د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ، د ښځینه خبریالانو کیسې، چې ان اوس خپل نوم هم نه شي اخیستی

3 مې 2026
د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ، د ښځینه خبریالانو کیسې، چې ان اوس خپل نوم هم نه شي اخیستی

(مستعار) نوم ملیحه/ انځور: رخشانه رسنۍ

زحل آزاد، رها آزاد

تر طالبانو مخکې، د ملیحې غږ د میکروفون له شا اورېدل کېده، په خبري ناستو کې یې ګډون کاوه او د ښځو د وضعیت په اړه یې راپورونه چمتو کول. خو نن ورځ، همغه خبریاله د جامو کنډلو په یوه کارخونه کې د کنډولو ماشین شا ته ناسته ده. له رسنیو او له هغه مسلک څخه لرې، چې کلونه یې ورته هڅه کړې وه.

یا د افغانستان په یوه بله څنډه کې، ۲۷ کلنه خبریاله نجلۍ چې اړ شوه، په راډیو کې خپله دنده پرېږدي، جبري واده ته غاړه ورکړي او ان اجازه نه لري، چې د مېړه له خوښې پرته د باندې ووځي.

بل لور ته محبوبه هغه خبریاله، چې له افغانستانه څو میله لرې په جلاوطنۍ کې خپل رسنیز کار ته دوام ورکړي، خو وايي، کډوالۍ یې د کار دوام آسانه نه کړ، او یوازې د ستونزو یو بل ډول یې مخې ته راغلی دی، هغه له لرې د افغانستان په رسنیو کې د ښځو د غږ چوپ کولو ننداره کوي. هغه غږ چې یو وخت د رسنیو د جوړښت برخه وه.

دا دوه کیسې یوازې د دوه ښځینه خبریالانو نکل نه دی، بلکې د هغه پراخ بدلون انځور دی، چې په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې رسنۍ ورسره مخ شوې دي. هغه بدلون چې په کې په اداري دفترونو کې د ښځو شتون کم یا له منځه وړل شوی او د دوی د مسلو حل کول له جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې او واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې، د افغان رسنیو په بېلا بېلو خبري برخو کې د ښځو پراخ شتون تر سترګو کېده. ښځینه خبریالانو د نارینه همکارانو ترڅنګ د پېښو پوښښ، راپورونو چمتو کولو، پروګرامونو چلولو او ان د رسنیو په اداره کولو کې رول درلود او لکه د ښځو حقونه، د نجونو زده کړه، کورنۍ تاوتریخوالی او د ښځو ټولینز ګډون په څېر موضوعات د رسنیو د منځپانګو یوه مهمه برخه جوړوله.

د مۍ درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، خبریالان د پراخو محدودیتونو، د بیان آزادۍ د کمېدو او د ځان سانسورۍ د زیاتوالي په اړه خبرې کوي، هغه وضعیت چې د دوی په وینا، په ځانګړې توګه یې په رسنیو کې د ښځو په شتون او کار باندې جدي اغېزه کړې ده.

له دفتره د ګنډلو ماشین تر شا پورې

۲۹ کلنه ملیحې* تر پنځو کلونو زیات د افغانستان په تصویري او غږیزو رسنیو کې کار کړی دی. خو د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو او د رسنیو له تړل کېدو، چې دې په کې کار کاوه، وروسته یې خپل دنده له لاسه ورکړه او اوس کابو پنځه کاله کېږي، چې د رسنیو له نړۍ لرې ده او د خپل ژوند د لښګت پوره کولو لپاره د جامو د تولید په یوه کارخونه کې کار کوي.

هغې و ویل: «له خبریالۍ سره مې ځانګړې مینه وه. کله چې ونه توانېدم په دولتي پوهنتون کې ژورنالېزم څانکې ته ومنل شم، هغه مې په خصوصي پوهنتون کې تعقیب کړ. رسینو ته له ننوتو وروسته مې ډېر ښه احساس درلود او کار راته په زړه پورې وو، د امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره، د بیان آزادۍ مانا درلوده.»

د ملیحې په وینا، د سیاسي نظام د بدلون په لومړي کال یې هېڅ رسنۍ ته د ورتګ جرات نه درلود او په وروستیو کلونو کې یې هم هر ځل د کار موندلو په موخه هرې یوې رسنۍ ته مراجعه وکړه. یا هم د رد له ځواب سره مخ شوې یا هم په کمه تنخوا او له امتیاز پرته د کار وړاندیز تر لاسه کړی دی.

دې و ویل: «یو بشپړ کال رسنۍ په رسنۍ په کار پسې وګرځېدم. خو ګټه یې نه درلوده. که به څو ښځو یوه بست ته غوښتنلیک ورکړ او یوازې یو نارینه غوښتونکی به هم و، همغه نارینه ته ترجیح ورکول کېده. ځکه ښځې په ډېرو ناستو کې د شتون اجازه نه لري او ډېری سرچینې هم له ښځینه خبریالانو سره خبرو اترو ته چمتو نه دي.»

ملیحه له میاشتو میاشتو هڅو وروسته ناهیله شوه او د خپل ژوند د لګښت لپاره یې خیاطۍ ته مخه کړه. هغه اوس په یوه تیاره زېرزمینۍ کې له شلو څخه زیاتو ښځو او نجونو سره، چې له کار، زده کړو پاتې شوې، یو ځای درځیتوب کوي.

په جلاوطنۍ کې

۳ کلنه محبوبه* چې په افغان رسنیو کې د کار کولو نهه کلنه تجربه لري وايي، د کابل له سقوط مخکې، هغې د یوې آنلاین رسنۍ سره کار کاوه او او ډېری راپورونه یې د ښځو او ټولنیزو مسایلو په اړه وو.

هغې و ویل: «له ښځو سره مې خبرې کولې، د زده دردونه مې یې اورېدل او هڅه مې کوله، چې کړاونه یې منعکس کړم. د ښخینه خبریالانو فعالیت ته ارزښت ورکول کېده او څو د جنسیت په خاطر د کار پرېښودو ته اړ نه وو.»

د کابل له سقوط وروسته یې د کار کولو رسنۍ وتړل شوه، یو شمېر همکاران یې ونیول شول او دا هم د افغانستان پرېښودو ته اړ شوه. خو بیا یې هم په جلاوطنۍ کې رسنیز کار ته دوام ورکړ او اوس د بشري حقونو برخه کې د یوې فعالې رسنۍ سره همکاري کوي.

محبوبه وايي، د افغانستان د ننه ډېر موضوعات یا سانسورېږي او یا اصلآ د پوښښ اجازه نه ورکول کېږي: «یوازې هغه موضوعات خپرېږي، چې د دوی (طالبانو) د خوښې وړ وي.»

همدارنګه هغه زیاتوي، د اړیکو نیولو محدودیتونو، د افغانستان له د ننه څخه معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی او هېواد کې د ننه ښځينه خبریالانو ځان سانسورۍ ته مخه کړې ده.

راډیو کې د کار کولو له منع کېدو تر جبري واده پورې

«اوس په دې فکر کوم، چې د ماښام ډوډۍ لپاره څه چمتو کړم، آیا برېښنا به وي، چې منځلې جامې اوتو کړم یا اوبه ګرمې کړم او بیا جامې ومنځم. یا مې زوی ولمبوم.» دا ټول د مریم* ورځنۍ ذهني بوختیا ده، هغه ۲۷ کلنه خبریاله نجلۍ، چې لږ تر لږه پنځه کاله په یوه سیمه ییزه راډیو کې خبریاله وه.

مریم د افغانستان په یوه شمالي ولایت کې ژوند کوي. هغې خبریالي په کابل پوهنتون کې لوستې. په وروستي ځل چې راډیو ته لاړه او خبر یې ولوست، د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې یوه ورځ وه. «هره ورځ به ۴۰ دقیقې پلې تلم تر څو کار ځای ته ورسېږم. په لېوالتیا سره پروګرام ته چمتو کېدم او تر ډېره مې هغه موضوعات پوښل چې د ښځو اړوند به وو.»

په وروستۍ ورځ د راډیو مسوول له مریم وغوښتل، چې نوره کار ته را نه شي. هغه یوازینۍ نجلۍ وه، چې هلته یې کار کاوه او د مریم په وینا، د دې امر تر شا د طالبانو امربالمعروف وو. «وروسته له هغې، چې کار مې له لاسه لاړ، کورنۍ مې واده کولو ته اړ کړم. په حقیقت کې ما هم له واده پرته بله لار نه درلوده او د خلکو له خبرو او کورنۍ د کنایو څخه د تېښتې په پار اړ شوم چې واده ته غاړه کېږدم. کورنۍ مې ویل لویه نجلۍ شوې یې، مخکې به دې ویل چې کار کوې، اوس خو نور کار هم نشته او له راډیو هم پاتې شوې، راشه واده وکړه او په ښه نوم خپل بخت پسې لاړه شه.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

په هغه ځای کې چې مریم ژوند کوي، په رسنیو کې د ښځو کار کول ان له طالبانو مخکې هم عادي خبره نه وه. مریم هم د کورنۍ له مخالفت سره مخ وه. «د کورنۍ غړي، له هغې جملې پلار او مشر ورور مې خوښ نه و، چې په راډیو کې کار وکړم. خو زه له هغوی غیرتي وم او چا ته مې اجازه نه ورکوله چې مخنوی وکړي. په کور له کېناستو زړه تورې وم. هېڅ وخت مې ان د واده په اړه فکر نه کولو. یوازې غوښتل مې کار وکړم، یوه ښه خبریاله شم، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو غږ و اوسم او یوه ورځ په یوه معتبره رسنۍ کې کار وکړم.»

د طالبانو په واکمنېدو، د ښځو مخالف غږونه پیاوړي شول.

مریم اوس سخته محدوده کړای شوې ده. هغه نجلۍ چې غوښتل یې د ښځو غږ شي، خپله اړ شوه، چې په کور کېني. هغه د یوه یونیم کلن زوی مور ده. له خپل خاوند سره یو ځای د ښار له مرکز څخه په یوه لرې سیمه کې ژوند کوي. «که لږ کره درته و وایم، ان د مېړه له اجازې پرته بازار ته نشم تلای یا هم د مور کره سر ورښکاره کړم. ځکه خاوند مې یو مذهبي سړی دی او ان په راډیو کې زما له تېر کړي کار څخه خوښ نه دی. هغه هم په راډیو او ټولو رسنیو کې کار کول ناسم ګڼي او وايي، په دې ځای کې په کار کولو سره د سړي ابرو او عزت تر پوښتنې لاندې راځي. په ځانګړې توګه د ښځو.»

مریم وايي، په وار وار یې دا ارمان کړی، چې ای کاش په افغانستان کې نه وای پیدا، خو پوهېږي، چې دا ارمان واقعیت ته بدلون نه شي ورکولی.

وايي، کله چې په راډیو کې د کار کولو ورځو په اړه فکر کوي، په سختۍ سره کولی شي اوښکې ودروي. «هېڅکله مې دا فکر نه کاوه، چې برخلیک به مې دې ځای ته رسي. په داسې حال کې، چې نن د مۍ درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده، زه د یوې ښځینه خبریالې په توګه په داسې وضعیت کې یم، چې ان نه شم کولی خپل نوم هم واخلم او اړ یم تر یوه مستعار هویت لاندې پاتې شم، تر څو ونه پېژندل شم.»

د رسنیو وضعیت

خبریاله او د بشري حقونو فعاله سیما نوري وايي، داسې محدودیتونه لکه، په جامو کې، د جنسیت جلا کول او موجوده فشارونه په رسنیو کې د ښځینه مسلکي کسانو شتون کم کړی او د نظرونو تنوع یې کمه کړې ده.

د هغې په باور له رسنیو د ښځو اړوند موضوعاتو لرې کول، د ټولنې د یوې لویې برخې له پامه غورځول دي او د ټربیون په نشتوالي کې د ښځو ستونزې په چوپتیا کې زیاتې شوې دي.

نوموړې وايي، د ښځو د لومړنیو حقونو لکه زده کړې او کار په اړه خبرې کول هم نن سخت او په ځینو وختونو کې خطرناک شوي او همدا موضوع د خبریالانو تر منځ د ځان سانسورونې د خپرېدو لامل شوي.

سیما ټينګار کوي، چې ښځینه خبریالانې پخوا د رسنیو او د ټولنې د لږ لیدل شویو برخو تر منځ د پل په توګه کار کاوه، خو لکه څنګه چې د دوی شتون کم شوی، نو د ښځو کیسو ته لاسرسی هم محدود شوی دی.

د خبریال اسحاق جویا نظر هم همدا دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په ښځو باندې په بېلا بېلو برخو کې، له هغې جملې په زده کړه، کار او ټولنیزو حضور کې پراخ محدودیتونه ولګول شول او دا محدودیتونه رسنیو ته هم وغځول شول.

ده و ویل: «خپلواکه رسنۍ یا تړل شوې یا یې فعالیت له هېواده بهر لېږدول شوی دی. په داخل کې پاتې رسنۍ هم تر فشار لاندې دي او د پخوا په شان د عمل آزادي نه لري.»

د ښاغلي جویا په خبره، دا وضعیت د ځان سانسوري د زیاتوالي، په رسنیو کې د ښځو د شتون د کمښت او په دوی پورې اړوندوه موضوعاتو د پوښلو د محدودېدو لامل شوی دی.

په افغانستان کې د یوې آنلاین رسنۍ مدیر مسعود جلیلي وايي، له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې په رسنیو کې د ښځو پراخ شتون د کیسو په توازن کې مرسته کوله او ټولنیز مسایل، په ځانګړې توګه د ښځو موضوعات، ډېر تر سترګو کېدل.

خو زیاتوي، له ۲۰۲۱ کال وروسته، کورنۍ رسنۍ د تجربه لرونکو خبریالانو او مدیراتو له وتلو او د فعالیتونو محدودیت سره مخ شوې، داسې وضعیت چې د مسلکي کار کیفیت کې کمښت او په رسنیو کې د تخصص تشې د زیاتوالي لامل شوی دی.

د هغه په باور، د نیوکه کوونکو راپورونو ورکول او د ښځو اړوند مسلې تر ټولو ډېر محدودیتونه تجربه کړي او په ډېری مواردو کې د سانسور یا حذف کېدو سره مخ دي.

طالبانو په افغانستان کې پر رسنیو څه راوستي؟

د «افغان خبریالانو مرکز» او د «افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ» د مطبوعاتو نړیوالۍ ورځې رارسېدو سره سم، په خپل نوي راپور کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو آزدۍ د ځپلو د شدت او د خبریالانو د پراخه نیونې خبره کړې ده.

د افغان خبریالانو مرکز د شنبې په ورځ د (غوايي ۱۲ مه) ویلي د ۲۰۲۵ میلادي کال د مۍ له میاشتې تر اوسه، هېواد کې د رسنیو ځپلو او سانسور پروسه په اندېښمنوونکې توګه پراخه شوې ده.

دې مرکز ویلي، په تېرو دولسو میاشتو کې یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې، چې ۱۲۷ پېښې د ګواښلو او ۲۰ پښې یې د خبریالانو د نیولو دي.

طالبانو په تېر یوه کال کې په اتو ولایتونو کې پر تلوېزیونونو د ساه کښو انځور خپرول بند شوي او دا بندیز د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ هغو کې په رسمي ډول پلی کېږي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، د دې محدودیتونو په ترڅ کې د لږ تر لږه ۸ سیمه ییزه تلوېزیونونو، ۱۱ رسنیو یا رسنیزو بنسټونو فعالیتونه، د طالبانو د محدودونکو لارښوونو نه پلي کېدو له امله د تل یا هم د لنډ مهال لپاره بند شوي دي.

دې مرکز زیاته کړې، طالبانو په تېر یوه کال کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړو ۱۰ بنسټونو جوازوه لغوه کړي او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت یې سخت کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، طالبانو پر رسنیو فشار زیات کړی او له خلکو سره د خپرونو جوړولو او مرکو چمتو کولو برخه کې مداخله کوي.

دغه مرکز لیکلي، په تېرو دولسو میاشتو کې، هېواد کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، په څو ولایتونو کې په رسمي ډول د ښځو په غږ بندیز لګول شوی او څو ځلې د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور کړای شوی دی.

د افغان خبریالانو مرکز راپور ورکړی، چې په دې موده کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي شوي دي. له دې ۵ تنه هغه کسان دي، چې ږیرې یې د دې ډلې د امربالمعروف ادارې د تایید وړ نه وې. څلور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) هم په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې آزادۍ رسنۍ خپله یوه تر ټولو سخته او تیاره دوره تېروي.

دې سازمان زیاته کړې، په هېواد د طالبانو په څه کم پنځه کلنه واکمنۍ کې، پر رسنیو سانسور او محدودیتونه زیات شوي او په محتوا د سختو محدودیتونو لګولو، د رسنیو د فعالیت ساحه د پام وړ محدوده کړې ده.

یادونه: په دې* نښه نومونه د مرکه شویو کسانو د خوندیتوب په پار مستعار راوړل شوي دي.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه