د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: اروپايي ټولنه باید د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام ودروي

23 جون 2026
د بښنې نړیوال سازمان: اروپايي ټولنه باید د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام ودروي

انځور: Marcus Yam via amnesty.eu

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د ایستلو هر ډول طرحه پرېږدي او له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو همکارۍ ته د پای ټکی کېږدي.

رخشانه: دې سازمان نن سه شبنه (د چنګاښ ۲ مه) په یوه بیانیه کې اعلان کړی، چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د «ستنولو لپاره خوندي نه دی» او د افغان کډوالو ایستل به د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د دې بیانیې پر بنسټ، اروپايي کمېسیون تازه طالب استازو ته د بروکسل د سفر بلنه ورکړې، تر څو د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو ورسره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې اروپايي هېوادونه هم د افغان کډوالو ایستلو لړۍ د چټکۍ غوښتونکي دي، سره له دې، چې افغانستان لا هم د انساني بحران، ناامنۍ او د بشري حقونو له پراخې سرغړونې سره مخ دی.

د بښنې نړیوال سازمان کې د اروپايي ټولنې د بنسټونو د دفتر مسوول ایو ګډي، وايي، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اروپايي ټولنې هر ډول هڅه، «بې مسوولیته، خطرناکه او د دې ټولنې د قانوني ژمنو ماتونکې» ده.

هغه ټینګار کړی، چې طالبانو پر افغانستان یو ځپوونکی نظام واکمن کړی، چې په کې د ښځو او نجونو په وړاندې سخت محدودیتونه، ربړونې، اجباري ناخوښېدا، خپلې سرې نیونې او سحرايي اعدامونه شته دي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو سیاستونه او خپله د ټولنې د بشري حقونو له معیارونو سره هم سمون نه لري او د ستنوونکو پر وړاندې ریښتیني خطرونه، له هغې جملې ربړونې، نیونې، ورکول او غچ اخیستنې په پام کې نه نیسي.

همدارنګه دې سازمان په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو د پراخې تېښتې صحنو ته هم اشاره کړې ویلي یې دي، د هغو خلکو د بېرته ستنولو هڅه، چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي وو، داسې هېواد ته چې «له پخوا څخه هم خطرناک» شوی دی، د منلو وړ نه ده.

د اروپايي ټولنې له خوا د طالبانو بلنه د افغان کډوالو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

په دې وروستیو اوونیو کې د نړي په یو شمېر ښارونو کې افغان کډوالو، له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د خبرو اترو په غبرګون کې اعتراضي غونډې کړې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه