د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

روم کې اعتراضي غونډه: له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو غندل او د ښځو د وضعیت په اړه خبرداری

22 جون 2026
روم کې اعتراضي غونډه: له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو غندل او د ښځو د وضعیت په اړه خبرداری

انځور رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د ایټالیا پلازمېنه روم ښار کې لسګونو افغانو وګړو، د بشري حقونو فعالانو او ایټالویانو، د یوې اعتراضي غونډې پر مهال، له افغان ښځو سره په پیوستون کې، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول وغندل.

رخشانه: معترضینو پرون (یکشنبې د غبرګولي ۳۰ مه) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د دوام په اړه خبرداری ورکړ.

د دې اعتراضي غونډې ګډونوالو په یوه بیانیه کې له اورپايي هېوادونو وغوښتل، چې د دې وضعیت د عادي کېدو مخه ونیسي او دا په نړیوالو اړیکو کې په یوه منل شوي واقعیت بدل کړي.

همدارنګه ګډونوالو د دولتونو له لوري طالبانو ته د هر ډول مشروعیت ورکولو او له هغوی سره د اړیکو عادي کولو باندې اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ: «د ښځو د حقونو نه په پام کې نیول، د بشري حقونو له بنسټیزه اصولو څخه سترګې پټول دي.»

دې لاریونیانو له دولتونو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافع سازمانونو وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو او خپلواکیو د دفاع لپاره ګټور او عملي ګامونه پورته کړي.

په دې غونډه کې ګډنوالو په تورو ټوټو د خپلو خولو په تړلو، د لاسونو په اشارو د مرستې او د شعارونو په ورکولو سره یې د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دې پروګرام په یوه برخه کې، په افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو د زده کړو او کار موضوع د وضعیت په اړه اعتراضي نندارې وړاندې شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغان وګړو دا لاریونونه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ټاکل شوې اروپايي ټولنه بروکسل کې له طالب استازو سره یوه غونډه وکړي.

افغان وګړو تر اوسه پورې د آلمان، هسپانیا او استهکم په بېلا بېلو ښارونو او نړۍ په نورو هېوادونو کې اعتراضي غونډې تر سره کړې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، له طالبانو سره لیدنه، د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته سپکاوی بللی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه