رها آزاد
بدخشان کې کوچیني کاروبار لرونکې مېرمنې وايي، په ښځو د طالبانو ټولنیز محدودیتونه، د جواز ورکړه کې ځنډ او د پېرودونکو کمښت، د هغوی فعالیتونو له درېدو سره مخ کړي دي.
هغه وضعیت چې د ښځینه کاروبارونه، له هوټلونو او کتابتونونو نیولې د خیاطۍ تر کارخونو پورې یې تر اغېز لاندې راوستي دي.
ناهید* یو کال او څلور میاشتې وړاندې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار په یوه څنډه کې خپل کوچینۍ هوټل پرانیست. دا وايي، د جواز تر لاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ شوه. «په اول کې یې جواز نه را کاوه، ویل یې فعلآ ښځو ته جواز نه ورکوو، تر دې چې له دوه درې میاشتو منډو ترړو وروسته، یو له پېژندګویانو مې چې په صنعت او سوداګرۍ ریاست کې شناخت درلود واسطه شو او وروسته یې یو کلن جواز راکړ.»
نوموړې و ویل، څلور میاشتې کېږي په دې نه ده توانېدلې، چې د هوټل د ودانۍ کرایه ورکړي. «کابو ۶۰ زره افغانۍ کېږي، ځکه چې سم مشتریان نه لرم.»
۳۲ کلنې ناهید دغه هوټل ځانګړی د ښځو لپاره جوړ کړی دی. د دې تر څنګ درې نورې نجونې هم ورسره په کار بوختې دي، چې درې واړه له ښوونځي او پوهنتون څخه پاتې شوې دي.
«هوټل ښځینه دی، خو ځکه ښځې په هر دلیل او محدودیت چې دي، له کور د باندې او هوټل ته لږ راځي، زما کار هم لږ ورو شوی دی، په دې خاطر چې شرایط خراب دي او خپله هم وېرېږي او د باندې نه را ووځي.»
ناهید دا هوټل په خپل شخصي لګښت او د ناوېتوب د سروزرو په پیسو، د څلور سوه زره افغانیو په لګښت جوړ کړی دی.
دا وايي، څو ځلې داسې پېښه شوې، چې د طالبانو د امربالمعروف ځري هوټل ته ورغلي او کورنیو ته یې سپکاوی او توهین کړی دی. «مخکې مو کورنیو ته هم اجازه ورکوله. مثلآ ګوژدن کړې یا ښځې له خپلو مېړونو او اولادونو سره راتلل، خو دوه درې ځلې د طالبانو د امربالمعروف ځري راغلل او په ډېر توند چلند یې و ویل، که یو ځل بیا مو ولیدل یا خبر راغی، چې دلته ښځې او نارینه سره ګډ دي، هوټل مو بندوو، په همدې خاطر اوس یوازې مېرمنې دي.»
ناهید چې د څلورو اولادونو مور ده وايي، له دې لارې د خپل مېړه تر څنګ د ژوند لګښتونه برابروي.
هغې ویلي، له بشپړه ډوپه کېدو د خلاصون په پار یې پرېکړه کړې، هوټل نارینه وو ته ځانګړی کړي.
طالبانو پر ښځو ګڼ ټولنیز محدودیتونه لګولي دي. له هغې جملې په عامه ځایونو لکه په تفریجي پارکونو ، هوټلونو او بانک کې جنسیتي جلاوالی.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي مخکې په یوه راپور کې ویلي دي، طالبان ان په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې هم جنسیتي جلاوالی پلی کوي.
که څه هم بدخشان کې د کوچینو کاروبار لروونکو مېرمنو کره شمېره په لاس کې نشته، خو طلوع نیوز بدخشان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د دې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې، له زرو زیاتې ښځې په بېلا بېلو برخو کې په سوداګرۍ بوختې دي. دا ښځې ډېری د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالي اوبدلو، مرۍ ګنډولو، لاسي صنایعو، اوبدلو، خوږو پخولو، لبنیاتو د تولید، چرګانو ساتلو، مچۍ ساتلو، کرونده کړۍ او محلي محصولاتو د پلور برخو کې فعالیت کوي.
یو شمېر مېرمنو بیا د هوټلونو او په کور کې د وړو کارخونو جوړولو ته مخه کړې ده.
تازه د بحران نړیوالې ډلې راپور ورکړی، چې ډېری افغان مېرمنو وړو کاروبارونو ته مخه کړې ده.
د بحران نړیوالې ډلې راپور کې راغلي، په دولتي ادارو، نړیوالو او کورنیو بنسټونو کې د کار له بندېدو وروسته، ډېری مېرمنې په کورنیو کاروبارونو، لاسي صنایعو او خوړو توکو د تولید په برخو کې فعالیت کوي.
خو د بحران نړیوالې ډلې په خپل راپور کې ټینګار کړی، چې د ښځو په تګ راتګ د طالبانو بندیز، بازار، نندارتونونو او عمومي ځایونو ته د تګ پر مهال د شرعي محرم درلودل، د دې کاروبارونو د ودې او پراخېدو په وړاندې خنډ دي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د تېر کال د اپرېل په ۱۴ مه په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، د طالبانو د پراخو محدودیتونو سره سره، افغان متشبثه ښځې لا هم هڅه کوي، خپل واړه کاروبارونه وساتي، خو د ښځو په ګرځېدو بندیز له اقتصادي بحران سره یو ځای، د دوی سوداګریز فعالیتونو له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
۲۵ کلنه مهریه* بدخشان کې د یوه واړه کتابتون مسووله ده. د امنیتي ننګونو له امله یې د کار کره ځای په دې راپور کې نه دی راوړل شوی.
مهریه چې کابو کال کېږي دا کتابتون یې جوړ کړی وايي: «د ناولونو او کیسو کوم کتابونه مې چې مخکې درلودل، امارت بند او ټول کړل، مثلآ کوم کتابونه چې د ښځو د حقونو په اړه وو، هغه ناولونه چې د ښځو یا بشري حقونو په اړه وو. اوس زموږ ډېری کتابونه د ماشومانو د کیسو او اسلامي کتابونه دي، خو هغه کتابونه چې پېرودونکي په ځانګړې توګه ښځې یې غواړي، په خواشینۍ سره بند شوي او موږ یې نه لرو.»
افغانستان کې د کتابونو راټولول او سانسور د ۲۰۲۱ په اګست کې، د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته پیل شول. په دې موده کې له کتابتونونو، کتاب پلورنځیو او ښوونیزو بنسټونو زرګونه ټوکه کتابونه راټول او د یو شمېر هغو پلورل بند اعلان شول.
په ځانګړې توګه هغه آثار چې د ښځو په لاس لیکل شوي، یا هغه چې لکه د بشري حقونو، ښځو د حقونو، فردي خپلواکیو او یا اوسنیو سیاسي نظامونو په اړه معلومات په کې وي.
دې و ویل: «که ښځې له محدودیتونو سره مخ وي او هغه کتابونه چې پېرودونکي په ځانګړې توګه ښځې یې غوښتنه کوي، راټول او بند شي، نو موږ دلته څه کار وکړو؟ ښه به نه وي، چې ویې تړو او لاړ شو؟»
نوموړې د میاشتې اته زره افغانۍ د دوکان کرایه ورکوي، هغه کرایه چې د دې په وینا، کله وځنډېږي او کله هم په ډېره خوراۍ چمتو شي.
دا کتاب پلورونکې مېرمن وايي، د دوی خرڅلاو دومره ټیټ دی، چې کله ان نه شي کولی، د دوکان د دوه کارکوونکو د تګ راتګ کراریه ورکړي.
مهریه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وړاندې، د بدخشان پوهنتون د درېیم کال محصله وه.
هغه چې د یوې اته کسیزه کورنۍ غړې ده وايي، دا کتابتون یې د پلار په مرسته چې یوو ښوونکی دی، جوړ کړی. «هیله مې درلوده، د دې کتابتون په جوړولو سره د ښځو لپاره د لوستلو لا ډېره زمینه برابره شي. غوښتل مې د کتابونو پلورلو پر مټ تر یوه بریده د کورنۍ مالي ملاتړ وکړم، خو اوس ډېره ناهیلې شوې یم. نه یوازې ښه کتابونه نه لرم، بلکې پېرودونکي مې هم کم شوي دي. هره ورځ راځي او پوښتنه کوي دا کتابونه لرې؟ او زه ورته وایم نه یې لرم.»
یا د ۳۹ کلنې او اوو اولادونو مور قدریې* کاروبار چې په ډېره سختۍ او د طالبانو د ادارو د کار ځنډونې سره سره د هغې په لاره اچولو بریالی شوې ده.
هغې ویلي، له ډېر تګ راتګ او پرلپسې لالهانۍ وروسته، وتوانېده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست څخه د خیاطۍ د کارخونې جواز تر لاسه کړي. «په ډېرو ستونزو مې جواز واخیست. هره ورځ یې په نن او سبا غلتولم، تر دې چې له یوې نیمې میاشتې تګ راتګ او سرګردانۍ وروسته مې بالاخره جواز واخیست.»
قدریه وايي، نارینه وو ته له یوې اوونۍ په کمه موده کې جواز ورکوي. «دا چې ښځه یم دا ډول چلند راسره کوي.»
قدریې درې میاشتې وړاندې په فیض آباد ښار کې خپله د خیاطۍ کارخونه جوړه کړه. هغه وايي، د جواز اخیستو لپاره یې د طالبانو دولت ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړې او دا جواز باید هر کال نوی شي.
د هغې په وینا، دا مهال له ۲۰ زیاتې نجونې ورسره په دې کارخونه کې په دوه وختونو کې، له غرمې مخکې او له ماسپښین وروسته د خیاطۍ زده کړې کوي.
۲۴ کلنه او د یوه آنلاین پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د څانګې زده کړیاله ساره وايي، کورنۍ د طالبانو له وېرې هڅه کوي، ښځې یې ډېر لږ له کوره د باندې ووځي. «که رښتیا و وایم د وروڼو مې هم نه خوښېږي. وايي، شرایط خراب دي، هر څه چې غواړې په همدې کور کې اوسه او هوټلونو او نورو ځایونو ته مه ځه.»
د فیض آباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکې ۲۳ کلنه شکریه*، د دې په خپله وینا، «سپکوونکې» تجربه لري.
هغه وايي، تېر کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو د امربالمعروف ځریو دا او چنغول یې د شهر نو په یو له هوټلونو کې د خوړو خوړلو پر مهال ونیول او حوزې ته یې ولېږدول. «ډوډۍ ته ناست و، چې هوټل ته راننوتل، دوه تنه وو، شور ماشور یې پیل کړ، چې ولې دلته نر او ښځې سره ګډ دي. د هوټل څېښتن ورته و ویل، ټولې کورنۍ دي، له خپلو ښځو او اولادونو سره راغلي، خو خبرو ته یې غوږ ونه نیوه، دا چې موږ په مېز یوازې وو او ماشوم هم راسره نه وو، ان پرېې نښودو چې ډوډۍ وخورو او په ډېر بد چلند او غوسې یې و ویل، باید حوزې ته ولاړ شو.»
دا وايي، سره له دې، چې چنغول یې ډېر مقاومت وکړ او توضیح یې ورکړه، خو دوی یې حوزې ته بوتلل او یوازې د ګوژدنې مهال د انځورونو په ښودلو او د پلار په ورتګ سره یې اجازه تر لاسه کړه، چې بېرته کور ته لاړه شي.
شکریه وايي، کابو دوه ساعته په حوزه کې ساتل کېده او هغه پېښه یې د ژوند یوه تر ټولو ترخه خاطره ده. «له هغې وروسته، هېڅ وخت له خپل چنغول سره هېڅ یوه هوټل ته د ډوډۍ خوړلو لپاره نه یم تللې.»
بدخشان کې د پوهنتون استاد احمد کمال* په دې اند دی، چې په لرې پرتو ولایتونو لکه بدخشان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، ډېری مېرمنو هڅه کړې، د ښځینه هوټلونو، خیاطیو، کتاب پلورنځیو او کورنیو وړو کارخونو په جوړولو سره د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابرکړي، خو د طالبانو ټولنیز محدویتونه یې د هڅو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
د ښځو د اقتصادي برخې فعاله سامعه سادات هم په دې نظر ده: «کله چې یوه ښځه، هوټل، کتابتون، یا کار ځای ته د تګ پر مهال د خوندیتوب او آزادۍ احساس ونه کړي، طبیعي ده، چې په ښځو پورې تړلي بازرونه هم سقوط کوي. په اوږد مهال کې د دې وضعیت دوام به د ښځو د وړو کاروبارونو او د هغوی تر منځ د بېکارۍ کچې د زیاتېدو لامل شي.»
د طالبانو د کار ځنډونې او محدودیتونو تر څنګ، د بحران نړیوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، پانګې ته نه لاسرسی، د بانکي نظام کمزورتیا، د مسلکي زده کړو محدودیت او نړیوالو مرستو کمېدل، په افغانستان کې د ښځو د دندو او کاروبارونو د مخنیوي لامل شوي دي.
یادونه، په دې* نښه نومونه، د هغوی د خوندیتوب په پار مستعار راوړل شوي دي.







