د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

امریکا کې افغان کډوالو افغان ښځو په ملاتړ اعتراضي غونډه وکړه

16 جون 2026
امریکا کې افغان کډوالو افغان ښځو په ملاتړ اعتراضي غونډه وکړه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د امریکا نیویارک کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه اعتراضي غونډه وکړه.

رخشانه: دا اعتراضي غونډه پرون دوشنبې د (غبرګولي ۱۵ مه) د امریکا نیویارک آیالت آلبني ښار کې د مېشتو یو شمېر افغان کډوالو له خوا جوړه شوه.

د دې غونډې ګډنواوالو ویلي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو د محدودیتونو په دلیل، له خپلو اساسي حقونو له هغې جملې د زده کړې، کار او آزادۍ له حق نه محرومې دي.

دوی زیاته کړې ده: «موږ رټول شوي یو تر څو د افغان ښځو او نجونو چې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي، په استازیتوب خپل غږ پورته کړو.»

امریکا کې مېشت کډوالو ویلي دي: «موږ د دې غوندې له لارې هڅه وکړه، چې نړیوالو ته وریاده کړو، چې افغان ښځې او نجونې نه دي هېرې شوې.»

دوی، په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او له نړوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

د دې اعتراضي غونډې ګډونوالو همدارنګه ویلي «د [افغان ښځو اونجونو] د عزت، برابرۍ او بشري حقونو لپاره روانه مبارزه د دوامداره پاملرنې او ملاتړ وړ ده.»

له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر امریکايي او اروپايي هېوادونو کې، د افغان کډوالو له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ اعتراضي غونډې جوړېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا اعتراضي غونډې له هغې وروسته زیاتې شوې، چې طالبانو تېره اوونۍ د هرات ولایت جبرئیل سیمه کې د «بې حجابۍ په تور» د ښځو او ځوانو نجونو د نیولو نوې لړۍ پیل کړې ده.

باوري سرچینې او راپورونه وايي، طالبانو شاوخوا ۳۰ ښځې او ځوانې نجونې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

طالبانو نه یوازې د ښځو او نجونو په نیونو لاس پورې کړی، بلکې د دوی پر ضد اعتراضي غونډې یې هم ځپلې، چې د راپورونو له مخې یو ماشوم او سړی په کې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو دې اقدام په کور د ننه او بهر د نړیوالو بنسټونو، مدني فعالانو او د بشري حقونو او ښځو مدافع بنسټونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه