آزاده تران
د «بې حجاب: د طالبانو په وړاندې یوه خپلواکه ښځه» کتاب د خدیجه امین او هسپانیايي لیکوالې مونیکا نیون ګډه لیکنه ده، چې د سږ کال په مارچ میاشت کې خپور شوی دی.
دا کتاب د خدیجه امین او افغان مېرمنو د ژوند کیسه ده، چې څه ډول د تاوتریخوالي تر بار لاندې، د ډېری هغوی ژوند خاورې اېرې شوی دی. دا کتاب د تاوتریخوالي له ایرو څخه د ققنوس په څېر د خدیجه امین د راپورته کېدو کیسه هم کوي.
دا کتاب په هسپانیايي ژپه په ۳۲۰ مخونو کې د په هسپانیا کې د پنګوئن رندوم هاوس خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی دی.
«په جګړه کې مات شوی ماشومتوب»، «خبریالي د سقوط په درشل کې» «تېښته»، «جلاوطني»، «ستونزمن ادغام»، «هغه مور چې لا هم د خپلو بچو تر لاسه کولو ته مبارزه کوي» د دې کتاب اصلي سرلیکونه دي.
مېرمن امین له رخشانۍ رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «په دې کتاب کې د ښځو له قربانیو نیولې تر مبارزو او لاس ته راوړنو په اړه بې پردې خبرې شوې دي.»
خدیجه امین ۳۳ کلنه او د افغانستان کابل ولایت کې زېږېدلې ده. د خدیجې د ماشومتوب دوره افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ له پیل سره غوټه خوړلې او په همدې دلیل ښوونځي ته له تګه محرومه شوې.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د نجونو او ښځو زده کړې، تحصیل او له کوره د باندې کار بند کړی وو.
خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پوره ۳۴ ورځې وروسته، دغې ډلې یو ځل بیا د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې، له دوه میلیونه زیاتې افغان نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
د افغان نجونو د نن ورځې وضعیت د خدیجې لپاره کټ مټ د طالبانو د لومړۍ دورې د واکنمۍ یاد دی. هغه درې کاله د خپلې سیمې له یو شمېر نجونو سره په پټه لومړنی ښوونځی ولوست.
په پای کې د طالبانو د محدودیتونو په زیاتېدو، خدیجه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوه.
درې کاله وروسته، چې کله د طالبانو لومړی حکومت نسکور شو، د خدیجې کورنۍ افغانستان ته ستنه شوه او دا په څلورم ټولګي کې شامله شوه. د ښوونځي په پای ته رسېدو، هغې په پوهنتون کې قابلګي پیل کړه، خو هېڅ کله یې دا لار پای ته ونه رسوله.
د جبري واده قرباني
خدیجه په ۱۳۸۹ کال کې په ۱۹ کلنۍ د کورنۍ د فشارونو له امله واده کولو ته اړ کېږي. هغه وايي، مېړه یې هېڅ کله اجازه ورنه کړه، چې پوهنتون ته دوام ورکړي. «په بشپړ حجاب سره مې ان په بازار کې د څه شي اخیستو اجازه نه درلوده. کار کول خو یو لوی شی دي او زه بشپړه بندي وم.»
افغانستان کې تر طالبانو مخکې ښځې تر یوه برید له آزادۍ برخمنې وې. خو بیا هم کورني دودونه او نرواکي، د ډېری ښځو او نجونو لپاره برخلیک ټاکونکي وو.
یوه سپړنه چې په ۱۳۹۸ کې د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړونکي بنسټ له خوا خپره شوې ښيي، چې په افغانستان کې له ۶۰ سلنه زیاتې نجونو له پنځلس کلنۍ مخکې زده کړې پرېښې دي.
دې څېړنې د نجونو د زده کړو پرېښودو د دلایلو په اړه ویلي وو، د دې نجونو د ۶۴ سلنه لپاره د کورنۍ نارینه د زده کړو پرېښودو پرېکړه کوي.
د خدیجې برخلیک هم د مېړه لاس ته ولوېده. هغه له پوهنتون نه پاتې شوه او په کور کې یې هم د دې په وینا، ډول ډول تاوتریخوالی زغامه. «هغه به تل زه ګواښلم، چې که ماشوم مې نجلۍ وي، باید سقط یې کړم. دې وضعیت به ډېره ځورولم. تل مې دعا کوله او تشویش مې درلود، چې خدای وکړي زوی (هلک) وزېږوم.»
خدیجه د دریو زامنو چې یو یې ۱۲ کلن او دوه نور یې چې غبرګوني او ۱۰ کلني دي مور ده، خو د زوی راوړل هم د دې لامل نه شول، چې خاوند یې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
خدیجه د تاوتریخوالي له امله تر ځان سوځونې پورې هم مخکې تللې. په ځان سوځونې د هغې لاس پورې کول ځوروونکي جزیات لري.
هغې و ویل: «د مېړه د سپکاوي او تاوتریخوالي څخه تر پوزې رسېدلې وم، پرېکړه مې کړې وه، چې ځان له ژونده خلاص کړم او له منځه یې یوسم. د ۲۰۱۴ کال ژمی او د شپې ۱۲ بجې وې. مېړه مې له خپل مشر زوی سره ویده وو. اورلګیت مایع مې راوخیسته او پر ځان مې واچوله او ځان ته مې اور ورته کړ. ټولې جامې مې اور اخیستی وو، زوی او مېړه مې راویښ شول. زوی مې ډېر وېرېدلی او چیغې یې وهلې، کله مې چې مېړه اور مړ کړ، پرتوګ مې بشپړ سوځېدلی وو.»
له تاوتریخوالي د خدیجې د تجربو ډېر جزیات د هغې په کتاب کې څرګند شوي دي. لکه وهل ټکول او ان په کور کې د درې میاشتې زندان تجربه.
خدیجې په وار وار هڅه کړې، چې طلاق واخلي، خو د کورنۍ د مشرانو منځګړیتوب هر ځل د هغې هڅې ګډې وډې کړې دي. «د کورنۍ ټول مشران سره راټول شول او زما د ژوند په اړه یې له سره تصمیم ونیوه. هغوی سره جرګه (غونډ) وکړه. په داسې حال کې، چې په هغه جرګه کې یوې ښځې هم شتون نه درلود، هغوی زما له مېړه نه خط واخیست، چې بیا به ما نه وهي.»
خدیجه د طلاق اخیستو لپاره اووه میاشتې د افغانستان د عدلي بنسټونو په دروازو کې لالهانده وه. «زه یوه داسې ښځه وم، چې فکر وکړه شپږ کاله په زندان کې وم او دا جرآت مې نه درلود، خو له هغه ژونده ستومانه شوې وم او باید ځان مې ژغورلی وای.»
د دې لپاره چې په محکمه کې د خدیجې خبره وانورېدل شي، په هغې یې داغ پور کړو چې رواني روغتیايي حالت یې سم نه دی.
خدیجه په کال ۱۳۹۶ کې بریالۍ شوه، چې طلاق واخلي. خو اولادونه یې ترې واخیستل. «په هغه شپه یې چې زما زامن یووړل، په دې خاطر چې په تي پورې وو (شیرخوره وو) ما د سینې د درد له امله خوب ونه کړ. یو جاکټ مې پر تن وو، ټول په شیدو لړۍ وو. هېڅ وخت مې زما او د زامنو بېلتون له یاده نه ځي.»
خدیجې له مېړه تر جلا کېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې خبریالي ولولي. هغه کار چې په ماشومتوب کې یې لا هیله وه. هغې په یوه خصوصي پوهنتون کې خبریالي ولوسته او د افغانستان تر سقوط پورې یې په بېلا بېلو رسنیو کې کار کاوه.
دا د دې په اند لومړنی ګام یې و چې غوښتل یې له ژونده بېرته خپل حق واخلي.
د طالبانو دویم ځلي واکمني
خدیجې په افغانستان کې له ټولو ستونزو سره مبارزه وکړه. هغه د خپلو زامنو د ساتنې اخیستو په لټه کې وه، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.
د طالبانو بیا واکمني د خدیجې په بیا کډواله کېدو هم تمامه شوه. هغه د یوې خبریالې ښځې په توګه اړه شوه، چې له اولادونو پرته افغانستان پرېږدي. هغه د اسپانیا د دفاع وزارت په مرسته په دې هېواد کې پناه واخیسته.
د طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه کسان د ځان له وېرې له افغانستانه کډوالۍ ته اړ شول. د خدیجې لپاره دې بدلون لا ترخه په برخه کړي وو. له یوه لوري هغې لیدل، چې څه ډول د افغان ښځو لاس ته راوړنې د لمنځه تلو په حال کې دي او له بل لوري یې نه شوای کولای، د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو زامنو د ساتنې په دوسیه کې بریالۍ شي.
د بشري حقونو سازمانونو د راپور له مخې، طالبانو عدالت ته د افغان ښځو لاسرسی په بشپړه توګه پرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ «عدالت ته لاسرسی او د ښځو او نجونو خوندیتوب او د تبعیض د څو او متقابلو بڼو اغېز» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، ښځې او نجونې په منظم ډول له اساسي حقونو لکه، زده کړو، کار، خپلواکۍ، تګ راتګ او قضايي ملاتړه محرومې کړې دي.
د همدې لپاره، هغه بیان چې خدیجه امین یې د طالبانو له بیا واکمنېدو لري، «طالبان له بلا» پرته بل څه نه دي.
په کډوالۍ کې د ښځو غږ
خدیجې امین هسپانیا ته په تګ سره هلته د خبریالۍ فعالیت ته دوام ورکړ. هغه چې د «۲۰ دقیقې» (20 Minutos) په نوم یوه هسپانیايي ورځپاڼه کې راپورونه ورکوي، د کار تمرکز یې د افغان ښځو له وضعیت نه د راپورونو ورکول دي.
هغه د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د همدې ورځپاڼې له خوا په هسپانیا کې د «بیان آزادۍ» جایزې ګټونکې شوې ده.
خدیجه هممهاله د تیلفونیکا (Telefónica) په نوم په یوه مستند جوړونکې هسپانیايي شرکت کې هم کار کوي. د هغې لومړنی مستند دا دی: «زما زامن چېرته دي؟» د خپل ژوند مستند یې چې د خپلو زامنو د ساتنې اخیستو لپاره د هغې مبارزه څرګندوي.
هغې دوه کاله پر دې مستند کار کړی دی او د روان (۲۰۲۶ ) میلادي کال په فبرورۍ کې خپور شوی دی.
د دې مستند ډېرې ویډیوګانې د هغه وخت دي، چې خدیجې له طلاق وړاندې او وروسته د خپلو زامنو سره ثبت او هغوی ته یې کیسه کړې دي: «معمولآ کله چې زه له خپلو اولادونو سره وم، نو د هغو شېبو ویډیوګانې به مې ثبتولې. ځینې وختونه به ما هغوی ته لیکونه لیکل، په دې مانا چې مور مو تل ستاسو لپاره هڅه کوي. هغه وخت ما د مستند جوړلو په اړه هېڅ پرېکړه نه درلوده او ما فکر هم نه کاوه، چې زه به داسې یو کار وکړم. کله چې هسپانیې ته راغلم، ما دا مستند فلم خپلو ماشومانو ته د لیک په توګه جوړ کړ.»
خدیجې په وروستي ځل په ۲۰۲۴ میلادي کال کې خپل زامن په آلمان هېواد کې ولیدل. خو مېړه یې هغوی بېرته افغانستان ته ستانه کړل او له مور سره یې د هغوی اړیکه په شپړه توګه پرېکړې ده. د خدیجې مخکنی مېړه له خپلې کورنۍ سره په آلمان کې ژوند کوي، خو خدیجه ادعا لري، چې د هغې ماشومان افغانستان ته لېږل شوي تر څو دا ورته لاسرسی ونه لري.
خدیجه له خپلو زامنو سره د وروستي ځل لیدلو او خبرو څخه دا جمله په یاد لري، چې زامنو یې ورته ویلي وو: «مورې، کوم ځای ته ولاړ شو، چې ورته و وایو، موږ غواړو له تا سره ژوند وکړو؟.»
هغې تازه د خپلو زامنو د ساتنې اخیستو لپاره په آلمان کې دوسیه پرانستې ده او تمه لري چې ګټونکې شي.







