غزال محمدي
په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې افغان ښځې او نجونې د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې په وار وار واټونو ته راوتې، په پټو اعتراضونو یې لاس پورې کړی او په لسګونو آنلاین اعتراضونه یې جوړ کړي دي.
سره له دې، چې طالبانو به شدت سره د ښځو اعتراضونه ځپلي، خو دې اعتراضونو د طالبانو مشروعیت بښنې ته کلک ګزارونه هم ورکړي دي.
د بشري حقونو څارډلې وړاندې ویلي دي، د ښځو د اعتراضونو په وړاندې د طالبانو غبرګون وحشیانه وو، لکه په بند خونه کې شکنجه کول، د ځپلو لپاره د جګړیزو مرمیو کارول او نور له تاوتریخوالي ډک تکتیکونه.
خو بل پلو، د طالبانو د ښځو ځپونکو سیاسیتونو په وړاندې د ښځو په اعتراضونو کې د نارینه وو نه شتون تل تر نیوکو لاندې دی. منتقدین دغه کار په دې لار کې د ښځو یوازې پرېښودولو نښه بولي.
د نارینه وو نشتوالی؟
آیا نارینه وو د طالبانو په وړاندې اعتراضونو کې ښځې یوازې پرېښې او دلیل یې څه دی؟ دغه راپور کې دې پوښتنې ته د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو او متعرضو ښځو له نظره کتنه شوې ده.
د یو شمېر معترضو مېرمنو له قوله، دا نشتون ښيي، چې د ډېر نارینه وو لپاره لا هم د ښځو درد او غم، تر دې کچې نه دی جدي شوی، چې چمتو شي د هغې بیه پرې کړي.
یوه له معترضو ښځو زینب*، چې په وار وار یې په واټونو په اعتراضونو کې شتون درلود وايي: «نارینه دا غیرت نه لري، چې د ښځو په خاطر ځان په خطر کې واچوي، ځکه هغوی خپله ځانونه د ښځو او نجونو په پرتله زیان منوونکي ګڼي او په همدومره سادګۍ یې ځانونه خورا مهم دي. په خواشینۍ سره په دې مبارزه کې نارینه سرتېري نه، بلکې نندارچیان دي.»
زینب د افغان ښځو د تاریخ بدلوونکي غورځنګ غړې ده، هغې د مارچ د اولې په واټیزو اعتراضونو کې حضور درلود او باوري ده، چې د طالب مخالف یا موافق نارینه تر منځ کوم توپیر نشته، ځکه د هغې په وینا، په دواړو حالتونو کې د ښځو تر څنګ د درېدو لپاره کومه جدي اراده نه لیدل کېږي.
هغې و ویل: «افغان نارینه په دې جګړه کې سرتېري نه، په خواشینۍ نندارچیان دي. پنځه کاله کېږي، چې نارینه وو د افغان ښځو ټپونه له پامه غورځولي او هېڅ وخت نه شي کولی د طالبانو په وړاندې له ښځو ملاتړ وکړي، دا یو تریخ سیاسي واقعیت دی، نه یو اخلاقي قضاوت.»
د زینب په اند، د دې وضعیت یو له دلایلو د اعتراضو په اغېزمنتوب بې باوري ده. هغه وايي، ډېر نارینه باور نه لري، چې د وسله والو طالب ځواکونو په وړاندې، دې اعتراضونه کومه پایله ولري. «د هغوی په اند تر کومه چې د طالبانو په لاس کې وسله وي، په ټکري او چادرۍ نه شي کېدای هغوی له حکومت نه لرې کړي، د اعتراض په اغېزمنتوب بې باوري همدارنګه د دې لامل شوې، چې ان خواخوږي هم ونه کړي.»
د معترضینو سره د طالبانو له سخت چلند وېره یو بل دلیل دی، چې ښکاري په دې کمپاین کې د نارینه وو د نشتوالي لامل شوی دی.
د روزنه امید سازمان مسوول سلطان علي ضیايي وايي، طالبانو په پیل کې د نارینه وو هر ډول غبرګون ته په خپلو ځپوونکو سیاستونو سره ځواب ورکړی دی. د هغه په وینا، ان د ښوونځیو د خلاصون لپاره بیانونه هم له سخت غبرګون او چلند سره مخ شوي دي.
دی وايي: «طالبانو په لومړي خوځښت کې د هغه نارینه وو بیانونه چې د ښوونځیو د خلاصون لپاره یې درلودل سخت وځپل. لکه څنګه مو چې ولیدل، ان د پوهنتونو استادان د ښوونځیو د خلاصون په اړه د ډېرو، لږ خبرو پر سر د طالبانو له لوري نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي. که نارینه وو میداني حضور درلودای، دا شتون به له طالب سره تر مخامخ جګړې بدتره وای، هغوی به په مخامخ ډزو او مرمیو د دوی غږونه غلي کولی.»
سره له دې، چې ضیايي خپله هم د اعتراضونو د تنظیمولو له امله نیول شوی او زنداني شوی دی وايي، د طالبانو له لوري د نارینه معترضینو پېژندنه او چلند د ښځو په پرتله ډېر سخت دی، نوموړی د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په ۱۷ مه د اعتراض لپاره د همغږۍ غونډې پر مهال ونیول شو او د ۴۵ ورځو لپاره د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې وساتل شو.
د دې تر څنګ ښايي ضیايي د ښځو د اعتراضي غورځنګونو پاشلتیا ته اشاره وکړه. د هغه په باور دا څو ټوټې کېدل د دې لامل شوي، چې له دې خوځښتنو ډېر لږ ټولنیز او یا هم د نارینه وو ملاتړ وشي. «هر غورځنګ په یوازې ځان هڅه کړې تر څو خپل فعالیت مخ ته یوسي.»
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزی وايي، په افغانستان کې د ښځو له حقونو د نارینه وو ملاتړ تل محدود او ماتوونکی وو او تر ډېره په سیاسي شرایطو پورې تړلی پاتې شوی دی.
د هغې په اند، د تاریخ په بېلا بېلو پړاونو کې د ښځو د پرمختګ لپاره فرصتونه رامنځ ته شوي، خو دا پرمختګونه هېڅ وخت د پراخ ټولنیز ملاتړ پر ستنه نه وو ولاړ. «تېرو پنځو کلونو د افغان نارینه وو له مخه یوه لویه پرده پورته کړه، چې ویې ښوده، ښځې په مبارزو په ځانګړې توګه په جنسیتي مبارزه کې د نارینه پاړکي ملتیا نه لري.»
همدارنګه مېرمن بارکزی د جمهوریت په شل کلن نظام کې د خپلې تجربې په اړه وايي، د نارینه وو ملاتړ محدود و او د دغو ملاتړونو ډېری هغه یې په سیاسي او اقتصادي انګېزو پورې تړلي وو.
ټولنیز شنوونکی حمید آریارمن، د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې ریښه په ټولنیز جوړښت کې ګوري. د هغه له نظره، افغان نارینه له ماشومتوبه په داسې یوه نظم کې روزل شوي، چې په هغو کې ښځې باید تابع او محدودې وي. «ټولنیز جوړښت نارینه داسې روزلی، چې د ښځو کړاو دویم رنځ یا ان نه لیدونکی بولي، د هغوی حیثیت د ټولنې ټيټې کچې ته سپاري او د ښځو ژوند د نارینه د ارادې او واک تابع ګڼي.»
دی ټینګار کوي، په داسې یوه جوړښت کې، د ښځو کړاو تر دې کچې عادي کړای شوی دی، چې ډېری نارینه یې نه ویني یا یې جدي نه نیسي، چې د هغې پر بنسټ «د زده کړو، کار او ټولنیز شتون له حق څخه د ښځو محرومول، د ډېری هغوی لپاره یو ښکاره ظلم نه، بلکې د ژوند د منل شوي نظم یوه برخه ده.»
نوموړي زیاته کړه: «که طالبان وي او که نه وي، هر چېرې چې د ښځو آزادي د کورنۍ او ټولنې لپاره ګواښ ګڼل کېږي، چېرې چې د عامه ژوند څخه د ښځو جلاوالی دینداري او مېړانه شمېرل کېږي او هر ځای چې د ښځې چوپتیا د فضیلت په توګه ستایل کېږي، موږ په یوه نه یوه ډول د طالبانو له ورته منطق سره مخ یو.»
د ښاغلي آریارمن په اند، همدا ذهنیت د دې لامل شوی، چې نارینه له عمومي ژونده د ښځو د ایستلو په وړاندې جدي غبرګون ونه ښيي او تر هغه وخته چې دا فکري بېلګې د کورنیو د ننه بدلون ونه کړي، د ښځو تر څنګ د نارینه وو د درېدو تمه سخته ده.
د ښځو د حقونو پېژندل شوې څېره او د بامیانو پخوانۍ والي حبیبه سرابي وايي، افغان نارینه، د خپلو ښځو او لوڼو د ملاتړ لپاره یو لاس نه دي.
نوموړې، نارینه په درې ډلو وېشي، هغه ډله چې دودیز او طالبانو ته نېږدې فکر لري، هغه ډله چې د اقتصادي فشارونو او د ژوند له لاسه ورکولو وېرې سره لاس او ګرېوان دي او په پای کې هغه وړه ډله چې د ښځو تر څنګ ولاړ دي.
د مېرمن سرابي په باور، درېیمه ډله تر اوسه په دومره کچه نه ده لویه شوې، چې ټولنیز توازن رامنځ ته کړي. هغې و ویل: «یو ډله نارینه د تاریخي او پوهې کچې د ټیټوالي له امله، طالبانو ته نېږدې فکر لري. دویمه ډله خپل ژوند او خوندیتوب ته اندېښمن دي او د طالبانو له وېرې يې ملتیا نه کوي، خو درېیمه ډله هغه کسان دي، چې په رښتیا زړور دي او د ښځو تر څنګ درېدلي دي.»
مېرمن سرابي باوري ده، چې د دې وضعیت د بدلون یوه لار، په کورنیو کې پوهاوی لوړول دي. «دا بدلون تر ډېره د کورنیو د ننه او له خپلوانو، له ورر، خاوند او پلار سره په خبرو اترو او ډیالوګ رامنځ کېږي، چې موږ څنګه کولی شو په دې خبرو اترو کې موثق، باوري او په دلیل سره حرکت وکړو او په همغه خبرو کې کولی شو هغوی قانع کړو، چې سمه ده موږ په نابرابره شرایطو کې یو، خو له حقوقي پلوه برابر یو. که نارینه د ښځو تر څنګ ودرېږي، دا مبارزه به لا ښه بڼه ونیسي.»







