د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو دایکنډي کې د نجونو یوه ښوونځي آمره د ځیرک تلېفون لرلو په تور نیولې

24 جون 2026
طالبانو دایکنډي کې د نجونو یوه ښوونځي آمره د ځیرک تلېفون لرلو په تور نیولې

انځور: ټولنیزې شبکې

دایکنډي ولایت کې ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو په مرکز بندر کې د نجونو د یوه ښوونځي آمره د ځیرک تلېفون نه ورسپارلو په تور نیولې ده.

رخشانه: د دایکنډي ولایت بندر او سنګ تخت ولسوالۍ کې دوه سرچینو د هویت پټ ساتلو سره په رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالب ځواکونو د دوشنبې (چنګاله اولې) په ورځ د ځیرک تلېفونونو ټولولو په موخه د نجونو یوه ښوونځي ته ورغلي او د دې ښوونځي مشره یې ونیوه.
د سرچینې په وینا، دا ښځه له څو ساعته بند وروسته، د دوشنبې په ماښام خوشي شوې ده.

سرچینه وايي، نیول شوې ښځه طیبه حافظي، په مرکز بندر کې د نجونو د لېسې مشره وه.
سرچینې زیاتوي، نوموړې وروسته له هغې ونیول شوه، چې طالب ځواکونو ته یې د ورسره ځيرک تلېفون له سپارلو ډډه وکړه.
یوې بلې سرچینې هم ویلي، طالب ځواکونو د وسلې په زور د دویم او درېیم ټولګي زده کوونکې غوښتې وې، تر څو هغه پټ ځایونه وروښيي، چې زده کوونکو نجونو په کې خپل تلېفونونه پټ کړي وو.

دا سرچینه زیاتوي، طالبانو له دې پېښې مخکې په شفاهي ډول د دولتي ادارو، پوهنتونونو او ښوونځیو کارکوونکو ته د ځیرک تلېفون نه کارولو او راوړلو ویلي وو.

د طالبانو په ملکي او نظامي ادارو کې د ځیرک تلېفون نه کارول او نه راوړلو امر، د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه، په پنجشېر ولایت کې صادر شو او وروسته یې لمن نورو ولایتونو ته پراخه شوه.

ویل کېږي د ځیرک تلېفونونو نه کارولو امر د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا صادر شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په وروستیو اوونیو کې هم د طالبانو یو شمېر غړو د دې فرمان څخه په ملاتړ، داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې په هغو کې خپل ځیرک تلېفونونه ماتوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه