زېبا بلخي
د پسرلي یوه ورځ، کله چې مزارشریف ښار کې دشت شادیان د هغو خلکو له ګڼې ګوڼې ډک وه، چې د ساتېري لپاره هغه ځای ته ورغلي وو، د ۲۳ کلنې حسینا* په یوه ترخه تجربه بدله شوه: «له خور سره مې د انځور اخیستو په حال کې وم، چې د شا له خوا یو غږ راغی او ویل یې، بې شرمو، شرم او حیا نه لرۍ، په دې وضعیت، دې له نارینه وو ډک ځای ته راځۍ.»
حسینا شا ته په کتو سره د طالبانو د امربالمعروف ځریو له دو تنو سره مخ شوه، چې د مذهبي پولیسو ځانګړی یونیفورم یې پر تن وو. هغه ډله چې «په سپین چپنو» پېژندل شوې ده.
په دې راپور کې د هغو کورنیو کیسې راغلې، چې وايي، طالبان د بلخ ولایت په تفریحي ځایونو کې، د ښځو او نجونو د حضور په خاطر د کورنیو لپاره سرخوږي رامنځ ته کوي. لکه په نیولو ګواښل، توهین او د نورو په وړاندې سپکول او په ځینو مواردو کې فزیکي وهل ټکول.
حسینا د جمعې په ورځ د غوايي ۴ مه، له خپلې کورنۍ سره دشت شادیان ته تللې وه. طالبانو دا او خویندې یې د دوی د جامو او موسیقۍ د اورېدو له امله رټلې وې او ورو یې چې له دوی یې دفاع کړې وه، د خلکو د سترګو په وړاندې په څپېړه و واهه.
دشت شادیان په بلخ ولایت کې یو له پېژندل شویو تفریحي او کتلوري ځایونو څخه دی. هغه ځای چې د ازاد طبیعت، شنبې فضا او مېلو او د خلکو د غونډو د جوړېدا په خاطر پېژندل کېږي.
حسینا وايي: «زموږ حجاب سم وو، چپنه او ټکری مو درلود، یوازې ماسک مو نه اچولی، ځکه چې د ساتېری لپاره تللې وو. طالبانو ما او زما خویندو ته و ویل، ولې مو ماسک نشته، وېښتان مو معلومېږي او سینګار مو کړی دی.»
د حسینا په وینا، دوی له وېرې ان ونه توانېدې، چې له ځانه د دفاع یوه هم لا وکړي. «ورور ته مې یې بې غیرته او کافر و ویل، ویل یې له خدایه نه وېرېږی، چې ښځې مو په دې وضعیت سره له کوره را ایستلې دي. کله چې زما ورور له ما او خویندو دفاع وکړه، یوه کلکه څپېړه یې پر دې مخ و واهه.»
حسینا دا شېبه د خپل ژوند د تجربو یوه تر ټولو سپکه کوونکې تجربه بولي. له دې پېښې وروسته، هغوی بېرته کور ته ستنې شوې. «ساتېری یې راباندې زهر کړ.»
طالبانو افغانستان کې له دویم ځلي واک ته رسېدو وروسته، د ښځو په وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي دي. لکه د دوی د خوښې وړ حجاب جبري کول او د ښځو په تګ راتګ او سفر محدودیتونه.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې تفریحي پارکونو ته د ښځو ورتګ منع اعلان کړ. له دې مخکې د همدې کال په وري میاشت کې دې ډلې نارینه او ښخې تفریحي ځایونو ته په یوه وخت له تګ څخه بند کړي وو.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند دویچه وله ته ویلي وو: «پرېکړه داسې شوې، ښخې اجازه نه لري، چې تفریحي ځایونو ته ولاړې شي.»
په عمل کې دا ډله نه ده توانېدلې، چې د افغانستان په ډېر سیمو کې دا ممنوعیت پلی کړي، پرته له دې، چې خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی او ځورولو ته یې دوام ورکړی دی.
په دې ورځو کې د دشت شادیان فضا له مېلو ډکه ده، د خندا غږونه، محلي موسیقۍ، چې له وړو غږیو خپرېږي او هغه کورنیو څخه چې په شنو غونډیو ساده توکي غوړوي او کېني.
خو د ټولو لپاره وضعیت یو ډول نه دی، په ځانګړې د ښځو لپاره. دشت شادیان ته د ور ننوتو د لارې له پیل سره سم د طالبانو جدي څار پېلېږي. د دشت شادیان تر پای لارې پورې لږ تر لږه درې ځایه د طالبانو چک پاینټونه تر سترګو کېږي.
هغه تم ځایونه چې تر څنګ یې د طالبانو امنیتي ځواکونه او د امربالمعروف ځري هلته شتون لري او په یوه ډول د ښځو او نجونې جامې څاري.
په دې نقطو کې وسایط درول کېږي او له مسافرو پوښتنې ګروېږنې کېږي. هر کله چې د ښځو جامې د دې ځواکونو د خوښې وړ نظر سره برابرې نه شي، په سختو وینو، سپکاوي، توهین او ان په ځینو برخو کې له لارې د راګرځولو سره مخ کېږي.
لیدنې هم ښيي، چې دشت شادیان ته په ننوتو سره، د طالبانو امربالمعروف ځواکونه په ډلیزه توګه د دښتې په بېلا بېلو سیمو کې ګزمې کوي. هغوی د خلکو ډلو ته ورنېږدې کېږي، په ځانګړې توګه هغه غونډو ته چې ښځې په کې شتون لري او هغوی ته د جامو او په تفریحي ځای کې د شتون په اړه خبرې کوي.
په ځینو مواردو کې دا یادونې یوازې په خبرو نه رالنډېږي او له خبرداري او تاوتریخوالي سره مل وي.
له خلکو د موسقۍ غږولو توکي راټولېږي.

انځور; رخشانه رسنۍ
د بلخ ولایت اوسېدونکې ۲۵ کلنه طیبه* وايي هغې او د تره لور یې غوښتل له خپلو کورنیو سره یو ځای دشت شادیان ته د ساتېرۍ لپاره لاړې شي، خو په همغه اول چک پاینټ کې د طالبانو له نظره د «ناسم» حجاب په خاطر یې د تګ اجازه تر لاسه نه کړه. «د تره لور مې له بهر نه راغلې وه… دوه موټره کسان وو، په یوه موټر کې موږ ټولې نجونې وو او موټر چلوونکی مو هم د تره زوی وو، کله چې دښتې ته ورسېدو، د طالبانو له هغه چک پانټ سره مخ شو، چې امربالمعروف هم هلته وو، زموږ موټر یې ودراوه او په کنځاوو کولو یې پیل وکړ.»
د طیبې په وینا، په هغې ورځ دې او د تره لور یې لږ څه سینګار کړی و او ماسکونه یې نه وو اچولي. نورې ټولې جامې یې داسې وې، چې تر ډېره د طالبانو د تایید وړ وې. تورې اوږدې جامې. «موږ ته یې ویل دا ځای د بې حیا او بېحجابه ښځو نه دی ولاړې شۍ. د تره زوی ته مې یې هم و ویل، چې که نه شې کولی په خپلو ښځو حجاب واغوندې، بې غیرته کېږه مه او په دې وضعیت یې د باندې مه راباسه. موږ ته یې اجازه رانه کړه، چې خپلې لارې ته دوام ورکړو.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر په خپل تازه راپور کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، د ښځو په جامو او ګرځېدو د طالبانو محدودیتونه نور هم زیات شوي دي.
دا راپور چې د روان میلادي کال د جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې موده رانغاړي د سه شنبې په ورځ د (غوايي ۲۲ مه) خپور شوی او په کې ویل شوي دي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو هرات ښار کې د ښځو پر جامو او ګرځېدو محدودیتونه شدید کړي دي.
طیبه وايي، تفرېح نور ورته هغه پخوانۍ مانا نه لري. د هغې په باور له دې پېښې وروسته، هر ځل چې تفرېح ته د تګ خبره کېږي، پر ځای د دې چې د خوښۍ احساس وکړي تګ او د طالب ځواکونو غبرګون ته په اندېښنه کې وي. «داسې احساس کوم چې موږ ښځې د خوښۍ حق نه لرو.»
۳۳ کلنه منیره* چې د سږ کال په پسرلي کې یوه جمعه د خپلې کورنۍ سره د تفرېح لپاره تللې وه، د خپلې ترخې تجربې او د طالبانو د امربالمعروف د ځریو د چلند په اړه وايي: «تاسو شیطان خویه ښځې هېڅ نه انسانانې کېږۍ.»
منیرې ویلي دي، له خپلې کورنۍ سره یو ځای د غرمې ډوډۍ خوړلو په حال کې وه، چې د طالبانو د امربالمعروف یوه ډله دوی ته ورنېږدې شوه. سپکاوی، ترټنه او ناسم چلند یې وکړ. «په داسې حال کې چې موږ یوې ګوښې ته ناست و، چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره نه وه، خو موږ یې به جامو، سینګار او وېښتانو ګیر کړو او ډېر سپکاوی یې راته وکړ.»
بلخ کې د دشت شادیان تر څنګ یو له نورو تفریحي ځایونو، په مارمل ولسوالۍ کې د «پسته مزار» سیمه هغه ځای دی، چې د پسرلي په ورځو کې ګڼې کورنۍ د تفرېح لپاره هلته ورځي.
خو د مزارشریف ښار د یو شمېر اوسېدونکو په خبره، په دې ساحه کې هم د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه شتون لري، چې د ښځو جامې او د هغوی په چلند جدي څار کوي.
۲۱ کلنه محدثه* چې تېره جمعه د خپلې کورنۍ سره یو ځای د تفرېح لپاره «پسته مزار» ته تللې او له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند شاهده وه، وايي: «د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو ګزمې کوي، تر ډېره یې نظر په ښځو وي، چې سم حجاب ولري او یا په زوره ونه خاندي. زما د سترګو په وړاندې دوه سپینو چپنو واله، درې تنو ځوانو نجونو ته سختې سپکې سپورې و ویلې، یوازې په دې خاطر چې مستې وې او خندل یې.»
۲۷ کلنه وحیده* له تفرېحي سیمې د خپلو سترګو لیدلي حال په اړه وايي: «کله مې چې ولیدل، د سپینو چپنو واله شتون لري، پلار او ورور مې ویل، ماسکونه مو واچوۍ، تر څو بدې خبرې او سپکې سپورې ونه وايي.»
وحیدې ویلي دي، د دې په څېر د ټولو ښځو لپاره د بلخ ولایت په تفرېحي سیمو کې ګرځېدل، له اندېښنو او وېرې ډک دي.
په ورته وخت بلخ ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست هم د رسمي اعلامیو په خپرولو سره په تفرېحي ځایونو، له دې ډلې په دشت شادیان کې، د خپلو ځواکونو د شتون پخلی کړی دی.
په دې خبرپاڼو کې راغلي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه په تفریحي او عامه ځایونو کې د «څارنې ګزمو» په بڼه شتون لري او د دوی په وینا، د دې شتون موخه د شر مخ نیول او د اسلامي حجاب د رعایت او د اختلاط د مخینوي په اړه اړینې مشورې ورکول دي.
همدارنګه په دې خبرپاڼو کې د ځینو غږیزو وسایلو د ضبطولو، چې د موسقۍ د غږولو او دیني مشورو لپاره د مراجعه کوونکو له خوا کارول کېدې، یادونه هم شوې ده.
بلخ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست لخوا د غوايي پر څلورمه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د مرکزي محتسبینو له خوا له لسو زیاتې لویې او کوچینۍ موسقي غږونکې آلې او ډیکونه، د تېرو اوونیو په څېر په ډلیزه ګزمو کې د شادیان، مارمل او شولګرې په تفرېحي سیمو د غلطو کارونو د مخنیوي په موخه نیول شوې دي او د منکراتو د عاملینو څخه د ژمنې په اخیستو او لازمو توصیو سره هغوی ته ویل شوي، چې په راتلونکې کې ورته منکر اعمال تر سره نه کړي او سلګونو ښځو ته، چې بې حجابه لیدل شوې، لازمې توصیې شوې، چې اسلامي حجاب مراعت کړي او د تفریح لپاره د سفر پرمهال د بې حیایۍ نه کولو لپاره اړینې مشورې ورکړل شوې دي.







