شکیلا علوی
د اختر شپه وه. ټول کور د سپېلني بوی ورکاوه، یو عجیبه شان ته حس او حال مو درلود. زه او خویندې مې د کوټې په کونج کې ناستې او په شوق مو یو د بل لاسونه په نکروزو سره کول. که څه هم زړونه مو له بې کارۍ او په کور کېناستو ډک وو، خو د اختر خوښي مو د موسکا لپاره یوه پلمه وه.
سبا سهار وختي، مخکې له دې، چې لمر د کابل له غرونو راپورته شي، له خوبه پاڅېدم. په بېړه، شور او خوښۍ مې کور ټول او جارو کړ. انګر منیزې آب پاشي کړ تر څو ټول ځایونه پاک او سوتره وي. پلار مې سپینې جامې واغوستې، لونګۍ یې په سر کړه او د اختر د لمانځه لپاره جومات ته لاړ.
موږ درې واړه خویندو خپل نوي او ګلدوز کمیسونه، چې په ډېره خوارۍ مو همدا پرون په خپله ګنډلي وو واغوستل. کله مو چې پلار له جوماته راغی، د خیر په دعا یې له موږ سره اختر مبارکي وکړه. خو د درې مخکنیو اخترونو په څېر ونه توانېده، چې عیدي راکړي. تر کومه چې زما یادېږي، پلار مې تل موږ ته عیدي راکوله، خو له کله چې بې کاره شوی، د اختر په لومړۍ ورځ تر بل هر وخت ډېر آرامه او غلی وي. په جېب کې یې پیسې نه وي چې موږ ته عیدي راکړي، خو د دې اختر عیدي زموږ همغه ټوکر وو، چې په زرو سختیو او غمونو یې راته اخیستي وو او موږ وګنډل.
د هر کال په څېر، زموږ پلار، مور او منصور زموږ د نیکه کور ته لاړل، چې د قربانۍ په پلمه یې لاسونه ښکل او د اختر مبارکي ورکړي. ورور مې ابوالفضل هم اتو کړي کالي واغوښتل، لږ ښه بوی لرونکې سپرې یې و وهله او له خپلو ملګرو سره د چکر او نورو انډیوالانو د لیدونو لپاره لاړ.
کله چې د انګر دروازه وتړل شوه، ناڅاپه درندې چوپتیا کور ډک کړ، موږ درې واړه خویندې په همدې څلورو دېوالونو کې یوازې پاتې شو. کړکۍ لږ خلاصې وې، له کوڅې د هلکانو خندا او د منډو رامندو اوازونه راتلل. د دې لپاره چې وکولای شم، دغه ستړې کوونکې چوپتیا ماته کړم، سترګې مې د تلوېزیون پردې ته واړولې، د جګړې خبرونو او د جدي سړیو جدي جامو زموږ کور لا زړه تنګی کړ.
تلوېزیون چې نورې هېڅ خپرونې او د خوښۍ رنګ نه درلود غلی مې کړ، تلېفون مې راواخیست او د یوې محلي سندرې غږ مې لږ لوړ کړ، تر څو مې غمونه وتښتي. منیژې د سندرې په اورېدو سره، لږ لږ په موسکا او ګډا پیل وکړ. ما هم چکې ورته وهلې او هم مې هڅوله، خو فکر مې شو، چې فرښته زموږ منځ کې نشته. هغه له موږ بېله او ځان یې پټ کړی وو.
ورته اندېښنه مې شوه. د تلېفون غږ مې ټيټ کړ او ورپسې ورغلم. کله چې دهلیز ته لاړم او پرده مې لږ پورته کړه، ومې لیده چې په درېیمه زینه کې، هغه ځای چې ګوښی او تیاره دی ناسته ده، زنګنونه یې غېږې ته نېږدې نیولي او ورو ورو ژاړي.
زغم مې ونه شو، د اختر د اوږده کمېس لمن مې راټوله کړه، تر څنګ یې په زینه کې کېناستم او لاسونه مې یې پر اوږو ورواچول. په غېږ کې مې ونیوه تر څو ډاډ ورکړم، که څه هم پوهېدم چې د دې اوښکو دلیل څه دی، خو بیا مې هم ترې وپوښتل، ولې ژاړې؟
سر یې راپورته کړ، په بادامي او له اوښکو سرو سترګو یې ما ته وکتل. ویې ویل، له هلکانو سره یې رخه کېږي، زموږ له ورور ابوالفضل سره، چې کولی شي په آزاده توګه له خپلو ملګرو سره و ویني او په اختري وګرځي. «…خو زه او ته باید د زندانیانو په څېر په کور کېنو.»
په وړاندې مې یې هېڅ خبره نه درلوده، چې غلې یې کړي. زموږ تر منځ داسې درنده فضا واکمنه شوې وه، چې نه پاتې کېدای شوای او نه مې فرښته په هغه حالت کې پرېښودای شوای. په هغه ترخه حس سره چې درلود یې، د هغې روح یې ځوراوه. په غرېو نیولي غږ مې ورته و ویل: «لېونۍ دا خبرې مه کوه، دا ورځې ترخې دي، خو تېرېدونکې دي. ښوونځي بېرته پرانستل کېږي او ته به بیا هم درس لولې.»
په نا هیلۍ یې راته وکتل او ریښتینی ځواب یې راکړ: «نه زینب ځان ته بازي مه ورکوه. له اختر وروسته به هر څه لا بد شي. ته اړ کېږي چې شپه او ورځ د خیاطۍ د واړه ماشین تر شا کېنې او کنډل وکړې، تر څو لږ تر لږه له پلاره سره د کور په خرڅ کې مرسته وکړې، زه هم اړ کېږم، چې په کوټه کې کېنم او د جامو تڼۍ وګنډم او یا یې ګرېوانونه بیا بخۍ کړم چې ونه شکېږي. له اختر وروسته منیژه اړ کېږي، چې د ابوالفضل جامې ومینځي تر څو پوهنتون ته پاک لاړ شي او زه یې هم بوتونه ورته پالش کړم، تر څو یې دوړې لرې شي.
هغې رښتیا ویل، زما خبرې یوازې د بېوسۍ لپاره ډاډ ورکول وو، ټاکل شوې نه ده، چې له اختر وروسته دې هر څه بدلون وکړي. بېوزلي به د افغانستان پر ستوني پل کېږدي او فشار به ورکړي او طالبان هم چمتو نه دي، چې د افغان ښځو او نجونو تر ټولو لومړني حقونه په رسمیت وپېژني.







