هر یوه هټۍ وال ته زارۍ (التماس) کوم چې پرې مې ږده (اجازه راکړه) چې سودا وکړم، اولادونه مې وږي دي.»

د کابل ښار بل اړخ ته ۶۳ کلنه نازګل* یوه بله کارګره ښځه ده، چې زاړه شیان پلوري. دویم لاس جامې یې راټولې کړې او پلوري یې. د ورخې له ۱۰ ساعته زیات کار سره سره یوازې شاوخوا ۵۰ افغانۍ ګټه کور ته وړي.

نازګل وايي، مېړه یې مغزي سکته وکړه او فلج شوی دی. هغه له خپل زوی سره کار کوي، تر څو د ژوند لګښتونه او د خاوند د درملنې پیسې پیدا کړي.

نازګل له یوه کال مخکې راهیسې د ښځینه وو زړې جامې د کابل د یوه واټ پر غاړه غوړوي. «زړې جامې هېڅ پېرودونکي نه لري.»

د نازګل په څېر کارګرې مېرمنې له هېڅ ډول حقونو برخمنې نه دي. زیات او دروند کار خو کمه ګټه او نه خوندیتوب، په افغانستان کې د ټولو کارګرو ستونزه ده. په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د طالبانو محدودیتونه هم ورسره دي.

۴۵ کلنه رحیمه * هغه ښځه ده، چې د خپلو اولادونو لپاره په دسترخوان د یوې ګولې ډوډۍ برابرولو لپاره د خلکو په کورونو کې پاکوالی کوي او که کله هم دا کار ورته پیدا نه شي، په لاسي ګاډۍ کې بارونه وړي.

رحیمه د دریو لوڼو او یوه زوی څېښتنه ده او د کابل په یوه تر ټولو بېوزله سیمه کې په کرايي کور کې ژوند کوي.

۴۲ کلنه مریم، هغه ښځه چې دوه لسیزې عمر یې په غالۍ اوبدلو تېر کړی/ انځور رخشانه رسنۍ

رحیمه وايي، شپږ کاله وړاندې یې مېړه د کابل د پل سوخته په سیمه کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړ او له هغې وروسته د خلکو په کورونو کې صفاکاري کوي. «لومړی خو د کار موندل سخت کار دی، کله چې یو ځای کار پیدا شي، د کار خاوند په سلو نخرو او سختیو موږ ته کار راکوي. د کورونو له پاکولو یې نیولې تر کالیو منځلو او پخلي پورې ټول ورته کوم.»

رحیمې و ویل، د کارونو خاوندان تر ډېره له ښځو د هغوی د مجبوریت له آمله زیاته ګټه اخلي. «له سهار مهال (سهار وختي) څخه د ماښام تر تیارې پورې د یوسل او پنځوس افغانیو لپاره کار کوم. کله داسې وخت هم راځي، چې هغه پیسې هم پوره نه راکوي. پلمې لټوي چې کار مې ښه نه وو.»

د ښځو د حقونو فعاله حامیه نادري له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځینه کارګرو وضعیت یو ناورین دی. «یوازې باید د بې کارۍ شمېرو ته ونه ګورو. موږ تر پستوکي لاندې له یوه انساني ناورین سره مخ یو. د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، هغه څه چې رامنځ ته شوي، یوازې د ادارو تړل نه وو، بلکې د نیمايي ټولنې رواني او اقتصادي پاشلتیا وه.»

نن ورځ د کورنیو ډېری سرپرستې مېرمنې دا چې د کار لپاره قانوني لارې نه لري، درندو او غیر رسمي کارونو ته مخه کړې ده، په تیاره او له نمه ډکو کوټو کې له غالۍ اوبدلو نیولې تر کروندونو پورې مزدوري، چې ان د کورنۍ د وچې ډوډۍ لګښت هم نه شي پوره کولی. «په واقعیت کې افغان ښځینه کارګرې نن ورځ د استثمار له یوه غلي ارټ سره لاس او ګرېوان دي، چې له خپلې ارادې پرته د ژوندي پاتې کېدو لپاره بله هېڅ پناه ګا نه لري.»

د بشري حقونو یوه فعاله تمنا رضايي وايي، د طالبانو تر واک لاندې کارګرې ښخې د ژوند تر ټولو تیاره دوره تېروي. «واقعیت دا دی، چې ښځې رسمآ د کار کولو اجازه نه لري، دا بندیز د دې لامل شوی، چې د ښخو کار د ټولنې پټو او تیارو طبقو ته واړول شي. کله چې موږ د دودیزه ځایونو په اړه خبرې کوو، زموږ مطلب هغه کورونه دي، چې په جبري کارخونو اوړول شوي یا هغه لرې کروندې، چې ښخې هلته له هېڅ خوندیتوب او مزدورۍ پرته د کار د نارینه خاوندانو یا کورنیو تر واک لاندې غلامانې ساتل کېږي.»

۲۷ کلنه نفیسه* کابل کې یوه بله کارګره ښځه ده، چې وايي، په ساعتونو ساعتونو د لږ معاش په بدل کې کار کوي.

نفیسه شپږ میاشتې وړاندې له خپل خاوند او یو کلنې لور سره په ایران کې له شپږ کاله تېرولو وروسته، د افغان کډوالو د ایستلو له امله، له ایران څخه کار ته راغله. د نفیسې خاوند بې کاره دی.

نفیسه کابل کې د نارینه جامو ګنډولو په یوه کار خونه کې د ماشین ګنډونکې په توګه کار کوي. «د ماشین چلولو مزد مې د اوونۍ شپږ سوه افغانۍ دي. د سهار له شپږو د مازیګر تر پنخو بجو پورې کار کوم او غرمه هم باید خپله ځان ته ډودۍ برابره کړو.»

۴۲ کلنه مریم هغه ښځه ده، چې د خپل عمر دوه لسیزې یې په غالۍ اوبدلو تېرې کړې، خو لا هم د دې په خپله وینا تر اوسه د یوې ګولې ډوډۍ څښتنه نه ده شوې. هغه په خپلې دې خبرې سره دا پیغام ورکوي، چې د کار خواري یې زیاته ده خو مزدوري یې بسنه نه کوي، چې د هغې ژوند له بېوزلۍ او لاس تنګۍ خلاص کړي.

مریم د همغه ځوانۍ له مهاله د پلار کره غالۍ اوبدلې او وروسته له هغه چې واده یې وکړ، بیا هم د غالۍ اوبدلو د کڼي تر شا کېناسته. هغه اوس د درې لونو او دوه زامنو مور ده. «خاوند مې څلورلاري ته ځي، ځینې ورځې کار پیدا کوي او کله نه. زما چې ډول عمر په غالیو تېر شوی دی. ټول هډوکي مې درد کوي. که غالۍ اوبدل ونه کړم، ژوند نه چلېږي. که کار وکړم نه شپه لرم نه ورځ.»

په دې اړه نور ولولئ...

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

په ۲۰۲۶ کال کې د نړیوال خوراکي بحران راپور چې د ملګرو ملتونو د ادارو، اروپايي ټولنې او د هغوی د شریکانو د اتحاد له خوا خپور شوی، ښيي چې افغانستان د ۱۷.۴ میلیون وګړو سرهو چې د هېواد د ټول نفوس ۳۶ سلنه جوړوي، په نړۍ کې پنځم هېواد دی، چې د لوړې کچې لوږې سره لاس او ګرېوان دی.

افغانستان کې یو ټولنپوه حبیب فرزاد وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کارګرې ښځې، تر ډېره د رسمي جوړښتونو، ټولنې او کورنیو له خوا تر جنسیتي توپیر لاندې نیول کېږي. «سخت قوانین او بې رحمه ټولنه د دې لامل شوې، چې د ښخو کار په رسمیت ونه پېژندل شي او هغوی تل تر اقتصادي فشارونو لاندې ژوند وکړي.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، له ښخو د ملاتړ کړنلارې په بشړه توګه له منځه تللې دي.

په زده کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیزو فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ډېری ښځې غیر رسمي کارونو ته مخه کړي.

یو بل ټولنیز فعال د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «په دې چوکاټ کې هغه ښځې چې د کراچۍ وانۍ، د نورو په کورونو کې کار، کرنې، لاسي توکي پلورنې او خرڅلاو کې بوختې دي، عملآ د اقتصادي کړۍ په تر ټولو ټیټه کچه کې دي. پرته له بیمې، پرته له قرارداده، پرته له لږ تر لږه تنخوا او پرته له کوم قانوني خوندیتوبه.»

یادونه: د امنیتي ننګونو له امله د ځینو مرکه شویو کسانو نومونه مستعار ټاکل شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

12 مې 2026
د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله
دسته‌بندی نشده

د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

12 مې 2026
یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري
خبر

یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

11 مې 2026
طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي
خبر

طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي

9 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه