زېبا بلخي
هغې په یوه داسې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې، چې کلونه کلونه د زوی په تمه وو، خو یوه نجلۍ یې د هیلو ځای ناستې شوه. کورنۍ یې پرېکړه وکړه، چې دا نجلۍ باید د هغه هلک په څېر ژوند وکړي، چې دوی ورته سترګې په لاره وو، تر څو یې کورنۍ د «بشپړتوب» احساس وکړي.
۲۰ کلنه خورشید* د یوې کورنۍ څلورمه لور ده، چې اووه لوڼه لري او زوی یې نشته. خورشید له درې کلنۍ په یاد لري، چې وېښتان به یې د هلکانو په څېر لنډول. د هلکانو جامې به یې اغوستې او په کور او د باندې ټولو هغې ته د یوه هلک په سترګه کتل.
دا د هغې نجلۍ کیسه ده، چې کلونه کلونه اړ شوه، د جنسیتي هویت تپلی بار په اوږو یوسي. د دې په خپل تعبیر، د رواني او ټولنیز تاوتریخوالي د کلونو تجربه، د هغه د ارادې خلاف ژوند کولو او په کور کې د هلک په توګه د جبري رول څخه نیولې د کور بهر د خپلو ملګرو له خوا د خندا، سپکاوي او رد کولو زغمل.
د خورشید د خوندیتوب په پار، د هغې د اوسېدو د کره ځای په اړه دې کیسه کې معلومات نه دي راغلي.
«خورشید څوک ده، نجلۍ که هلک؟» دا هغه پوښتنه وه، چې کلونه کلونه د هغو خلکو په سترګو او ذهن کې ځای وه، چې هغه یې له نېږدې نه پېژندله.
خورشید چې کله لویه شوه، ښه ترا پوهېدای شوای چې هغه یوه نجلۍ ده، خو جامې او بڼه یې د هلک په څېر وو. «تل به یې پسخد «مسخره» کولم، چې او هلکیه ته ولې د نجونو ښوونځي ته راځې. یا کله به چې ټولګي ته د ننه شوم ویل به یې، زموږ د ټولګي هلک راغی، یا به یې ویل، که نجلۍ وې نو ولې د نجونو په څېر جامې نه اچوې او ولې دې وېښتان د نجونو په څېر نه دي. کلونه کلونه د ښوونځي په چوکۍ کې یوازې کېناستم. تر پنځم ټولګي پورې همداسې وو، نجونو ویل هغه هلک دی او موږ یې تر څنګ نه کېنو. کوڅه کې به هم نجونو زما سره لوبې نه کولې، له ما یې تېښته کوله، ویل یې ځه ځه ته له هلکانو سره لوبې وکړه.»
سره له دې چې خورشید د نجونو په ښوونځي کې زده کړې کولې، خو بڼې یې له ټولو زده کوونکو سره توپیر درلود. په داسې حال کې، چې نورې نجونې به په معمول جامو کې لکه د یوه تور مانتو یا تور ټکري کې ښوونځي ته حاضرېدې، خورشید توره کرتۍ او پتلون اغوستل او یوازې سپین رومال به یې تر غاړه تاواوه.
پلار یې خورشید له ماشومتوبه هر ځای ورسره بېوله، مور به یې د هلکانو په څېر جامې ور اغوستې او د هلک په هغه نوم چې دوی ورته ټاکلی وو غږ به یې ورته کاوه. «کله چې ماشومه وم، له مور مې پوښتل، ولې د هلکانو په څېر جامې را اغوندې او د هلکانو په شان مې وېښتان پرې کوې؟ بیا به یې ویل، ځکه چې موږ دا په دغه ډول ډېره خوښوو او همدا ټول خوښ وو. ویل یې دا په دې ډول «دغه توګه» وینو، فکر کوو، چې خدای ج مور ته زوی راکړی دی.»
د خورشید په وینا، دا هویت نه د دې انتخاب وو او نه هم مخکنی د زده غوښتنه، بلکې هغه پرېکړه وه، چې پر ژوند یې تحمیل شوې وه.
په کوڅه، بازار، مېلمستیاوو او ان د نجونو په ښوونځي کې د ټولګیوالو تر منځ د هلک په څېر او د هلک په جامو کې راڅرګندېده او درس یې ویلو. په داسې حال کې، چې په زړه کې یې دا احساس کاوه، چې یوه نجلۍ ده، خو کلونه کلونه کېږي، چې د پلار او مور د خوښې لپاره د هلک په څېره کې ژوند کوي.
هغه کیسه کوي، د ښوونځي په لومړیو کلونو کې، په وار وار د خپلو ټولګیوالو له خوا پرې مسخرې او سپکاوی ورته شوی دی. نجونو به په اشارو او کنایو کې هغې ته خندل، د ټولګي له ۳۸ زده کوونکو، هېڅ یو چمتو نه وو، چې تر څنګ یې کېني. «ما ته به یې د ایزک غږ کاوه.»
په داسې حال کې چې د دغه ډول پېغور زغمل ورته سخت او ترخه وو، خو د خورشید په وینا، د دې لپاره مهمه دا وه، چې پلار او مور یې خوښ دي.
خو ټول څه هغه وخت بدل شول، چې طالبان واک ته ورسېدل. خورشید د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال ۱۶ کلنه او په نهم ټولګي کې وه.
خورشید ان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په همغه ډول په کوڅو کې ګرځېده. «په کوڅه کې به ټولو ویل ته نه وېرېږي، که کومه ورځ طالبان خبر شي، چې ته نجلۍ یې او ستونزه درته جوړه شي.»
خو د طالبانو د واکمنۍ په سیوري او د خورشید په ښوونځي کې د ګډون په لومړۍ ورځ د خپلې پخوانۍ جامې په خاطر یې ښوونځي ته د ننوتو مخه ونیول شوه. «ښوونکو ویل، ځه نور په دې وضعیت را نه شې، اوس جمهوریت نه دی، چې دا ډول راشې، هم به ځان په بلا اخته کړې او هم موږ.»
طالبان د دې ډول کار سخت مخالف دي. څه موده وړاندې دغې ډلې یوه ماشومه نجلۍ، چې درې کاله یې د هلک په جامو او نوم په یوه هوټل کې کار کاوه، ونیوه.
لږ تر لږه د خورشید لپاره دا مورد ډېر بد نه وو. هغې کولای شوای د خپل زړه په هویت او جامو کې ښوونځي ته ولاړه شي. خورشید تور مانتو اغوست او سپین ټکری یې په سر کاوه. دا په افغانستان کې د ښوونځي د نجونو معمول جامې وې. البته له طالبانو وړاندې.
خو د خورشید لپاره دې وضعیت ډېر دوام ونه کړ. هغه اړ شوه، چې د نجونو په ښوونځي کې د طالبانو اجباري جامې رعایت کړي. خورشید سره له دې، چې د طالبانو له اجباري حجاب سره موافقه نه ده، خو لږ تر لږه اړ هم نه وه، چې تر یوه تپلي هویت لاندې ژوند وکړي.
خورشید چې کله دا موضوع له پلار او مور سره شریکه کړه، هغوی ان دا وړاندیز ورته وکړ، چې په کور کېني. «ډېر مخالفت یې کاوه، خو ما هم مقاومت وکړ.»
د ځینو کلتوري او اقتصادي مسائلو له امله، یو شمېر کورنۍ د نجلۍ په پرتله د زوی لرل ښه ګڼي. په ځینو مواردو کې ان دا کلتور دې وضعیت د یوې غمیزې وضعیت هم ځان ته نیولی دی. داسې پېښې هم رامنځ ته شوې، چې یوې ښځې د لور رواړلو په خاطر ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د خورشید مور او پلار، ان تر اوسه پورې د خپلې لور د ریښتیني هویت سره جوړجاړی نه دی کړی. «د هلکانو په څېر خپلې ټولې جامې او بوټان مې لرې کړل تر څو مې مور او پلار په دې حقیقت پوه شي، چې نور زه اړ نه یم، چې د هلک رول ولوبوم. لا هم ما ته د زوی په نوم غږ کوي او کله کله د هلک نوم راته اخلي، خو باوري یم، چې ورو ورو به عادت شي، چې زما واقعیت ومني. مور او پلار مې تر اوسه له ما ناخوښه دي. له خبرو او چلنده یې پوهېږم.»







