ریحانه جلیلي
د اختر د سودا اخیستو لپاره بازار ته تللې وو، خوشحاله وو، خو ډېره ګڼه ګوڼه وه او په سختۍ مو کولای شوای د خلکو تر منځ لاره وکړو. ښار د معمول په څېر د اختر رنګ او بوی اخیستی وو. د سودا اخیستو تر تمامېدو ګرمه هوا د دې لامل شوه، چې خپله لار د آیسکریم پلورنې یوه دوکان ته ورکږه کړو.
د آیسکریم په خوړولو بوخت وو، چې یوه د ۵۰ یا ۵۵ کلو په عمر مېرمن هم راغله، دغه مېرمن زموږ تر څنګ میز ته کېناسته او د ځان لپاره یې آیسکریم راوغوښت. د دې لپاره چې زموږ خبرو ته متوجه نه شي، د خور سره مې د دې مېرمنې په اړه په انګلیسي ژبه خبرې وکړې.
هغه په یوه ډول متوجه شوه، چې په اړه یې خبرې کوو. خور مې دې مېرمنې ته موسکا وکړه او د دې لپاره چې ناسم پوهاوی رامنځ ته نه شي ویې ویل: «خور مې وايي، زما هغه ښځې خوښېږي، چې هېڅ وخت خپلې ځوانۍ نه هېروي او ماشومتوب یې تل ویښ وي.»
واقعیت دا دی، دا خبر مې ځکه ذهن ته راغله، چې دا مېرمن مې له خپلې مور سره، چې کابو د هغې همځولې ده، پرتله کړه. مور مې هېڅ وخت دا هوس نه وو کړی، چې په یوازې ځان کله هم خپله لار د آیسکریمو پلورنځي ته ورکږه کړي.
ښځې ما ته وکتل او په موسکا یې و ویل: «دا خو کوم شرم نه دی، هوا ګرمه ده او په همدې خاطر آیسکریم خورم.»
ما ورته و ویل: «هو خاله جانې، زما مور ان آیسکریم نه خوري او نیا مې هم همداسې.»
له هغې مېرمنې سره مې د خور خبرې همداسې اوږدې شوې.
خور مې و ویل: «خاله څو اولادونه لرې؟»
مېرمنې و ویل: «زه دوه زامن او درې لوڼې لرم… البته درې لوڼې مې درلودې.»
ومې ویل: «هغه څنګه؟»
ویې ویل: «یوه لور مې په کورس کې شهیده شوې ده.»
زه او خور مې دواړو ټکان وخوړ. خور مې و ویل: «ستا موخه کوثر ښوونیز کورس دی؟»
مېرمنې و ویل: «نه خیر، کاج کورس»
په خواشینۍ یې و ویل: «ډېره ښه لور مې درلوده، ۱۸ کلنه وه او د خپلې راتلونکې لپاره یې هڅې کولې. ډېره درس لوستونکې وه، تل به یې درس لوست.»
غږ یې لږ لږ غرېیو نیولی شو او په لړزېدلي غږ، چې اوښکې یې په سترګو کې ډنډ شوې وې دوام یې ورکړ: «ډېره غیرتي او زړوره لور مې درلوده. لور مې دېر درس ویلو، ډېره احساس لرونکې نجلۍ وه، تل به یې درک کولم. که مې د لوڼو ستاینه وکړم، یوه ورځ به هم بسندویه نه وي.»
ویې ویل: «بېچاره لور مې… کله چې ګاونډیانو دا خبر واورېده، هغوی ان له ما ډېر ژړل. نازنین بېچاره!»
پرلپسې یې د ټکري په پیڅکه اوښکې پاکولې. ویل یې، لور مې ډېره راته ګرانه وه.
زموږ له خواخوږۍ پرته بل کار له لاسه نه وو.
د ښځې زړه دومره ډک وو، چې کولای یې شوای په ساعتونو ساعتونو د خپلې لور د حسن او خپل زړه تنګوالي په اړه خبرې وکړي.
مېرمنې و ویل: «هېچا مې د لور وېښتان نه وو لیدلي او کله مې چې لور مړه شوه، ګاونډیانو یې تازه وېښتان ولیدل. وېښتان یې ډېر اوږده وو. هره ورځ به سهار وختي راپورته کېده او لمونځ به یې ادا کولو، اوس چې هره ځوانه نجلۍ وینم، هغه مې یاد ته راځي. کله مې چې تاسو ولیدۍ نازنین مې ویاده شوه. اولاد ډېر خوږ دی.»
خور مې په ناآرامۍ و ویل: «خاله پوهېږې، ښه انسانان ډېر ژر له دې نړۍ ځي، خدای یې د وبښي.»
خاله له اوښکو په ډکو سترګو و ویل: «تر څو سړی اولاد ونه لري، نه پوهېږي، چې د اولاد داغ څه دی.»
مېرمنې چې کله له نازنین خبرې کولې، معلومه وه، لا یې هم باور نه وو کړی، چې لور یې نور بېرته نه راګرځي. د څو کلونو په تېرېدو، لا هم په دې انتظار وه، چې اوس به د کور دروازه پرانستل کېږي او نازنین به له کتابونو سره را ننوځي.
له ځان سره مې فکر وکړ، موږ نجونې څومره ورته هیلې لرو. موږ ټولې دا خوبونه لرو، موږ ټولې غواړو چې لوست وکړو تر څو بریالۍ شو او د خپلو میندو لپاره ملاتړ وګرځو. خو ځینې نازنینانې ډېرې ژر زموږ له منځه ولاړې او یوازې نومونه، هیلې او خاطرې یې پاتې دي.
د آیسکریمو له دوکانه را ووتو، خو د هغې مېرمنې غم او د نازنین نوم مې دا څو ورځې په ذهن کې پاتې دی. په دې فکر کوم، چې جګړې او تاوتریخوالي د دې خاورې د میندو پر زړونو څومره ژور ټپونه ایښي دي.
زه هغه ورځ وپوهېدم، چې دوام ورکول، درس ویل او هیله لرل، ښايي د ټولو نازنینانو لار وي، چې نور زموږ تر منځ نشته، خو د نازنین غم د هغې ورځې تر پای او ښايي د تل لپاره زموږ سره پاتې شي.







