د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې دوه ښځې او یو ځوان هلک نیولي دي

15 جون 2026
طالبانو هرات کې دوه ښځې او یو ځوان هلک نیولي دي

عکس: رسانه‌ی رخشانه

هرات ښار کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو دوه ښځې د ښار مرکز «لیلامیو جادې» او یو ځوان هلک په جبرئیل ښارګوټي کې نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

رخشانه: دوه باوري سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا درې تنه پرون سهار یکشنبې (د غبرګولي ۲۳ مه) لیلاميو جاده کې له فردوسي مارکېټ او جبرئیل له څوارلس متره څخه نیولي دي.

هرات ښار کې یوه سرچینه وايي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو پرون سهار، دوه ښځې د ماسک نه لرلو په دلیل، د ښار مرکز کې د لیلامیو جادې له فردوسي مارکېټ څخه ونیوې.

د هرات جبرئیل ښارګوتي کې یوې بلې سرچینې هم ویلي، پرون سهار یو ځوان هلک، د تېرې اوونۍ په لاریونونو کې د ګډون له امله، د طالبانو استخباراتو ونیوه. د سرچینې په وینا، دا ځوان هلک محصل وو.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو ځواکونه د دې ځوان هلک له نیولو وروسته، د یوه مارکېټ امنیتي کمرې هم د متعرضینو د پېژندنې په موخه له ځان سره یوړوې

د تېرې سې شنبې په ورځ، جبرئیل کې د لاریونونو کې د ګډون په تور د خلکو د نیولو او د طالبانو له خوا د دې اعتراضي غونډو د ځپلو په اړه د رسنیو رسنیو د پوښښ پروسه روانه ده.

په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې، د طالبانو استخباراتي ځواکونو لسګونه تنه، د هرات د جبرئیل ښارګوټي له بېلا بېلو سیمو نیولي دي.

د هرات د جبرئیل اوسېدنکو په وینا، د ښځو د نیونې او اعتراضي غونډو څخه د شاوخوا یوې اوونۍ په تېرېدو، لا هم د ښار او بازار په کچه د ښځو د حضور حالت تېر ته نه دی ګرځېدلی.

د «حجاب نه رعایت کولو په تور» د هراتي ښځو نیونه په داسې حال کې دویمې اوونۍ ته د ننه کېږي، چې د دې ولایت اوسېدونکو تر اوسه پورې دوه ځلې په اعتراضي لاریونونو لاس پورې کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

معترضانو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو خپل سرې نیونې ودروي، د دې غوښتنو سره سره، لا هم په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ دوام لري.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه