د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان خبریالانو مرکز: په دولتي ادارو کې په ځیرک تلېفونونو بندیز اطلاعاتو ته لاسرسی لا محدودوي

17 جون 2026
د افغان خبریالانو مرکز: په دولتي ادارو کې په ځیرک تلېفونونو بندیز اطلاعاتو ته لاسرسی لا محدودوي

انځور: ټولینزې شبکې

د طالبانو له خوا په دولتي ادارو کې د ځیرک تلېفونونو نه کارولو بندیز په ترڅ کې، د افغان خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو دا اقدام اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی لا محدودوي.

رخشانه: دې مرکز نن (چهارشنبې د غبرګولي ۲۷ مه) په یوه اعلامیه کې د طالبانو په دولتي ادارو کې په ځیرک تلېفون بندیز د بیان آزادۍ د کنټرول سیاست سختولو دوام بللی او هغه یې غندلی دی.

د افغان خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي، طالبانو له دې وړاندې هم د محدودیتونو په لګولو په ځانګړې توګه د ساه کښو انځور نه خپرولو سره، معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی محدود کړی وو، خو په دولتي ادارو کې د ځیرک تلېفون نه کارولو بندیز به اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی نور هم محدود کړي.

یاد مرکز زیاته کړې، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده، د تېرې اوونۍ یکشنبې ورځ (د غبرګولي ۱۷ مه) د دې ډلې له یو شمېر والیانو سره په کندهار کې د لیدنې پر مهال د ځیرک تلېفونونو نه کارولو امر صادر کړی دی.

دا مرکز وايي، تر اوسه پورې په پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کندوز، بغلان، بادغیس، بدخشان، هرات، هلمند او غزني ولایتونو کې دولتي کارکوونکو ته د ځیرک تلېفون نه کارولو ویل شوي او د دې پروسې جریان د یو شمېر نورو ولایتونو په دولتي ادارو کې هم پیل شوی دی.

د افغان خبریالانو مرکز ویلي، په دولتي ادارو کې د کارکوونکو له خوا د ځیرک تلېفون نه کارلو «اطلاع رسونه کنټرول او څاڅکی څاځکی» شوې ده.

دې مرکز په هېواد کې اطلاعاتو ته په لاسرسي د دغه محدودیتونو د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی وايي، دا «اقدام د بیان آزادۍ د ځپلو یوه نوې پاڼه ښيي، چې خبریالان او رسنۍ لا زیات تر اغېز لاندې راولي.»

د افغان خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې «د ټېکنالوژۍ او مصنوعي څرکتیا په دې پېر کې په ځیرک تلېفون بندیز د وروسته پاتې کېدو لوړه کچه ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې مرکز له طالبانو غوښتي، چې په دولتي ادارو کې پر اداري کارکوونکو د ځیرک تلېفون نه کارولو قانون لغوه کړي او د خلکو حقونو، بنسټيزو آزادیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته چې د خلکو یوه جدي اړتیا ده درناوی وکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه