د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ریچارد بنټ: بروکسل کې له طالبانو سره لیدنه افغان ښځو ته سپکاوی دی

22 جون 2026
بنټ: هرات کې د سوله ییزه اعتراضونو ځپلو په اړه اندېښمن یو

انځور: د ریچارد بنټ له پاڼې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ وايي، اروپا ته د طالبانو بلل او بروکسل کې د دې ډلې له چارواکو سره لیدنه، د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته سپکاوی دی.

رخشانه: ښاغلي بنټ نن (دوشنبې د چنګاښ اوله) په خپله اېکس پاڼه، د کډوالو د ستنولو په اړه د اروپايي ټولنې د نویو مقرراتو په اړه، د دې سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک له دریځ نه په ملاتړ لیکلي، چې د دې قانون پلي کېدل باید د بشري حقونو او د کډوالوالی له نړیوالو قوانیونو سره سمون ولري.
ښاغلي بنټ ټینګار کړی، چې افغان وګړي نباید په ناامنه شرایطو کې ونه ستنول شي.

همدارنګه هغه ویلي، بروکسل کې له طالب استازو سره لیدل، ښايي د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته سپکاوی وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمېشنر فولکر تورک تېره ورځ په یوه بیانیه کې، د کډوالو د ستنولو په اړه د اروپايي ټولنې پر نوي قانون اندېښنه وښوده ویې ویل، د اروپايي ټولنې غړې هېودونه نه شي کولی، د بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې درېیمګړو هېوادونو ته پرېږدي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د زیانمنونکو کسانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو نیول او درېیم هېواد ته لېږدول، د بشري حقونو سرغړونې لا زیاتوي.
په بیانیه کې راغلي دي: «هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږدول شي، چېرې چې دوی د بشري حقونو د جدي سرغړونو یا نورو نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ وي.»

ښاغلي تورک له اروپايي ټولنې او د هغو له غړو هېوادونو غوښتي، تر څو دا ډاډ تر لاسه کړي، چې د نویو مقرراتو پلي کول، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو، د کډوالو حقونو او په جبر د نه ستنولو له اصل سره سمون لري.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغه زیاته کړې، چې د دې ډول سیاستونو په پلي کولو کې له بشري حقونو او انساني کرامت څخه د ساتنې مسلې ته باید په قاون او عمل دواړو کې لومړیتوب ورکړل شي.

همدارنګه فولکر تورک ټینګار وکړ، چې د کډوالو ایستلو پورې اړندونه تصمیمونه باید د فردي ارزونو پر اساس ونیول شي او د اعتراضونو او غوښتنلیکونو د پروسې تر پای ته رسېدو پورې پلې نه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له اروپايي دولتونو غوښتي، چې په امنیتي مسائلو پورې د کډوالۍ له پیوند کولو ډډه وکړي او د کډوالو او پناه غوښتنې بحثونه، د واقعیتونو او انساني کرامت پر بنسټ مخ ته یوسي.

همدارنګه په دې بیانیه کې راغلي، د کډوالۍ په مسئله کې باید متوازن چلند وشي او اروپا په اقتصاد او ټولنو کې د کډوالو رول او برخې ته پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو د بېرته ستنولو د نوي قانون پر بنسټ، چې د می میاشتې په ۲۷ مه، د اروپايي ټولنې له خوا تصویب شو، د دې ټولنې غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې په درېیمو هېوادونو کې د «ستنول شویو کډوالو پنډغالي» په نومونو مرکزونه جوړ کړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه