مدینه (مستعار)
په هغه ورځ چې د وروستي ځل لپاره کاري دفتر ته لاړم، له ځان سره مې و ویل، ښايي دا ورځ هم لکه د نورو په څېر تېره شي، دا فکر مې نه و کړي، چې ښايي د کار وروستۍ ورځ مې وي، خو هغه ورځ زما د شپږ کلن کاري ژوند پای وو، شپږ کاله چې په یوه هیله مې جوړ کړي او د قومي تبیعض په دلیل مې له لاس ورکړل.
دا زما ترخه کیسه ده، هغه ۲۹ کلنه نجلۍ، چې په دې وروستیو کې مې په یوه خصوصي بنسټ کې د جنسیت، قوم، مذهب او د طالبانو د امربالمعروف د مامورینو د فشار له امله له لاسه ورکړ.
هېڅ وخت مې دا فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به د ژوندي پاتې کېدو لپاره له هغه کار څخه چې مینه ورسره لرم، تېښته کوم. خو دا دقیقآ همغه څه وو چې راپېښ شول.
شپږ کاله وړاندې مې بلخ کې په یوه بهرني بنسټ کې کار پیل کړ، هغه ځای کې، چې دنده مې ښوونه وه. تل مې باور درلود، چې زده کړه کولی شی د انسانانو ژوند ته بدلون ورکړي، په ځانګړې توګه په داسې یوه ټولنه کې لکه زموږ، چې ښځې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. په هغه ورځ مې چې کار پیل کړی وو، لا مې ښه ترا په یاد دي. زما موسکا او د مور اوښکې، چې زما د بریا لپاره یې تویې کړې وې.
په دې شپږو کلونو کې له ټولو ستونزو سره سره، ودرېدم او کار مې وکړ، ځکه توانېدلې وم، چې خپلواکه و واسم او ان له کورنۍ سره مرسته وکړم. داسې احساس مې کاوه، چې یو مقام لرم، یو رول لرم او ژوند مې په سمه لار مخ ته ځي.
خو هر څه په یوه وار بدلون وکړ، اته میاشتې وړاندې، مخکې له دې چې دنده پرېږدم، ګواښونه پیل شول، په لومړیو کې مې جدي ونه نیول، خو وروسته پوهه شوم، موضوع له هغه څه چې ما فکر کاوه جدي ده. د طالبانو استخباراتو زموږ دفتر ته پيغام ورکړی وو، چې زه باید له کاره وایستل شم. دلیل یې یوازې همدا وو، چې زه هزاره وم او مذهب مې شیعه دی.
ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېدل. دفتر ته یې ویلي وو، که دا نجلۍ ونه باسۍ، دفتر مو تړو او د فعالیت اجازه به ونه لرۍ. زه نه پوهېدم، چې باید څه حس ولرم، غوسه، وېره یا شرم.
په وروستیو اونیو کې زما د ایستلو لپاره څو ځلې د طالبانو استخباراتو پورې تړلي کسان دفتر ته راغلل، کله به چې راتلل، زه اړ کېدم، چې د دفتر تر ځمکې لاندې یوه خونه کې پټه شم. اوس هم چې د هغه شېبې په اړه فکر کوم، زړه مې درزېږي، له وېرې په ساعتونو ساعتونو له خونې نه شوای راوتلای.
هغه ورځ تر ډېره مې ذهن کې پاتې ده، سهار وو، تازه دفتر ته رسېدلې وم. لا مې هم بدن خولې وو. هره ورځ نیم ساعت پلې تلم تر څو کار ځای ته ورسېږم. یو همکار مې په بېړه کوټې ته را د ننه شو او ورو یې و ویل: «مدینې زر کوه پټه شه، چې طالبان راغلل.»
زړه مې ټوپونه وهل، لاس او پښې مې لړزېدې، پرته له دې چې څه وپوښتم، یوازې له څېرې یې وپوهېدم، چې وضعیت جدي دی. زه یې د دفتر تر ځمکې لاندې یوه خونه کې پټه کړم او ویې ویل، تر چې طالبان نه دي تللي د باندې نه شې.
هغه شېبه مې د لومړي ځل لپاره احسان کړه، چې نور یوه کارکوونکې نه یم، بلکې د یوه مجرم په توګه پټه شوې یم. په ساعتونو ساعتونو هغه تیاره کې پاتې شوم. نه پوهېدم چې څه تېرېږي، نه پوهېدم چې څه وخت به تمامېږي، یوازې دعا مې کوله، چې ژر لاړ شي او څوک مې پیدا نه کړي.
کله به چې لکه یو مجرم پټېدم، د سپکاوي احساس مې کاوه، یو بې ارزښته احساس. فکر مې کاوه، هېڅ حق نه لرم. یو څه موده د دفتر له خوا را ته و ویل شو، یوازې هغه ورځې چې کار لرم دفتر ته دې راشم او پاتې ورځې له کوره په آنلاین بڼه کار وکړم. خو دې هم پایله نه درلوده.
د دفتر مسوولین هم تر جدي فشار لاندې وو، بالاخره یې ما و ویل، که تا ونه باسو، ښايي بشپړ دفتر وتړل شي او له بل لوري مې همکارانو ویل، دفتر ته دې راتګ ستا لپاره هم خطرناک دی، ځکه له هزاره قوم سره د طالبانو دښمي ټولو ته څرګنده ده. راته ویل یې، لرې نه ده، چې کومه بلا در باندې را کوزه کړي، خبرې یې له حقیقت پرته بل څه نه وې.
زه په یوه خورا سخت وضعیت کې وم، له یوې خوا مې نه غوښتل کار له لاسه ورکړم، هغه کار چې کلونه مې خواري ورته کړې وه او مینه مې ورسره درلوده، له بل لوري ځان او د دفتر فعالیت مې په خطر کې وو.
په دې وخت کې ښايي ګورنۍ مې هم اندېښمنه شوې وي، هغو لیدل چې ګواښونه رښتیا دي. ما ته یې و ویل، باید کار پرېږدم. په وار وار یې راته ویلي، ژوند دې تر هر څه مهم دی.
بالاخره اړ شوم، چې دنده مې پرېږدم، دا پرېکړه زما لپاره د ژوند د یوې برخې ماتول وو. ما یوازې کار له لاسه ور نه کړ، بلکې امید او په ځان باور مې هم له لاسه ورکړ.
اوس په کور یم، نه کار لرم او نه دا اجازه چې په بل کار پسې وګرځم. که رښتیا و وایم، خپله هم نور جرآت نه لرم. ان که یو ښه فرصت هم پیدا شي، وېره اجازه نه راکوي، چې ګام پورته کړم. تل فکر کوم چې بیا همغه کسان راځي، همغه ګواښونه پیلېږي او بیا اړ کېږم، چې وتښتم یا هم پټه شم.
اوس لوی درد چې لرم، یوازې بېکاري نه ده، دا ده، چې زه د خپل هویت له امله لرې کړای شوم. په دې خاطر چې هزاره یم. دا یو ښکاره قومي تبعیض دی، خو هېڅوک نشته، چې له موږ دفاع وکړي.
یادونه، د رالېږل شویو کیسو د منځپانګې مسوولیت د لیکوالانو په غاړه دی.







