د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هرات د جبرئیل لاریونونو کې ټپي شوی ځوان ومړ

16 جون 2026
د هرات د جبرئیل لاریونونو کې ټپي شوی ځوان ومړ

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د هرات حوزوي روغتون کې یوې باوري سرچینې رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې د جبرئیل ښارګوټي د یوې اوونۍ وړاندې لاریونونو کې، ټپي شوی ۱۷ کلن ځوان مرتضی کریمي ژوند له لاسه ورکړ.

رخشانه: د سرچینې په وینا، دا ځوان هلک د دوشنبې شپه (د غبرګولي ۲۵ مه) د هرات په حوزوي روغتون کې له یوې اوونۍ بسترېدو وروسته، د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

سرچینه وايي، دا ځوان هلک په دواړو زنګونونو کې په مرمیو لګېدلی او سخت ټپي شوی وو.

سرچینې زیاته کړې، هغه د سه شنبې (غبرګولي له ۱۹ مې) د حوزوي روغتون ځانګړې څانګه کې بستر وو او تېره شپه یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا سرچینه زیاتوي، د مرتضی ګردې د سخت خونرېږۍ او د وینې شریان د پرېکېدو له امله، له کاره لوېدلي وو او یوه ورځ تر منځ دیالېز کېده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ځوان هلک دوه درې ورځې د درملو په موټ ژوندی وو، خو تېره شپه یې ساه ورکړه.
د هرات د جبرئیل ښارګوټي لسګونو اوسېدونکو تېره اوونۍ، د طالبانو له خوا د بې حجابۍ په تور د ښخو او نجونو د نیولو په غبرګون کې په اعتراضي غونډه لاس پورې کړی وو.

طالبانو د دې اعتراضي غونډې د ځپلو په موخه، په لاریونیانو مخامخ ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې دوه تنه و وژل شول او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

په یوه ویډیو کې، چې د طالبانو له خوا د معترضینو ځپل ښيي او په خواله رسنیو خپره شوې، لیدل کېږي، یو ځوان چې آبي جامې یې په تن دي، په ټپي زنګونونو، د سیمې د اوسېدونکو له خوا په «رېکشه» کې لېږدول کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هرات جبرئیل کې ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو د دې اعتراضي غوندې له جوړېدو یوه اوونۍ وروسته هم، په دې لاریون کې د ګدونکوونکو د پېژندنې او نیولو په هڅه کې دي.

د طالبانو له لوري د هرات د جبرئیل اوسېدونکو د اعتراضي غونډې ځپلو د بشري حقونو او د بشري او ښځو د حقونو فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه