د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: هغه کس چې کابل کې یې درې نجونې په موټر وهلې وې ونیول شو

15 جون 2026
طالبان: هغه کس چې کابل کې یې درې نجونې په موټر وهلې وې ونیول شو

انځور: اېکس/ د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند- کابل

کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، هغه کس چې درې نجونې یې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې په موټر وهلې او ټپي کړې وې، نیول شوی دی.

رخشانه: ځدراڼ نن (دوشنبې د غبرګولي ۲۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یاد کس د نیولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، دا کس له خپل موټر سره یو ځای نیول شوی دی.
نوموړې د دې کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دې کس دوسیه د څېړلو په حال کې ده.

دې پېښه کې د ټپي شویو نجونو د روغتیايي وضعیت په اړه جزیات په لاس کې نشته.

څو ورځې وړاندې په یوه ویډیو کې چې په خواله رسنیو په پراخه کچه خپره شوې، لیدل کېږي، چې یو لنډکروزر موټر څو تنه نجونې وهي.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي، څو تنه نجونې، چې د سړک په غاړه روانې دي، ناڅاپه د یوه سپین رنګه موټر له خوا په سرعت وهلی کېږي او له سیمې تېښته کوي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو لیکلي، دا موټر د طالبانو ډلې د یوه غړي اړوند دی او هغه نجونې چې په موټر وهل شوې دي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په ټولنیزو شبکو د دې ویډیو له خپرېدو وروسته، کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اعلان وکړ، چې د دې پېښې عاملین پېژندل شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه