د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

سکينه (مستعار نوم) انځور; رخشانه رسنۍ

زحل آزاد

ځوانه نجلۍ سکینه*، د غوايي میاشتې په ۱۴ مه د دوشنبې په ورځ مازیګر مهال خپل کور ته نېږدې هټۍ کې د توکو اخیستو لپاره د باندې تللې وه، چې د طالبانو له محتسبینو سره مخ شوه. د طالبانو امربالمعروف ځواکونو هغه د بد حجابۍ په تور ونیوه او یوې امنیتي حوزې ته یې ولېږدوله.

سکینه بیانوي، چې د طالبانو ځریو لومړی د دې لار بنده کړه او وروسته یې په سپکو سپور او له هېڅ ډول وضاحت پرته، د وسلې په زور رنجر موټر ته پورته او له ځانه سره یې یوړه. هغه څومره موده چې موټر کې وه، پر دې نه پوهېده، چې چېرته لېږدول کېږي.

د امنیتي ننګونو له امله د هغه ولایت نوم چې دا پېښه په کې رامنځ ته شوې، له راپوره لرې کړای شوی دی.

سکینه یوازې ۱۶ کلنه ده. هغه د مازیګر شاوخوا څلور بجې له کوره وتلې او تر ډېرو ساعتونو پورې هېچا ترې خبر نه درلود. دا وايي، دا چې دوکان د دوی له کور سره څو ګامه واټن درلود، حجاب (اوږدې تورې جامې) یې نه وې اغوستې او آبي رنګه کمیس یې له تور پرتاږه سره پر تن وو. د هغې په وینا، بازار د نورو ورځو په پرتله تش برېښېده. سکینه په داسې حال کې، چې د توکو په اخیستو بوخته وه، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا کلابنده شوه.

دا ځوانه نجلۍ تشرېح کوي: «د سبزۍ پلورلو له یوې کراچۍ د اخیستو په حال کې وم، چې پام مې شو، دوه د سپینو چپنو ولاړ نارینه زما لور ته راځي، غوښتل مې وتښتم، چې درې نفره نور د شا له خوا رانېږدې شول. له سختې وېرې مې پښې سستې شوې وې، بدن مې سوړ وو، یوه په ډېره ترخه لحجه و ویل، نجلۍ دا د څه اغوستي؟» دویم نفر تر هغې په سپکه لحجه و ویل: «یو دوه شپې چې په بندخونه کې پاتې شې انسان به شې.» له دوه نورو کسانو سره وسلې وې او د وسلې په څوکه یې پر بغلو ووهلم، زه یې رنجر موټر ته پورته کړم.»

د هغې په وینا، د وېرې او ټکان خوړولو شدت دومره وو، چې د هېڅ غبرګون توان یې نه درلود. سکینه وايي، له هغې شېبې چې دا یې موټر ته پورته کړه، حوزې ته د رسېدو تر وخته هر څه ورته ګونګ تېر شول. نه له لارې څه په یاد لري او نه له هغه خبرو چې د طالبانو د ځریو تر منځ سره تبادله کېدې: «غږ مې یې اورېدو، خو نه پوهېدم چې څه وايي، مخونه مې یې تت لیدل او بشپړه بې خوده شوې وم.»

سکینه چې کله لږ خپل عادي حالت ته راوګرځېده، ځان یې په یوه تیاره کوټه کې وموند، چې یوازې له پورتنۍ کړکۍ څخه لږ څه رڼا د ننه څلېږي. «زه یوازې وم او نه پوهېدم چې چېرته یې راوستې یم، ډېر مې وژړل. په خوله مې یې لاس ونیوه، تر څو مې غږ بېرون لاړ نه شي. د هر ګام په غږ او هرې خبرې په اورېدو مې یې زړه درباه کوله، چې نه ویل کېږي، د ننه را نه شي. له شپې تر سهاره ویښه پاتې شوم او هر کله به مې چې سترګې خوبولې شوې، ګالونه او پښې به مې راغونچې کړې، چې ویده نه شم. هره شېبه مې دا حس کاوه، چې ور را پرانستل کېږي او هغوی به راباندې راولېږي.»

دا خبر چې طالبانو یوه نجلۍ نیولې او له ځان سره یې وړې، په بېړه په سیمه کې خپور او د سکینې تر کورنۍ پورې، چې تازه له ایران څخه په زور افغانستان ته راستنه کړای شوې ده، ورسېده. هغوی له دې تر ساعتونو بې خبرۍ وروسته، په اندېښنې سره پلټنې پیل کړې.

د سکینې مور ۴۷ کلنې سیمین* و ویل: «سکینې ځنډ وکړ، کوڅه مې وکتله، له ګاونډیانو مې واورېدل، چې له بازاره یې یوه نجلۍ بوتله. ټول بازار مې وکتو، د لور ټولو ملګرو، قومیانو او ورور ته مې، چې کور یې موږ ته نېږدې دی زنګ وکړ، چې ښايي هلته تللې وي، خو هېچا ترې خبر نه درلود.»

دوی د طالبانو څو امنیتي حوزو ته ورغلل او کابو له درې ساعته پلټنو وروسته یې سکینه، د طالبانو په یوه امنیتي حوزه کې پیدا کړه: «امنیتي پوستو ته ورغلو او پوښتنه مو ترې وکړه، چې نن یې یوه نجلۍ راوستې که نه. حوزو ته مو سر ورښکاره کړ، خو سم ځواب یې نه راکاوه، ډېری کسانو یې ان په موږ پورې خندل، د زړه د ډاډ لپاره ان روغتونونو ته ولاړو، ویل مې ښايي هغه نجلۍ زما لور سکینه نه وي، خو ورور مې زنګ راته وکړ او ویې ویل… حوزې ته راشه، لور یې د دلته راویستې ده. په اورېدو مې یې پښې سستې شوې او نه پوهېږم تر هغه ځایه څه ډول لاړم.»

د سکینې د پرېښودو شرط د وثیقې په توګه د کور د سند اېښودل وو، هغه څه چې لامل شول، چې سکینه او مېړه یې ټوله شپه د تر لاسه کولو په لټه، د قومیانو، ملګرو او ان ګاونډیانو په کورونو کې زارۍ وکړي. «هېچا د خپل کور سند موږ ته نه راکاوه. داسې چلند یې کاوه، چې ګواکي د کوم قاتل ضمانت کوي، نه د یوې بې ګناه نجلۍ. له یوه ساعت څخه زیات وخت د ګذر په وکیل پسې وګرځېدو، هېڅوک مرستې ته نه حاضرېدل، خدای شاهد دی، په هغه شپه مې ځان تر دې کچې بې وسه او پردی حس کړ، چې هېڅکله مې په ۱۵ کلنه جلاوطنۍ کې نه وو احساس کړی. اخر مې ورور سند او وکیل پیدا کړل، که هغه نه وای، نه پوهېدم په لور به مې څه ټکه راپرېوته.»

بالاخره سکینه د بلې ورځې د سهار په اوو بجو، د سیمې د پنځو تنو مخورو او د وثیقې په توګه د یوه سند په اېښودو سره خوشې شوه. په دې شرط چې بیا به له شرعي حجاب (د طالبانو د خوښې وړ جامو) پرته له کوره نه وځي.

سکینه تشرېح کوي: «سهار یوه ښځه چې تورې جامې یې اغوستې وې او یوازې سترګې یې لیدل کېدې، ور را خلاس کړ او زه یې بلې خونې ته ولېږدولم. د هغه کسانو پرعکس چې زه یې نیولې وم، یوه مهربانه ښځه وه. ویل یې: لوی مولوي صیب راځي، هر څه یې چې ویل، یوازې وایه په سترګو، ژبه ورسره ونه وهې، که نه بیا دې همدلته ساتي، په کوټه کې یو لوی مېز او دوه چوکۍ وې. څو دقیقې وروسته، یو په ستره سټه سړی، چې اوږده ږیره یې وه او دوه وسله والو کسانو یې ملتیا کوله، د ننه شو.»

سکینه ان د دې شېبې د خاطرې په ویلو سره له وېرې رېږدي: «د هغو درې کسانو په لیدو مې وېره زیاته شوه او ویل مې حتمي دې ته راغلل، چې شکنجه مې کړي. هغه سړي چې ټوپک یې نه درلود، په غوسه پوښتنه وکړه: جرم دې څه دی؟ ژبه مې بنده شوې وه، په غوسه یې لاس په مېز و واهه ویې ویل: ستاسو فاحشو له لاسه ښه ورځ نه لرو… ځان ته دې کتلي؟ دا څه دې پر تن دي؟ که زما په زړه وای، همدلته مې په مرمیو ویشتې، چې تاسو ټولو مرتدینو ته عبرت شي.»

رخشانې رسنۍ د طالبانو له لوري د دې ډلې په زندانونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ډکو چلندونو ګڼې کیسې مستندې کړې دي.

په ډېری مواردو کې نجونې د توقیف په جریان کې له سختو پوښتنو، ګواښونو، رواني فشار او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د سکینې لپاره چې افغانستان ته له راتګه یې شاوخوه پنځه میاشتې تېرېږي، دا تجربه څو چنده ترخه ده: «کله یې چې له ما وغوښتل پاڼه لاسلیک کړم، لاس مې د خوځېدو توان نه درلود او پلار مې د ما پر ځای ګوته کېښوده. په ایران کې چې وو اورېدلي مو وو، چې که نجونې حجاب ونه کړي، بندي کېږي، په سوټیو وهل کېږي، توهین او سپکاوی ورته کېږي، فکر مې کاوه چې درواغ دي، خو خپله یې له امله په مرګ وګواښل شوم. زه لا هم د شپې خوب وینم، لا مې هم د هغوی غږونه په غوږ کې دي او یوه شېبه مې نه هېرېږي.»

د سکینې کورنۍ ۱۵ کاله وړاندې او د یوه ښه ژوند په تمه ایران ته کډه وکړه، خو د تېر کال د دوبي په وروستیو کې بېرته اړ شوه، چې افغانستان ته ستنه شي.

سیمین وايي: «له پخوا ویل کېدل، چې د ګوډ په پښو کې تیږه ده، زموږ لپاره هم همداسې وشول. د بې کارۍ، قېمتۍ او د کور د کرایې غم لږ و، چې دا پېښه پرې ورزیاته شوه. سکینه یوه اوونۍ کېږي ځان یې په کوټه کې بندي کړی، ان د ډوډۍ خوړولو لپاره هم د باندې نه راوځي.»

په دې وروستیو اونیو کې، په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالب ځواکونو له خوا د ښځو او نجونو د دوامداره ځورونې ګڼ راپورونه او ویډیوګانې په خوله رسنیو خپرې شوې دي.

په یوه پېښه کې، چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د هرات په جبرییل سیمه کې ثبت شوې، طالب ځواکونه لیدل کېږي، چې یوه ښځه او سړی سخت ډبوي. په بله ویډیو کې په کابل کې د تایمني پروژې پر سړک یوه ښځه ښيي، چې د طالبانو د ځریو له خوا وهل کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

په تازه ویډیو کې، چې د همدې اوونۍ د سه شنبې په ورځ خپره شوه، د کابل په لوېدیځ کې طالب ځواکونه لیدل کېږي، چې یو ځوان هلک یې تر سوکانو او لغتو لاندې کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) راپور هم «په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه» خپور شوی، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر مارچ پورې موده پوښي.

د دې راپور له مخې، طالبانو په کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو پر جامو څار سخت کړی دی. همدارنګه یوناما هم په تېرو دریو میاشتو کې، په څو ولایتونو کې د وهلو ټکولو، نیولو او له ښاري موترونو د ښځو راکوزولو پېښې مستندې کړې دي.

همدارنګه ملګرو ملتونو ویلي، په هرات کې د طالبانو امربالمعروف ځواکونو د حجاب اغوستل په ډېر شدت سره پلي کوي او ډېری داسې قضیې شتون لري، چې ښځې له عامه ترانسپورت څخه کوزې کړای شوې او د لنډ وخت لپاره بندي شوې دي. په څو ولایتونو کې، له محرم پرته ښځې د روغتیايي خدماتو تر لاسه کولو، د توکو پېرودلو او ان د کور کرایه کولو څخه منع کړای شوې دي.

شننونکي وايي، طالبان د یوه داسې سیستم د نشتوالي له امله چې هغوی ځواب ویوونکي کړي، په ډېر شدت سره د وېرې او ډار خپرولو ته دوام ورکوي.

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي، د کابل له سقوط وروسته، د وېرنې او ناامنۍ فضا، په ځانګړې توګه د ښخو لپاره په منظم ډول بنستیزه شوې او په وروستیو کلونو کې دا فشارونه او کابو کول لا پراخ شوي او یوازې تر ښځو پورې محدود نه دي پاتې.

یادونه: په دې نښې* نومونه، د هغوی د خوندیتوب په پار مستعار راغلي دي.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه