د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې یوه ښځینه ډاکتر په مرموز ډول وژل شوې

23 جون 2026
ننګرهار کې یوه ښځینه ډاکتر په مرموز ډول وژل شوې

انځور: رخشانه رسنۍ

ځايي سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکتر په خپل کور کې وژلې ده.

رخشانه: د سرچینو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۳۱ مه) د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند د «کابل کمپ» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
دوو سرچینو چې نه غوښتل نوم یې واخستل شي ویلي، دا ډاکتره ګلالۍ نومېده، د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکې وه او د همدې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې یې دنده تر سره کوله.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس، وسله وال کسان د شپې مهال د هغې کور ته ورغلي، تر سختې ربړونې وروسته یې ګلالۍ، خفه کړې او وروسته یې په قتل رسولې ده.

د دې ډاکترې د کورنۍ یو تن غړي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي، وسله والو کسانو د ګلالۍ پلار هم وهلی ټکولی، لاس یې ورمات کړی او وروسته یې تړلی او په همغه حالت کې یې پرېښی دی.

د کورنۍ د دې غړي په وینا، ګلالۍ څو میاشتې وړاندې په یوه غږیز پیغام کې شکایت کړی وو، چې د طالبانو ځینو غړو له هغې ناسمې او غیر اخلاقي غوښتنې درلودې، خو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه هېڅ ډول رسمي ګام نه دی پورته کړی.
هغه زیاته کړې، ګلالۍ د کورنۍ یوازې ډوډۍ موندونکې وه، چې د خپلې کورنۍ لګښتونه یې برابرول.

ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه