د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو د آزادۍ شبکې کابل کې فعالیت پیل کړ

20 جون 2026
د ښځو د آزادۍ شبکې کابل کې فعالیت پیل کړ

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

یو شمېر افغان ښځو او نجونو د «ښځو د آزادۍ شبکه» جوړه کړې، چې موخه یې د ښځو د حقونو لپاره ملاتړ، د زده کړو فرصتونه پراخول او د ښځو پیاوړتیا ده.

رخشانه: د ښځو د آزادۍ شبکې (FWN) د اعلامیې له مخې، چې نن (شنبې د غبرګولي ۳۰ مه) رسنیو ته لېږل شوې، دا شبکه د بشري حقونو د ارزښتونو پر اساس، یو خپلواک او غیرانتفاعي بنسټ بلل شوی، چې د کابل دشت برچي سیمه کې جوړه شوې ده.

د دې اعلامیې پر بنسټ، د دې شبکې موخې، د نجونو لپاره د شخصي او آنلاین ښوونیزو ټولګیو پیلول، د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو چمتو کول، د روغتیا زده کړې پروګرامونو پلي کول، د ښځو او کورنۍ روغتیا په اړه پوهاوی لوړول او همدارنګه د ښځو او نجونو د کیسو مستند کول دي، تر څو د دوی وضعیت نړیوالې ټولنې ته منعکس کړي.

د ښځو د آزادۍ شبکې ټینګار کړي، چې د بشري حقونو، برابرۍ، عدالت او انساني کرامت په چوکاټ کې به د افغان ښځو او نجونو لپاره فعالیت کوي او ژمن دي، چې د ښځو غږ به تر نړیوالو بنسټونو پورې رسوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د ښځو د ګډون شبکه، د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې، پیاوړتیا او ملاتړ لپاره جوړه شوې. موږ باور لرو، چې بدلون له ټولیز پیوستون او مقاومت څخه پیلېږي.»
د ښځو د آزادۍ شبکې له نړیوالې ټولنې، رسنیو، د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه چوپتیا غوره نه کړي او د ښځو د بنسټیزو حقونو او خپلواکیو د ملاتړ لپاره اساسي ګامونه تر لاس لاندې ونیسي.

د دې شبکې غړو دغه راز هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو تازه څپې ته، چې درېیمې اوونۍ ته د ننه شوې په اشارې، له روان وضعیت څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ویلي یې دي: «افغان ښځې د نړیوالې ټولنې ملاتړ، پیوستون او پاملرنې ته اړتیا لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د غبرګولي له ۱۵ مې، هرات کې د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ پیل کړې، هغه ګام، چې هرات او کابل کې یې د ښځو او نجونو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه