زحل آزاد
په داسې یوه ښار کې، چې له عمومي ځایونو یې ښځې په بشپړه توګه حذف شوې او یا هم په شدت سره محدودې شوې دي، تمنا هره ورځ په خپل موټر سایکل د کابل له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې تګ راتګ کوي. هغه ځوانه نجلۍ، چې خوندي کوونکې خولی او ساده جامې یې پر تن د خپل موټر سایکل جلب ته ناسته وي او پېرودونکو ته د سفر ټکټونه رسوي.
دغه ډول کار په نورو هېوادونو کې عادي دی، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د تمنا کار له خطره ډک، ممنوعیت ماتونکی او د ډېرو له نظره زړور دی.
تمنا هره ورځ سهار خپل موټر سایکل چالانوي، ځان ته خبرداری ورکوي، چې محدودیتونه زیات دي، خو باید پیاوړې وي.
تمنا تر لسم ټولګی پورې ښوونځۍ لوستی او ډېره لېوالتیا یې له عکاسۍ او فلم اخیستنې سره وه. خو د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، هغې خپل دا خوب له لاسه ورکړ. تمنا اوس د «قاصد» په خصوصي شرکت کې کار کوي، هغه شرکت، چې نوښتګر خدمات وړاندې کوي او تمنا یو له هغه څلورو نجونو ده، چې هلته کار کوي.
«قاصد» شرکت په دې وروستیو کلونو کې خپل فعالیت پیل کړ او د یوه اپلیکېشن په جوړولو سره یې، د بس د انلاین ټکټ اخیستنې او د ښارونو تر منځ سفرونه ممکن کړي دي. کارکوونکي کولی شي د خپلو موبایلونو یا کمپیوټر پر مټ، ترمینال کې له حضور پرته خپل ټکټ وپېري. وروسته، «قاصد» یا همغه د شرکت پیغام رسوونکي، ټکټ د پیرودونکو په ځانګړې توګه د ښځو او هغه کسانو دروازې ته رسوي، چې آسانه لاسرسی نه لري.
تمنا بیانوي، چې دغه کار یې نه یوازې د ستونزو په وړاندې د زړورتیا او مقاومت ورځنی تمرین دی، بلکې هغه د خلکو په ورځني ژوند کې د هغې د کار د ریښتینې اغېزې څخه هم خوشحاله ده.
د هغې په وینا، افغانستان کې د لېږد رالېږد خدمات ډېجیټل کول یو لوی بدلون دی او دا هم غواړي د مخ پر ودې بدلون یوه برخه و اوسي. تمنا د خپلو ملګرو له خوا د قاصد ټیم سره بلده شوه او د همغه لومړیو ورځو راهیسې د هغوی سره یو ځای شوه. اوس تمنا په وینا سره ځان یو له همغه «قاصد» دانو معرفي کوي.
د تمنا کار آسانه نه دی، د کابل واټونو له ترافیکي ګڼې ګوڼې، ژورو کندو، خاورو دوړو او کله کله هم د خلکو بېلا بېلو نظرونو څخه ډک دي. او البته د ښځو د کار په اړه د طالبانو بدبیني.
په لومړیو ورځو کې په موټرسایکل سپرېدل ورته سخت وو. «بدینه نظرونه، د ځینو خلکو شپېلي او چکچکې او کله ناکله ناخوښه خبرو زه ځورولم. خو ورو ورو مې د دې شرایطو سره عادت شوم.»
د سړونو نه خوندیتوب، له ټکر وېره او له ټولنیزو محدودیتونو خور شوی رواني فشار هم د هغې د تل پاتې خنډونو څخه دي. خو له دې سره تمنا وايي، د کورني او همکارانو ملاتړ یې دې ته باور او ډاډ ورکړی، چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د تمنا د کیسې یوه زړه راښکوونکې برخه د خلکو غبرګون دی. هغه وايي ډېری ښاریان چې کله دا پر واټونو ویني، موسکا کوي، لاسونه ورته پړکوي او هڅوي یې. «ډېری ښځې د موټر له منځه یا پلې ما ته وايي، «افرین نجلۍ» «خدای د قوت درکړي» دا ملاتړ په رښتیا انرژي راکوي.»
په ټولنیزو شبکو کې هم کمېنټونه او پیغامونه په زړه پورې دي. ځینو کاروونکو لیکلي دي، چې د تمنا کار زړورتیا ده او د هغې لیدل دوی ته امید ورکوي، چې افغان ښځې له هم د مبارزې او پرمختګ په حال کې دي.
تمنا لاهم په دې فکر ده، چې وکولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او لوړو پوړونو ته ورسېږي.
د تمنا لویه هیله، د نجونو د ښونځیو پرانستل کېدل او د زده کړې دوام دی. د هغې خوښېږي، چې بېرته ټولګي ته لاړه شي، عکاسي او فلم اخیستل جدي تعقیب کړي او ښايي یوه ورځ د افغان ښځو له ژوند نه مستندونه جوړ کړي. په ورته وخت په اوسني کار کې هم جدي ده. تمنا وايي، غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې په شرکت کې پرمختګ وکړي، خپل مهارتونه زیات کړي او ان د ډېجیټل پروژو په مدیریت کې هم فعال او زیات رول ولري.
هغې و ویل: «امیدواره یم چې افغانستان د یوه لا منظم، ډېجیګټل او پرمختللي سیستم پر لور حرکت وکړي او زه هم وکولی شم په دې مسیر کې برخه ولرم.» د خندونو سره سره، لکه انټرنېټي محدودیتونه، د برېښنا او اقتصادي مسائلو ستونزې، د افغانستان په لویو ښارونو کې آنلاین خدمات په تدریج سره د پراختیا په حال کې دي.
له انټرنېتي پلورنځیو نیولې د موبایل تادیې تر خدماتو او اوس د سفر ټکټونه، دې وړو بدلونونو د ډېریو کورنیو ژوند آسانه کړی دی. د قاصد په څېر شرکتونه نه یوازې د نجونو لپاره کاري فرصتونه رامنځ ته کړي، بلکې د تمنا په وینا، څرګندېږي، چې ان په سختو شرایطو کې، خصوصي نوښتونه کولی شي مثبتې اغېزې ولري.
تمنا د خپلو خبرو په پای کې په موسکا سره وايي: «زما پیغام نه یوازې نجونو، بلکې ټولو ځوانانو ته دا دی، چې خپل امید له لاسه ور نه کړي. مهمه دا ده، چې دوام ورکړو، هڅه وکړو او مات نه شو. هیلو ته د رسېدو لارې کمې نه دي. یوازې باید لومړی ګام پورته کړو.»







