د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: په دیپلوماسی کې د ښځو ګډون، افغانستان کې د تلپاتې سولې شرط دی

24 جون 2026
یوناما: په دیپلوماسی کې د ښځو ګډون، افغانستان کې د تلپاتې سولې شرط دی

انځور: د یوناما له دري پاڼې

افغانستان کې د یوناما مرستندویه پلاوي (یوناما) په دیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په نړیوالو همکاریو او سولې مخ ته وړلو کې د ښځو د رول پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغان ښځو او نجونو لپاره یې د برابرو فرصتونو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې.

رخشانه: یوناما نن چهارشنبې د (چنګاښ ۳ مه) په دیپلوماسۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په خپله فسبوک پاڼه ویلي دي: ديپلوماته مېرمنې یوازې په نړیوالو اړیکو کې ګډونکوونکې نه دي، بلکې رهبرانې، د سولې منځګړې او د برابرۍ مدافعانې دي، چې په خپله زده او تجربې سره د عادلانه او ثبات لرونکې نړۍ رامنځ ته کولو لپاره مرسته کوي.

یوناما د افغانستان وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، په عمومي ژوند او د تصمیم نیولو په پروسو کې د شځو د معنوي ونډې تامینول لا هم اساسي ارزښت لري او د تلپاتې سولې او هېواد د روښانه راتلونکې ترلاسه کولو لپاره د ښځو حضور او غږ اړین دی.
دې بیانیې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو لپاره د برابرو فرصتونو برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی، تر څو وکولی شي زده کړه وکړي، مشري وکړي او د ټولنې په ټولو ساحو، له هغې جملې په ديپلوماسۍ او عمومي خدماتو کې ګټور رول ولوبوي.

یوناما بیان کړې، د ښځو بشپړ او مانا لرونکی ګډون نه یوازې یو اساسي حق، بلکې دا د پیاوړې، لا زیاتو زغم وړ او سوله ییزه ټولنو تر لاسه کولو لپاره یو شرط دی.

دا بیانیه په داسې شرایطو کې صادره شوې، چې ښځې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په دولتي بنسټونو، رسمي دیپلوماسۍ او د عمومي ژوند په ډېری ساحو کې، د طالبانو د حکومت له خوا محرومې ساتل شوې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه هېڅ یوه ښځه په خپل ديپلوماتیک جوړښت کې نه ده منلې او په بهر کې د طالبانو سفارتونه او استازولۍ هم ښځینه کارکوونکې نه لرې.

د بشري حقونو بنسټونو په وار وار دا محدودیتونه «جنستي توپیر» بللی او د ښځو په وړاندې د طالبانو د فرمانونو لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده. د دې بنسټ د مخکنیو راپورونو له مخې، له کار، زده کړو، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو د ښځو محرومیت، د افغانستان پر اقتصاد، نظام جوړتیا او نجونو په راتلونکو پراخې اغېزې لرلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په ورته وخت کې د یونسکو د راپورنو له مخې، پر افغانستان د طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې، له ۸۰ سلنه زیاتې ښځینه خبریالانو او په رسنیو کې کارکوونکو، خپلې دندې له لاسه ورکړې او همدارنګه ۲.۲ میلیونه نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه