د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اروپا پارلمان غړې: بروکسل ته د طالبانو بلنه «لویه تېروتنه» وه، له افغانانو بښنه غواړم

24 جون 2026
د اروپا پارلمان غړې: بروکسل ته د طالبانو بلنه «لویه تېروتنه» وه، له افغانانو بښنه غواړم

Raquel García Hermida-van der Walle/Instagram

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې روشل ګارسیا هرمیدا د اروپا پارلمان په علني غونډه کې، بروکسل ته د طالب پلاوي د بلنې له امله، له افغانانو بښنه وغوښته.

رخشانه: روشل ګارسیا هرمیدا له اروپايي ټولنې سره د طالبانو له لیدنې یوه ورځ وروسته، د اروپايي ټولنې پارلمان په یوه علني غونډه کې و ويل: دا ګام «لویه تېروتنه» وه او د اروپا پارلمان ونه توانېده، چې د ۴۵۰ میلیونه اروپايي وګړو مقام څخه «د یوې ترهګرۍ ډلې له عادي کولو» دفاع وکړي.

هغې همدارنګه پر دوام ویلي: اروپایان حق نه لري له نورو غواړي، چې د بشري حقونو او جنسیتي توپیر د موضوع په اړه باور وکړي، په داسې حال کې، چې خپله یې طالبان د خبرو اترو او چای څښلو لپاره بروکسل ته راکشوي.

هرمیدا په سختې نیوکې سره وايي: «دې پارلمان ونه شوای کولی، د دې لېونتوب مخینوی وکړي، د اروپايي سیاست او دیپلوماسۍ په مرکز، په بروکسل کې د طالبانو مېز ته کېنولو لېونتوب. زه بښنه غواړم. موږ هر هغه څه وکړلو چې کولی مو شوای، له دې ځایه غواړم د هغو ښځو غږ شم، چې په افغانستان کې د خبرو کولو حق نه لري.»

د اروپايي کمېسیون له خوا د طالب پلاوي بلنې او د دې ډلې پنځو غړو ته د وېزې ورکړې، په اروپا او د بشري حقونو د فعالانو تر منځ د سختو نیوکو څپه راپورته کړې ده.

اروپايي چارواکو ویلي، دا غونډه «فني» وه او موخه یې د افغان کډوالو بېرته ستنول دي، خو نیوکه کوونکي وايي، له طالبانو سره هېڅ ډول خبرې «فني» نه دي او هره رسمي لیدنه، په ضمني ډول د دې ډلې د منلو په مانا دي.

همدارنګه د اروپايي پارلمان غړې ډاکتر هانا نویمن پرون په یوه جلا بیانیه کې اعلان وکړ، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کې د اروپايي ټولنې ټاکل شوي هېڅ یو معیار نه دی رعایت کړی او په دې موده کې یې د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي.

هغې ویلي، اروپا نه باید خپل اصول، د توافق له لارې د کډالو د ایستلو لپاره پرېږدي.
له دې لیدنې وړاندې د اروپايي پارلمان لږ تر لږه ۲۵ تنو غړو، د المان د بوندستاګ او افغانستان د پارلمان پخوانیو استازو، د اروپايي کمېسیون مشر اورزولا فون در لاین او د بلجیم لومړي وزیر بارت د وور، څخه غوښتي وو، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې لیدنه ودروي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په ورته وخت په اورپا او افغانستان کې یو شمېر معترضو مېرمنو د یوې بیانیې په خپرولو او اعتراضي غونډو سره دغه بلنه «افغان ښځو او نجونو ته سپکاوی» بللی وو.
دې ښځو ټينګار وکړ، چې طالبانو په تېره نېږدې پنځه کلنه واکمنۍ کې، له زده کړې، کار او اساسي خپلواکیو څخه په محرومولو سره، په نړۍ کې د ښځو ځپلو یو تر ټولو سخت نظام رامنځ ته کړی دی.

د نیوکو له زیاتېدو وروسته، ځینې اروپايي سیاستوالو، طالبانو ته د وېزې ورکړې په تګلاره کې د روڼتیا غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه