د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اروپايي ټولنې د استازو پرانستی لیک، «له طالبانو سره تعامل باید ودرول شي»

23 جون 2026
د اروپايي ټولنې د استازو پرانستی لیک، «له طالبانو سره تعامل باید ودرول شي»

عکس: European Union 2020 - EP

د اروپايي پارلمان لږ تر لږه ۲۵ غړو، د المان د بوندسټاګ استازو او د افغانستان د پارلمان پخوانیو استازو، په یوه پرانستي لیک کې، د اروپايي کمېسیون مشر اورزولا فون درلاین او د بلجیم له لومړي وزیر بارت د وور څخه غوښتي، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل ودروي.

رخشانه: په دې لیک کې چې نن (سه شنبې د چنګاښ ۳ مه) د اروپايي کمېسیون مشر او د بلجیم لومړي وزیر ته لېږل شوی، لاسلیک کوونکو د اروپايي ټولنې له خوا د کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره د طالب پلاوي په بلنه اندېښنه ښودلې ده.

دوی په دې لیک کې ټینګار کړی، چې له دې ډلې سره هر ډول توافق، باید په ۲۰۲۱ کال کې د ټاکل شویو شرایطو پر اساس تر سره شي.

لاسلیک کوونکي وايي، طالب استازو سره هر ډول رسمي لیدنه، هغوی ته د وېزو ورکړه او یا له هغوی سره خبرې اترې، دې ډلې ته مشروعیت ورکوي او کېدای شي د «اړیکو په عادي کولو» تعبیر شي. هغوی خبرداری ورکړی، چې طالبان له دا ډول فرصتونو د نړۍ په کچه د خپل سیاسي ځاي ځایګي د پیاوړتیا لپاره کار اخلي.

همدارنګه د دې لیک لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی، چې د سیاسي تعامل سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د همکارۍ تړل به احتمالي پایلې ولري.
دوی
دوی د جرمنی له خوا طالبانو ته د قونسلګریو د سپارولو تجربې ته په اشارې، د کډوالو او سیاسي مخالفینو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي د اندېښنو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د لاسلیک کوونکو په وینا، په داسې حال کې، چې ډېری هغه افغان وګړي له اروپايي هېوادونو سره همکاري کوي، لا هم له خطر سره مخ دي، طالبانو ته د یوه پلېټ فارم ورکول او سیاسي لاسرسی د اروپا د لومړیتوبونو په اړه ناسم پیغام ورکوي.

د اروپايي پارلمان غړې ډاکترې هانا نویمن له طالبانو سره د خبرو لپاره د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۱ کال شرطونو ته په اسارې ویلي، څلور شرطونه ټاکل شوي ووو چې په کې بشري حقونو ته درناوی، بشري مرستو ته له ځنډ پرته لاسرسی، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه ټول ګډونه حکومت پر لور حرکت کول شامل دي، خو تر اوسه دغه شرطونه یو هم نه دی پر ځای شوی.
د هغې په وینا، د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو لپاره خورا خراب شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه مېرمن نویمن ټینګار کړی، چې اروپا نه باید د کډوالو د ایستلو په تړاو د تړونونو په بدل کې خپل اصول پرېږدي.

په دې لیک کې همدارنګه له عامه ځایونو د ښځو او نجونو سیستماتیک حذف ته اشارې شوې او دا وضعیت «جنستي توپیر» ته ورته بلل شوی، هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي او کارپوهان هم پرې ټینګار لري.

دغه راز لاسلیک کوونکو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له مدني ټولنې په ځانګړې توګه له ښځو ملاتړ وکړي، د بشردوستانه وېزو صادرلو لپاره خوندي لارې برابرې کړي او د افغانستان په اړه د نړیوالې جنايي محکمې د پلټنو په ګډون په فعاله توګه د نړیوال عدالت پروسو څخه ملاتړ وکړي.

دا لیک د اروپا او المان پارلمانونو او د افغانستان د پارلماني شبکې د غړو په ګډون د اروپايي او افغان سیاستوالو، فیلیس پولاټ، هانا نویمن، فوزیه کوفي، الیسیندرا مورټي، هیلده ووتمنس، لوئیزه آمسبرګ، ماکس لاکس او یو شمېر نورو غړو له خوا لاسلیک شوی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه