هدی ملکزی
ساعت د شپې له دو تېرې وې، کور په درنه چوپتیا کې ډوب وو، یوازې ساعت وو، چې ټک او ټوک یې دا چوپتیا ماتوله. فکري شخوندونو مې خوب تښتولی وو. په دې مې فکر کاوه، چې ښايي بیا هغه تکراري دوزخ ته ستنېږم، او هغې ناپېژانده ټولګې سره معامله وکړم.
تکراري دوره او ناپېژانده کسان همغه ځای دی، چې زه مخکې پرې مین وم.
نه پوهېږم د ذهن له عبارتونو به مې څومره وخت تېر شوی وي، چې د سهار اذان مې تر غوږو شو. اوس نور د ساعت د عقربې غږ یوازې نه و او د اذان کوونکي غږ یې ملتیا کوله. کله چې له لمانځه وروسته بېرته د خوب بستر ته لاړم، هغه موضوع چې خوب مې یې تښتاوه، نور هغه نه وه، چې څنګه کولی شم لوست وکړم. په داسې حال کې، چې څو ساعته وروسته باید ښوونځي ته تللې وای.
د تلېفون د غوږۍ په غږ پورته شوم او ستومانه بدن مې کشال کشال د تګ لپاره چمتو کړ، زما فکر تل زما له ګامونو په فرسخونو وړاندې وو، داسې د پېښو په فکرونو کې ډوب تللې وم، چې اصلآ پوه نه شوم، چې څه ډول ښوونځي ته ورسېدم.
مخکې له دې، چې دا «دوزخي ډله» د افغانستان په خلکو وتپل شي، د خلکو د کشف لپاره مې یوه عجیبه لېوالتیا درلوده. په کوڅه کې به چې هر څه په خبرو اترو لګیا وو یا به په ځان کې ډوب وو په دقت سره کتل، خو اوس له هغه کسانو سره تر مخ کېدو وروسته دومره ماته شوې یم، چې نور په سړیو کې راته د کشف لپاره هېڅ شی باقي نه دي پاتې، انسانان یوازې یو د بل تکراري او لاسوهل شوې نخسې دي.
درسي ساعت پیل شو. په وقفو کې زده کوونکي په خندا او هیاهوی کې ډوب وو او زه په انزوا او یوازیتوب کې.
د دې دوزخي ډلې له شتون مخکې، خندا په خوله انسان وم، هغه نجلۍ چې ښه کول مې خوښېدل. هغه انسان چې له هر چا سره یې خبرې کولې، پرته له دې، چې د مقابل لوري قضاوتونو او انګېرونو ته فکر وکړي. خو شرایطو له ما داسې انسان جوړ کړ، چې یوازې کولی شي د نورو خندلو ته وګوري او خپله خندا هېره کړي.
لومړی کال مې ټوله هڅه په کار واچوله چې له ټولو سره ښه و اوسم او له یوه سره ډېره صمیمي شم. خو د هغو ټولو هڅو پایله دا شوه، چې اوس ډول ما ته سلام راکوي، خو هېڅ یو مې دوست نه دی، نه پوهېږم دا پردی توب له کومه ریښه اخلي.
د ورځې ساعتونه په ټول ځنډ سره تېر شول. ښوونکي یو په بل پسې ټولګیو ته راغل او لاړل. زه یوه لا ستړې او ستومانه کېدم. کله چې له پنځه نیم ساعته وروسته، د رخصتۍ رنګ وکړنګېده، په منډه منډه د کور په لور لاړم.
کور ته چې ورسېدم ماښام شوی و او زما توان هم پای ته رسېدلی وو. خویندو مې د تل په څېر وپوښتل: «څه شوي؟» او ما هم له یوې بدې ورځې ورته و ویل. د هغوی د تل په څېر ډاډ ورکوونکو خبرو زما درد دوا نه کړ.
د شپې چې کله کورنۍ د چای خوړلو لپاره سره راټوله وه او هر کس د ستونزو په اړه ویل، زه په داسې حال کې، چې د پیالې ورکېدونکي تاوو ته ځير وم، په دې مې فکر کاوه چې: «ای کاش چې ما هم خپل ښوونځی پای ته رسولی وای او اوس به د هغوی د تر څنګ په کور کې وای.»
د یوې نجلۍ لپاره چې په ښوونځي مینه وه دې ډول فکر ته رسېدل، په پرېکنده توګه ناهیلي کوونکي دی، خو څوک پوهېږي، چې پر موږ څه تېرېږي، چې ان له ښوونځي او انسانانو په تېښته کې شوې یو.







