د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: افغانستان کې له ۸.۸ میلیونه زیات ماشومان له درې ډوله اقلیمي خطر سره مخ دي

16 جون 2026
یونیسف: افغانستان کې له ۸.۸ میلیونه زیات ماشومان له درې ډوله اقلیمي خطر سره مخ دي

انځور: UNICEF

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی وايي، افغانستان کې له ۸.۸ میلیونه زیات ماشومان له کابو درې ډوله اقلیمي خطر سره مخ دي.

رخشانه: د یونیسف په راپور کې چې نن (سه شنبې د غبرګولي ۲۶ مه) خپور شوی راغلي، افغانستان د ماشومانو د زیانمنېدو له نظره سویلي آسیا کې په لوړه کچه کې دی.

د راپور له مخې، «په ۲۰۲۶ کې د ماشومانو اقلیمي خطرونه» له ۸.۸ میلیونه زیات افغان ماشومان، د سېلابونو، وچکالۍ، سختې ګرمۍ، تېزو طوفانونو او دوړو سره مخ دي.

یونیسف په خپل راپور کې وايي، افغانستان کې کابو ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي او له ۸.۸ میلیونه څخه زیات یې، چې ۴۱ سلنه ماشومان کېږي، د دې خطرونو سره مخ دي.

د دې راپور پر بنسټ، له ۷۵ سلنې زیات ماشومان، افغانستان کې د وچکالۍ، له ۵۰ سلنې زیات د اوږدو ګرمیو ځپو له خطر او له ۱.۷ میلیونه زیات ماشومان، د سیندونو د سېلابونو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، دا خطرونه د ماشومانو لپاره هغه خدمات چې د دوی پایښت، زده کړې او روغتیا ورسره تړلې ده، ګډوډوي.

افغانستان کې د یونیسف استازی ډاکتر تاج الدین اویوالي ویلي دي «افغان ماشومان همدا اوس د اقلیمي بحرانونو په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي، هغه څه چې دا وضعیت لا خطرناکه کوي، د ماشومانو د زیانمېدو سره د اقلیمي خطرونو هممهالتوب دی.»

هغه زیاته کړې، د روغتیا، تغدیې، اوبو، حفظ الصحی، زده کړو، د ماشومانو د ساتنې او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې د اقلیم مقاومت لرونکو خدماتو پیاوړتیا، د نن ورځې ماشومانو د ساتنې او د دوی د راتلونکې د خوندیتوب لپاره خواره مهمه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل راپور کې زیاته کړې، افغان ماشومان همدا اوس د سختې خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د دې بنسټ په وینا، وچکالۍ، سېلابونه او سختو ګرمیو، د خوړو نظامونه کمزوري کړي او پاکو اوبو ته لاسرسی کموي. هغه عوامیل چې د یونیسف په وینا، په سخته خوارځواکۍ تمامېږي.

یونیسف ټینګار کړی، چې نېږدې نیمايي افغان ماشومان د خوړو په سخت فقر کې ژوند کوي او د واکسیناسیون، روغتیايي خدماتو، نظافت او حفظ الصحې په برخو کې کمښت د زیانمنونکو ماشومانو لپاره خطرونه زیاتوي.

دې بنسټ ویلي «د اقلیمي بحران په وړاندې د ماشومانو خوندي کول په هغو خدماتو کې دوامداره پانګونې ته اړتیا لري، چې د دوی روغتیا، تغذیه، امنیت، ساتنه او زده کړې تضمینوي.»

یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب خدماتو لپاره د بېړني بودجې غوښتنه کړې، د هغو خدماتو چې وکولی شي د اقلیمي شاکونو د مخه، په جریان او وروسته د ماشومانو ساتنه وکړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه