د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غزني کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم و واژه

15 جون 2026
غزني کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم و واژه

انځور: رخشانه رسنۍ

غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د غزني ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

رخشانه: غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، دا پېښه پرون مازیګر (یکشنبې د غبرګولي ۲۴ مه) په «دشت کیوان» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ماشومانو پخوانۍ مرمۍ پیدا کړې او د هغې د لېږدولو هوډ یې کړی وو.

دې مرمۍ د ماشومانو لوري د لېږدولو پر مهال چاودنه کړې، چې په ترڅ کې یې یو ماشوم وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

وژل شوی ماشوم ۱۲ کلن وو. د دې پېښې د ټپیانو د عمر او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د هلمند سنګین ولسوالۍ کې دوه کړۍ پخوانیو ماین چاودنو یو ماشوم و واژه او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

هر کال په ټول هېواد کې لسګونه تنه په ځانګړې توګه ماشومان د جګړو مهال د پاتې شونو ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو قرباني کېږي. د یوناما د راپور له مخې، د دې چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

افغانستان په نړۍ کې د دریو هېوادونو څخه یو له تر ټولو ډېر په ماینونو او ناچاودو توکو لړلی هېواد دی.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه