د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

برېتانیا د نجونو په طبي زده کړو د طالبانو د بندیز لغوه کولو غوښتنه وکړه

6 مې 2026
برېتانیا د نجونو په طبي زده کړو د طالبانو د بندیز لغوه کولو غوښتنه وکړه

عکس: رسانه رخشانه.

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت په یوه اعلامیه کې د نجونو په طبي زده کړو د طالبانو د محدودیتونو لغوه کولو غوښتنه وکړه.

رخشانه: دې سفارت پرون ناوخته (سه شنبې د غوايي ۱۵ مه) د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغان قابله ښځو څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت د نجونو په طبي زده کړو د طالبانو د محدودیتونو لغوه کولو غوښتنه کړې وايي، د قابلو کار د ټولو لپاره حیاتي دی.

دې سفارت د طب برخه کې د نجونو په زده کړه د طالبانو د محدودیتونو پر دوام اندېښنه ښودلې لیکي، د افغانستان راتلونکې په «خطر» کې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي کوابینا اسنتي انتیاموا ویلي، افغانستان کې تېر کال کابو ۳۴ زره قابلې فارغې شوې، چې یوازې ۱۸ سلنه یې به کار بوختې دي.

ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، د نجونو په زده کړه او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه به کولی شي تر ۲۰۳۰ پورې دا هېواد د ۲۵ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

طالبانو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو د محدودیتونو تر څنګ، د نجونو پر مخ هم د طبي انستېتیوتونو دروازې بندې کړې دي.
ملګرو ملتونو په وار وار ویلي، په زده کړو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

طالبانو ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي ښځینه کارکوونکو پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي. دا مهال ښځینه روغتیايي کارکوونکې باید له خپل شرعي محرم سره روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي او نارینه ډاکتران حق نه لري، چې د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه