د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له طالبانو سره د اروپايي ټولنې لیدنه، افغان ښځې یې د طالبانو د حکومت عادي کولو نښه بولي

24 جون 2026
له طالبانو سره د اروپايي ټولنې لیدنه، افغان ښځې یې د طالبانو د حکومت عادي کولو نښه بولي

انځور: Shutterstock/Alexandros Michailidis via euractiv.com

طالب استازو په ۲۰۲۱ کې واک ته له رسېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره پرون سه شنبې د (چنګاښ ۲مه) بروکسل کې د اروپايي ټولنې چارواکو سره ولیدل. دغه غونډه چې موخه یې له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو ستنول وو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالانو له سختو غبرګونو سره مخ ده.

رخشانه: د رسنیو د راپورونو له مخې، بلجیم له دې وړاندې د طالبانو د پنځو استازو لپاره یوې ورځنۍ وېزې چې یوازې د بلجیم تر خاورې محدودې دي، صادرې کړې دي. دا لیدنه د اروپايي کمېسیون او سویډن په ګډ کوربتوب او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د استازو په ګډون اروپا کې جوړه شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله فسبوک پاڼه دا یو «تاریخي» لیدنه بللې وايي، دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان له حکومت نه یو پلاوی د اروپايي کمېسیون او د دې ټولنې د غړو هېوادونو سره په بروکسل کې خبرې اترې کوي.

اروپايي کمېسیون هم ټینګار کړی، چې دا غونډه د طالبانو په رسمیت پېژندنه نه ده، خو د بشري حقونو فعالان دا بیان کافي نه بولي.

د ښځو د حقونو فعاله شهزاد اکبر وايي، په نړیواله کچه د طالبانو د حضور ورځ تر بلې عادي کول، د نړیوالې ټولنې له لوري د افغان ښځو او نجونو له حق او انساني کرامت نه یو ډول انکار کول دي.
د هغې په وینا، د نړۍ له خوا د طالبانو د ښځو ځپوونکو سیاسیتونو ورځ تر بلې منل، افغان ښځې د ګڼ شمېء جبهوو په وړاندې درولې، له هغې جملې د همغه اروپايي دولتونو په وړاندې، چې ځان د «بشري حقونو ملاتړي» بولي.

د بشري حقونو څار ډله کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو لپاره یو «لوی شرم» دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغې ټینګار کړیو چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په خوندیتوب او حساب و کتاب ورکولو پورې تړلی وي، نه ګواښ ته د انسانانو په لېږلو.

د هغې په وینا، اروپايي هېوادونه له یوې خوا د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونو په غندلو او له بلې خوا د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره په همکارۍ کولو خپل اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې خبرداری ورکړیو چې د افغان کډوالو ستنول یوه داسې هېواد ته چې «له پخوا څخه هم خطرناک» شوی دی، د منلو وړ نه ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته تر نن پورې، له شپږم ټولګي بره نجونې له زده کړو بندې کړې، د ښځو تګ راتګ یې محدود کړی او د «امربالمعروف» په نوم قوانینو سره یې د ښځو کار او د بیان آزادي په شدت سره را کمه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه