رها آزاد
«مور مې وايي، نجلۍ د بل د کور ښځه ده، کله چې ځوانه شي، باید په خپل بخت پسې لاړه شي»، دا هغه ټول دلیل دی چې سیمه* د هغې په خاطر په جبر سره د نکاح میز ته کېنول شوه. د سمیې ټول مخالفتونه، یوازې د پلار په دې یوه خبره بې ځوابه پاتې نه شول: «که زما لور وې، نو منې به یې.» له دې کنایه، هغه څه چې ځای نیسي، د ده خبره ده.
سمیه په کال ۱۴۰۱ کې د کانکور ازموینې له لارې د بدخشان پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو پوهنځۍ ته لار ومونده. هغه خبر چې په اورېدو یې د مینې اوښکې تویې کړې، خو هېڅکله یې فرصت ونه موند، چې د پوهنتون صحن کې قدم کېږدي.
د ۱۴۰۱ کال لیندۍ میاشت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه رسمي مکتوب په صادرولو سره، ښځې تر «بیا خبرتیا» پورې پوهنتونو ته له ورتګ څخه بند کړې. هغه بندیز چې لا تر اوسه دوام لري.
د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز سازمان په وینا، د طالب ډلې د زده کړو محدودیتونو په ترڅ کې، په افغانستان کې د طالبانو څلورکلنه واکمنۍ کې ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوې دي.
دا کیسه بدخشان کې په یو شمېر هغو نجونو پورې اړوند ده، چې له زده کړو د بندیز په پایله کې، د نکاح د مېز خوب لیدو یا همغه جبري واده سره مخ شوې دي.
د بشري حقونو مرکز د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۹ مه، په یوه راپور کې ویلي، له زده کړو محرومې کابو ۷۰ سلنه نجونې، کم عمره یا په ټیټ سن کې واده ته اړ کړای شوې دي.
سیمه د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکې یوه ۱۲ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي. «هېڅ وخت مې له زړه نه وځي، چې ۱۲ کاله مې ښوونځۍ ولوست، خو اوس ان پوهنتون ته له نه تګ، یو عمر به په کور ناسته وم.»
د سیمې په وینا، د دوی په کور کې څلور نورې خویندې یې هم په کور ناستې او د جبري او کم عمره واده له خطر سره مخ دي.
د نکاح مېز ته کېناست، د هغه خوبونو سره چې سیمې لیدل، د دې په خپل تعبیر د ځمکې او آسمان توپیر لري. «تل به مې ویل کله چې پوهنتون پای ته ورسم، بېرته راګرځم او د انګلیسي ژبې یو ښونیز مرکز به جوړوم. دلته ډېرې نجونې درس خوانه دي، خو فرصت نه لري.»
د یوه ۲۴ کلن سړي سره د سیمې د کوژدنې څخه درې میاشتې تېرېږي. «میاشت وروسته مې واده دی، خو له دې واده مرګ راته غوره دی.»
سمیه زیاتوي، له سقوط او د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، زما ډېری ټولګیوالو ودونه کړي او هره یوه یې یو یا دوه اولادونه لري. «موږ هرې یوې زرګونه هیلې او هدفونه درلودل، خو ټول له خاورو سره برابر شول.»
۲۵ کلنې رخسار* د سمیې په پرتله یو څه بېله کیسه لري. هغه د کورنۍ مشره لور ده او د اشکاشم ولسوالۍ د رود کلي کې ژوند کوي.
رخسار د کورنۍ په ځانګړې توګه د پلار د فشارونو سره سره تر اوسه واده نه دی کړی. «زما په عمر د دې کلي ټولو نجونو ودونه کړي او د اولاد خاوندانې دي.»
رخسار ویلي، درې کشرانو خویندو یې ودونه کړي دي، یوه یې زوی لري، بله د مور کېدو په حال کې ده او درېیمه هم پنځه میاشتې کېږي، چې کوژدن شوې ده.
رخسار وايي، په کوم ځای کې چې دا ژوند کوي، هلته جبري او کم عمره ودونه، ډېر زیات او عادي دي.
رخسار د بدخشان پوهنتون کې درې کاله اقتصاد لوستی وو، خو مخکې له دې، چې وروستی کال یې پای ته ورسوي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو په تړل کېدو سره، له زده کړې پاتې شوه. «پلار مې دوه خویندې، چې یوه ۱۷ کلنه او بله ۱۹ کلنه وه، واده کولو ته اړ کړې او هغوی هم ناچاره شوې ویې منله. پنځه میاشتې کېږي، چې کشرۍ خور مې چې تازه ۱۶ کلنه شوې هم کوژدن کړه او امکان لري سږ کال واده وکړي.»
ملګري ملتونه وايي، ماشومانه او جبري ودونه له بشري حقونو سرغړونه ده او له نجونو بشپړو وړتیاوو ته له رسېدو فرصتونه اخلي.
د رخسار په وینا، یوه خور یې هم واده کولو ته راضي نه وه، خو د کورنۍ تر فشار لاندې اړ شوې، چې ویې مني.
د رخسار پلار کرونده ګر دی او کورنۍ یې د کرنې او مالدارۍ څخه د ژوند لګښتونه برابروي. «د طالبانو تر راتګ مخکې وضعیت ښه شوی وو، نجونې ښار ته تللې او درس یې ویلو. خو اوس په کور ناستې دي او د اقتصادي وضعیت په کمزوري کېدو سره، ډېری کورنۍ اړ کېږي، چې خپلې لوڼې واده کړي.»
د بدخشان په ډېری ولسوالیو کې اقتصادي ستونزې او د زده کړې لپاره د فرصتونو نشتوالی، د کورنیو له خوا په کم عمر کې د نجونو د ودولو پرېکړې یو اصلي لامل بلل کېږي.
لکه د ۲۰ کلنې رویا برخلیک، هغه بله نجلۍ چې له کوژدن کېدو یې یوه میاشت او شل ورځې تېرېږي. «پلار او مور مې مجبوره کړم، چې ویې ومن… اته یا نهه کاله له ما مشر دی. یوازې په دې خاطر چې له خپلوانو دی او له اقتصادي پلوه تر یوه بریده ښه دی.»
رویا د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ او د اوه کسیزې کورنۍ غړې ده. د هغې په وینا، چې د دې او کورنۍ اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی.
رویا تر لسم ټولګي ښوونځی لوستی، خو له شپږم بره د نجونو د زده کړو په بندیز سره له زده کړې پاتې او په کور کېناسته. «هر څوک په روبارۍ راځي، ویل مې واده نه کوم، درسونه بېرته پیلېږي. پوهنتون ته ځم او دوام ورکوم. خو مور مې ویل، نور نه درس شته او نه کوم شی.»
د رویا مور چې ۴۴ کلنه ښځه ده او له خپل عمره زړه ښکاري وايي: «په لور! مې څه وکړم؟ زموږ په وطن کې همدا دود دی. کله چې نجلۍ یو ځل خپله ناروغي «میاشتنی عادت» و ویني، په کور کې یې ساتل سخت او د خلکو خبرې زیاتېږي. کاش ښوونځی او درس وای. تله به او لوست به یې کاوه.»
هغه زیاتوي، تل یې دا هیله درلوده، چې لور یې درس ولولي، خو ښکاري، چې د طالبانو بندیزونو هغه ناهیلې کړې ده. «همغه پخوانیو چې ویل، نجلۍ د بل د کور ښځه ده، سم وو.»
د مایمي ولسوالۍ یوه اوسېدونکې سکینه* وايي، ډېری کورنۍ په کم عمر کې خپلې لوڼې واده کولو ته اړباسي او دا د خلکو یو ټولنیز دود هم دی.
د بدخشان ولایت د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځۍ فارغه ۲۷ کلنه سکینه وايي، خپله هم په ۱۵ کلنۍ کې د جبري واده قرباني شوې ده. «سره له دې چې اوس مې ژوند ښه دی او درې اولادونه لرم، هم خپله ښوونکې یم او هم مې مېړه کار کوي، خو په ډېر کم عمر کې مې واده وکړ او ژر امیدواره شوم. درې ځلې مې اولاد لرې (سقط جنین) کړی دی، ماشومان مې تر دوه میاشتو رسېږي، خو د خونرېزۍ له امله به له منځه تلل. اوس هم د همغه ستونزو په خاطر، نور امیدواره کېدای نه شم، له نسايي ولادي ستونزو سره مخ شوې یم.»
په افغانستان کې د جبري او کم عمروه ودونو کره شمېرې نشته. خو ساحوي څېړنې په آسانۍ دا څرګندوي، چې دا پدیده په حیرانوونکي ډول مخ په زیاتېدو ده.
۳۵ کلن مدثر* د فیض آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یو نسبتآ د یوې لویې هټۍ خاوند دی. ډېری کورنۍ او تر ډېره یې د شاوخوا خلک د ناوې د کور توکو اخیستو لپاره د ده هټۍ ته ورځي.
مدثر د خپلو سترګو لیدلي حال څخه وايي: «کله چې ګورۍ دا نجونې څومره کم عمره دي او هغوی په مېړه ورکوي، په رښتیا د سړي زړه پرې سوځېږي.»
مدثر وايي، کله یې داسې موارد هم لیدلي، چې په رښتیا دردونکي دي. لکه دا پېرودونکې، چې څور ورځې مخکې ورته راغلې وه. «کابو ۱۴ یا ۱۵ کلنه وه. پلار یې ویل خیر دی، چې ماشومه ده د مېړه په کور به لویه شي.»
همدارنګه هغه یادونه کوي، چې تېر کال د راغ ولسوالۍ څخه یوه کورنۍ د ناوې د کور توکو اخیستو لپاره د ده دوکان ته راغلې وه. «نجلۍ خوراې یو مخ ژړل، خو هېچا یې خبرې ته غوږ نه نیو. آخر پلار یې وو که تره یې ورته په (غوسه) شو او غلې شوه. کابو ۱۶ کلنه وه.»
د مدثر په وینا، په وروستیو کلونو کې یې پام شو، د هغو کم عمره نجونو شمېر، چې کورنۍ يې د ناوېتوب د کالیو او توکو اخیستو لپاره بازار ته ورسره راولي، په ښکاره ډېر شوی دی. «په همدې تېرو دوه اونیو کې، ښايي پنځلس یا هم زیاتې کورنۍ د ناوې د کور توکو اخیستو لپاره راغلې وې. کله چې نجونې ګورې، په رښتیا کم عمره دي، سړی د دې کار له منطق څخه حیران شي.»
۴۸ کلن سید قانع چې په فیض آباد کې د زرګرۍ دوکان لري ویلي دي: «په وار وار داسې شوي، کله چې وايي د دې نجلۍ واده دی. وینم چې ډېر کم عمر لري، شاوخوا ۱۵ یا ۱۶ کلنې وي. په رښتیا سړی جګرخون کېږي، په هغه کې چې باید لوبې وکړي، هغوی واده کوي.»
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې په ماشومتوب کې واده، د نجونو ژوند او روغتیا ګواښي.
د فیض آباد ښار په ولایتي روغتون کې د ښځو او زېږون متخصصه ډاکتره ۴۰ کلنه مریم سرابي وايي: «په کم عمر واده او ژر امیدواره کېدل، کولی شي، جدي خطرونه او ان د مور او ماشوم لپاره د مړینې سبب شي.»
د هغې په وینا، په ټیټ عمر کې د نجونو بدن په بشپړ ډول د امیدوارۍ او زېږون لپاره چمتو نه دي او همدا موضوع د وینې بهېدنې، سقط جنین او جدي روغتیايي ستونزو لامل کېږي.
هغه زیاتوي، چې په ډېری مواردو کې د بدخشان له لرې پرتو ولسوالیو څخه کم عمره نجونې چې ژر امیدواره شوې وي، روغتون ته راځي، خو د بدن کمزورتیا او کافي نه پاملرنې د نه شتون له امله، یو شمېر د هغوی خپل جنین له لاسه ورکوي. یا ډېر سخت زېږون کوي.
نوموړې ویلي دي: «همدا تېره اوونۍ له ارګو ولسوالۍ څخه یوه ۲۲ کلنه مور راغلې وه او دا یې لومړۍ امیدواري وه، د بدني کمزوری او شیدیدې وینې بهېدنې له امله، پر لار یې هم خپله او هم یې ماشوم ژوند له لاسه ورکړی وو.
د ملګرو ملتونو له هغې جملې د یونیسف او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د راپورونو له مخې، جبري او ماشومانه ودونه لا هم په ۲۰۲۵ کال کې یوه نړیواله ستونزه پاتې ده.
د دې راپور سره سم، هر کال میلیونونه نجونې ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې واده کولو ته اړویستل کېږي او دا پدیده په ځانګړې توګه په بېوزله، کلیوالي او په زده کړو محدودیت لرونکو سیمو کې ډېر تر سترګو کېږي.
یادوه: په دې نښه* نومونه، د هغوی د خوندیتوب په پار مستعار ټاکل شوي دي.







