زحل آزاد
خبرداری: دا راپور زړه بوږنوونکي او حساس مطالب لري.
د شنبې ورځې په ماسپښین (د غوايي ۶ مه) ځوانې محدثې په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړ، چې لا یې د ګډ ژوند څخه ډېر وخت نه وو تېر شوی.
خپلوان یې وايي، هغې د کورنۍ له خوا د دوامداره تاوتریخوالي زغمولو او مېړه له خوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه تریخ مرګ چې یو ځل بیا یې د کورنو د تړلو دروازو تر شاه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پټ حقیقت بربنډ کړ.
۱۵ کلنه محدثه یوه تازه ناوې او د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ د میش علیا د سیمې اوسېدونکې وه. خپلوان یې وايي، هغه د مېړه له خوا سخته وهل شوې او ټکول شوې او په ترڅ کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د محدثې کورنۍ وايي، د هغې مېړه له دې پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو او له یوې شپې او ورځې تېرېدو وروسته، د طالب ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د طالبانو امنیتي بنسټونو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د پېښې څرنګوالی
د محدثې ۵۰ کلن پلار سید غلام حسین وايي، لور یې اته میاشتې وړاندې د خپلې خاله له زوی سره واده کړی وو. د ده په وینا، هغه واده چې د کورنیو له خوښې پرته او له کوره د محدثې په تښتولو سره تر سره شوی وو.
هغه و ویل: «د محدثې مېړه ښه سړی نه دی. لور مې وړه او ناپوه وه، هغه په دوکه، چل او زرګونه دروغو، محدثه غلته او له ځان سره یې وتښتوله. د محدثې په تښتولو سره موږ په یوه ترسره شوي عمل کې ګیر او اړ شو چې په دې اړیکه رضایت وښيو. زموږ تر منځ د کورنۍ د آبرو او عزت مسله وو.»
خو له واده یوازې دوه میاشتې وروسته، د محدثې ګډ ژوند د کورني تاوتریخوالي په ژرنده کې دل شو. هغه په وار وار د مېړه له خوا وهل شوې ده او هر ځل مشرانو په منځګړیتوب د ګډ ژوند دوام ته اړ کړای شوې چې بالاخره په مرګ یې تمامه شوه.
غلام حسین بیانوي: «له مرګه یې یوه میاشتې مخکې، زما لور سخته وهلې ټکولې وه. محدثې یې ټوکل شوی لاسونه او پښې ما ته راوښودل او ویل یې په کېبل او بل هر څه چې لاس ته یې ورتلل وهلم. ډېر جګرخون شوم او ورته ومې ویل، لور مې خپل کور ته بیایم، خو عباس (د محدثې مېړه او قاتل) زارۍ او ژړا وکړه، قسم او ژمنه یې وکړه، چې نور به په محدثه لاس نه پورته کوي.»
د محدثې مشره خور ۲۵ کلنه معصومه وايي، هغه د خپلې خور د رازونو یوازینۍ باوري وه. د هغې په وینا، محدثې دې ته په وار وار له هغه ظلم او تاوتریخوالي ویل چې زغملی یې وو، خو تل د کورنۍ په ځانګړې توګه د پلار او مور له خوا رټل کېده او له دې نظر سره مخ کېده، چې د مېړه او د هغه د کورنۍ د تاوتریخوالي او ناړه چلندونو زغمل د یوې ښخې د کورني ژوند یوه برخه ده.
هغې و ویل: «تل یې ویل خاله مې ځوروي. ویل یې د خاله لورانې مې وايي، ته ښه نه وې، چې زموږ له ورور سره وتښتېدې او زموږ کور ته راغلې. ویل یې د عباس مور (خپل زوی) ته زما په اړه بد وايي او هغه هم ما وهي. محدثې اجازه نه درلوده، چې د پلار کره راشي. میاشتې وروسته به که کله راغله، هغه به هم بېرته د شپې تله. له واده وروسته مې یوازې دوه ځلې خپله خور لیدلې ده.»
محدثه له واده وړاندې په یوه غیر رسمي ښوونځي کې د اووم ټولګي زده کوونکې وه او درس یې لوست.
معصومه چې خپله هم په دې پېښه کې ځان ملامت ګڼي، په غمجنه توګه دوام ورکوي: «هغې به چې د زړه درد راته کاوه، ما به ملامتوله. موږ ټولو به هغې ته ویل، ته بده یې چې صبر نه لرې، مېړه پر مېرمن حق لري او غوسه یې باید وزغمې، خواښې دې چې هر څه ویل ته باید ترې تېره شي او هغه ستا کورنۍ ده. په دې وروستیو کې هېڅ ګیله نه کوله، ان کله مې چې ترې وپوښتل، د عباس او کورنۍ چلند یې ستا سره څه ډول دی، څه به یې نه ویل. ناهیلې شوې وه، دومره ناهیلې، چې منلې یې وه، له زغم پرته بله لار نه لري.»
رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د دې پېښې له تورن او کورنۍ سره یې اړیکه ټینګه کړي او په دې اړه د هغوی نظر وپوښتي.
د معصومې په وینا، له همغه پیله د دې واده سره مخالفتونو شتون درلود. هغه وايي، د محدثې خواښې له اوله سره د دې اړیکې سره موافقه نه وه او د هغې په اړه یې نظر مثبت نه وو، تر دې چې ان د پرېکړې پر مهال یې د جرګې مخالفت هم کړی وو، خو له دې سره سره عباس له محدثې سره په واده کولو ټینګار درلود او په پای کې دا واده تر سره شو، هغه واده، چې د معصومې په وینا، ترخې پایلې یې درلودې.
یوه سرچینه، چې نه غواړي هویت یې څرګند شي د محدثې د مېړه د ګاوندیانو له قوله رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، محدثه به تل تر وهلو ټکولو او تاوتریخوالي لاندې وه.
د هغه په وینا، یوه ګاونډي یې هم ویل دي: «د پېښې په ورځ مې ولیدل، چې عباس په انګړ کې محدثه وهي. هغه دوه ځلې محدثه له ځمکې پورته کړه او پر ځمکه یې بېرته کلکه و ویشته.»
بالاخره د شنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې د ۱۴۰۵ کال د غوايي په ۶ مه، د محدثې په مرګ سره د هغې کړاونو پای وموند.
غلام حسین تشرح کوي: «د غرمې کابو ۱۲ بجې وې، چې د محدثې مور راته زنګ وکړ او ویل یې بیړه د محدثې کور ته ورشه، د عباس مور پیغام راکړ، چې ژر راشۍ، ښايي کومه پېښه رامنځ ته شي. په بیړه مې موټر ونیوه او ځان مې ځای ته وروه رساوه. کله چې د کور دروازې ته ورسېدم، ومې لیدل چې د ټولو خونو دروازې خلاصې دي او کور خالي دی. وروسته مې له تنورخونې (پخلنځي) د کمزورې ژړا غږ واورېده. د دروازې په پرانستو سره مې سترګې په محدثه ولګېدې، چې سر یې د خواښې په غېږ کې وو او وروستۍ سلګۍ یې وهلې.»
د محدثې پلار په دې فکر چې لا یې هم د لور د ژغورل کېدو لپاره فرصت شتون لري، دربست موټر یې ونیوه او د نیلي ښار مرکز ته، د روغتون په لور یې حرکت وکړ. خو د ده په خپله وینا، د ډاکتر د ځواب په اورېدو سره نړۍ پرې راچپه شوه: «په خواشینۍ سره ناروغ مو ډېر ناوخته راورسېد، له رسېدو مخکې یې ژوند بایللی دی.»
د محدثې کاکا سید ذاکر وايي، د عباس کورنۍ د دې ادعا په کولو سره چې ګواکي محدثې زهر خوړلي، هڅه وکړه، چې دا پېښه ځان وژنه وښيي. خو د هغه په وینا، د عدلي طب څېړنو وښوده، چې د مرګ لامل د سر په برخه کې سخت وهل ټکول او مغزي خونریزي وه.
دایکنډي کې د طالبانو د روغتیايي بنسټونو څخه یوې باوري سرچینې هم رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې محدثه د وهلو ټکولو له امله مړه شوې ده. هغه توضحات چې سرچینه یې د محدثې له بدني وضعیت څخه وړاندې کوي، خورا ترخه دي. هغه ویلي دي، د محدثې په ټول بدن د و هلو ټکولو او تاوتریخوالي نښې وې.
د لاس ته راغلو معلوماتو سره سم، د پېښې د رامنځ ته کېدو په ورځ محدثه او مېړه یې په کور کې یوازې وو او بل چا په محل کې شتون نه درلود.
سید ذاکر د محدثې د خواښې له قوله وايي، چې دا غرمه مهال کابو یوولس بجې کور ته راغله او محدثه یې په پخلنځي کې په ډېر بد وضعیت کې پیدا کړه.
همدارنګه د محدثې کاکا ویلي دي، د هغې د غوږ تر څت دوه ځایه ژور لیدل کېدل او د بدن څو هډوکي یې مات شوي وو.
یو له هغو کسانو چې د محدثې جسد یې لیدلی دی هم په یوه پیغام کې رخشانې رسنۍ ته ویلي، چې د سر په شاتنۍ برخه کې د ټپونو سربېره، د هغې په ستوني کې توروالی او د ساه بندولو او په بدن کې د زړو او روغو شویو ټپونو نښې هم لیدل کېدلې، یوه مسله چې د هغې په وینا، دا په ګوته کوي، چې محدثه مخکې له دې هم څو ځله د تاوتریخوالي او ناوړه چلندونو سره مخ شوې وه او دې وضعیت تل دوام درلود.
د محدثې کورنۍ د عدالت غوښتونکې ده او د طالبانو له قضايي بنسټونو غواړي، چې د هغې د قتل عاملانو ته سخته سزا ورکړي. هغوی همدارنګه وايي، اندېښنه لري، چې اړوند بنسټونه به دې دوسیې ته سمه پاملرنه ونه لري.
غلام حسین په خپله سیمه کې د جرمونو زیاتېدو ته په اشارې زیاتوي: «همدا څه وخت مخکې یې زموږ په کلي کې یوه اته کلنه نجلۍ څاه ته وغورځوله، خو قاتل یې آزاد ګرځي. دا ډول دوسیو ته ډېره پاملرنه نه کېږي.»







