د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جبرئیل اوسېدونکو له اعتراض وروسته، طالبانو یو مدني فعال نیولی او دوه ورځې یې بندي کړی

23 جون 2026
د جبرئیل اوسېدونکو له اعتراض وروسته، طالبانو یو مدني فعال نیولی او دوه ورځې یې بندي کړی

ځايي سرچینې وايي، د هرات ولایت د جبرئیل هزاره مېشتې سیمې د اوسېدونکو له اعتراض وروسته، د دې سیمې پر خلکو د طالبانو فشارونه زیات شوي او یو مدني فعال هم نیول شوی او زنداني شوی دی.

رخشانه: د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د سه شنبې ورځ د (غبرګولي ۳۰مه) ۴:۳۰ بجې د امان الله حسیني په نوم یو مدني فعال، د هرات ښار په آمریت څلورلاري کې ونیوه او د دوه ورځو لپاره یې زنداني کړ.

د سیمې د یوې کمرې په یوه ویډیو کې چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړې ښيي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین لومړی له ښايي حسیني سره خبرې کوي او وروسته هغه له ځان سره بیاي.

ښاغلی حسیني وايي، محتسبین وروسته له هغې، چې متوجه کېږي دی هزاره او د جبرئیل اوسېدونکی دی، له ځان سره یې بیايي.

ښاغلي حسیني و ویل: «څو دقیقې یې له ما سره خبرې وکړې، کله چې پوه شول هزاره او د جبرئیل اوسېدونکی یم، ویل یې حرکت وکړه او ان نه یې پرښودم، چې خپل تلېفون او واسکټ راواخلم.»

د هغه په وینا، طالبانو د ده د نیولو دلیل د «ږیرې خرېیل» بلل او دی یې څلورمې حوزې ته ولېږداوه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

نوموړی زیاتوي، د څېړنې پر مهال، د څلورمې حوزې آمر له ده څخه د جبرئیل په لاریونونو کې د ګډون په اړه پوښتنې وکړې.

حسیني و ویل: «ما ورته ویل، زه د ږیرې کلولو په خاطر دلته راوستل شوی یم، خو د حوزې امر ویل، نه احتمالآ ته د لاریونیانو له ډلې یې.»

هغه دوام ورکوي: «یوازې پوه شوم، چې زه یې د خپلې شخصي عقدې په خاطر بندي کړم، ځکه څوک چې لومړی وار یې وي، امربالمعروف ته یې بیايي، ژمنه ترېنه اخلي او خوشی کوي یې.»

ښاغلی حسیني له دوه ورځې بند وروسته، د یوه سني عالم په ضمانت خوشی شوی دی. د نوموړي په وینا، له ده ژمنه واخیستل شوه، چې که بیا د ږیرې کلولو په خاطر ونیول شو، نو د طالبانو محکمې ته به وروپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځايي سرچینو په وینا، وروسته له هغې، چې د هرات اوسېدونکو د طالبانو د محتسبینو له خوا د بې حجابۍ په تور، د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې لاریون وکړ، پر نارینه وو د طالبانو فشارونه زیات شوي او طالبان یو شمېر نارینه د ښځو سره د همکارۍ په تور نیسي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه