د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بلجیم په بروکسل کې د کډوالۍ غونډه کې د کډون په موخه طالب پلاوي ته وېزې ورکړې

23 جون 2026
بلجیم په بروکسل کې د کډوالۍ غونډه کې د کډون په موخه طالب پلاوي ته وېزې ورکړې

د بلجیم دولت د دوشنې په ورځ اعلان کړی، چې د طالبانو د پلاوي پنځو غړو ته یې وېزې ورکړې، تر څو په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په غونډه کې ګډون وکړي، هغه غونډه، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې بنسټونو کې د دې ډلې کوربه توب کوي.

رخشانه: د رویټرز د راپور له مخې، د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا وېزې «د سیمې او وخت د محدودیتونو سره» ورکړې شوې، چې یوازې د بلجیم او یوې ورځې لپاره اعتبار لري.

د ویاند په وینا، دا وېزې له یوې امنیتي ارزونې وروسته د دوشنبې په ورځ صادرې شوې او د طالب پلاوي د سفر کره نېټه د امنیتي دلایلو له امله نه ده اعلان شوې. دوه اروپايي چارواکو هم رویټرز ته ویلي، دا وېزې یوازې د سه شنبې ورځې، جون ۲۳ مې لپاره د باور وړ دي.

اروپايي ټولنې ویلي، طالب استازي یې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د غیر قانوني افغان کډوالو د کډوالۍ او همدارنګه د استوګنې قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو په موخه، د خبرو اترو لپاره اروپا ته وربللي دي.

په ورته وخت، د بشري حقونو سازمانونو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې دا خبرې اترې ودروي. د بشري حقونو څار ډله کې افغان څېړونکې فرشته عباسي وايي: «له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو خوندیتوب او ځواب وینې ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې خلک داسې ځای ته واستوي، چېرته چې هغوی له خطر سره مخ وي.»

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي بنسټونو د دفتر مشر ایو ګډي هم ویلي، افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې ډېر خطرناک شوی دی.

د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې د کارکوونکو په ګډون له افغانستان نه د خلکو د تېښتې زړه بوږنوونکې شېبې لا هم زموږ په یاد کې تازه دي، دا د منلو نه ده، چې اروپايي ټولنه اوس غواړي افغانستان ته خلک ستانه کړي، چې دا کار په دې وروستیو کې خورا خطرناک شوی دی.»

دا خبرې اترې پر داسې مهال تر سره کېدوونکې دي، چې یو شمېر اورپايي دولتونو د امنیتي ګواښ په توګه د هغو افغان وکړو د ایستلو د زیاتوالي په لټه کې دي، چې په جدي جرمونو محکوم شوي. افغانستان ته ستنول، د ډېری اروپايي هېوادونو او طالبانو د حکومت تر منځ د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو د نشتوالي له امله محدود پاتې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دا خبرې اترې په افغانستان کې د بشري ناورین د سختېدو سره هم مهاله تر سره کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې، روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي، له هغې جملې له شپږم ټولګي بره د نجونو په زده کړو بندیز او پوهنتونو ته د ښځو پر ننوتلو بندیز، د هغوی پر کار او ګرځېدو پر آزادۍ سخت بندیزونه. ملګرو ملتونو په وار وار دا بندیزونه غندلي او خبرداری یې ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه