د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې یو ماشومه نجلۍ په بې رحمه ډول وژل شوې

13 جون 2026
کونړ کې یو ماشومه نجلۍ په بې رحمه ډول وژل شوې

کونړ کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت نړنګ ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلۍ، د ناپېژاندو کسانو له خوا په بې رحمه ډول وژل شوې ده.

رخشانه: کونړ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدون دهقان ویلي، دا پېښه د تېرې پنشنبې د (غبرګولي ۲۱ مه) د نړنګ ولسوالۍ «باډیل دره» کې رامنځ ته شوې ده.

دهقان زیاته کړې، دا ماشومه نجلۍ ساحره نومېږي او ۱۰ کلنه وه. هغه د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وه.

نوموړي، د دې نجلۍ د وژنې د اصلي دلیل او وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې دوو تنو اوسېدونکو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا ماشومه نجلۍ «باډیل دره» کې د خپل ماما کور ته تللې وه.

د سرچینو په وینا، نجلۍ د ناپېژاندو کسانو له خوا د چاقو په ګذارونو په بې رحمه ډول وژل شوې ده.

سرچینو زیاته کړې، د دې ماشوم خېټه په چاقو څېرې کړای شوې، ګردې او زړه یې ترې کښل شوي او وروسته یې جسد د سړک څنګ ته غورځولی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د دې نجلۍ د کورنۍ غړو ویلي، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري. هغوی د قاتلانو د پېژندنې او نیول کېدو غوښتنه کړې ده.

کونړ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ادعا کړې، چې د پېښې په تړاو یو تن د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په ټول هېواد کې جنايي پېښې، وژنې او د ښځو او نجونو ځان وژنې په بې مخینې توګه زیاتې شوې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه