زحل آزاد
شمیم*، د روغتون له ګڼې ګوڼې ډک دهلېز په پای کې د ډاکتر نوبت ته انتظار ناسته وه. څېره یې د یوې مور په پرتله چې روغتون ته یې خپل ماشوم راوستی وي، د ښوونځي یوې زده کوونکې ته ورته ښکارېده.
سترګې یې لږ شاوخوا غړېدلې. کله چې ورنېږدې شو او له هغې مې د دې په غېږ کې ماشوم په اړه پوښتنه وکړه، پرته له دې چې سر پورته کړي، سوکه یې و ویل: «خپل زوی مې دی.»
لنډ ځواب، خو ګواګي یو تریخ واقعیت، هغه کلونه چې باید د ښوونځي د چوکۍ تر شا او د کتابونو منځ کې تېر شوی وای، خو د کم عمره واده، له وخت وړاندې مور کېدو او کورني تاوتریخوالي زغملو سره یې غوټه خوړلې ده.
د شمیم کیسه یوازې د یوه شخص کیسه نه ده، د هغه واقعیت یوه برخه ده، چې زیاتې افغان نجونو ورسره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) د اعلامیې له مخې، د طالبانو په واکمنېدو سره، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې کړای شوې دي.
که څه هم په وروستیو کلونو کې د کم عمره ودونو په اړه تازه او تفکیک شوې شمېرې په لاس کې نشته، خو یونیسف او د ملګرو ملتونو بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې، چې کله طالبان بیا راغلي، د زده کړو محدودیت او اقتصادي فشار له امله، په افغانستان کې د کم عمره ودونو خطر زیات شوی دی.
د شمیم سرګذشت د همدې اندېښنو بیانوونکی دی، هغه نجلۍ چې له ښوونځي تر پاتې کېدو وروسته یې په تنکۍ ځوانۍ کې واده وکړ او اوس په ۱۷ کلنې کې په داسې حال کې خپل زوی په غېږ کې اخلي، چې وايي، هیله یې د تحصیل دوام او پوهنتون ته تګ وو.
شمیم د یوه اووه میاشتني زوی مور ده او د کابل ښار په ۱۳ مه ناحیه کې ژوند کوي. هغه وايي، یونیم کال یې له واده تېرېږي او تر شپږم ټولګي پورې یې درس لوستی دی.
د زده کړو له دوام تر محرومېدو وروسته، د کورنۍ په تصمیم د خپل پلار یوه نېږدې سړي ته په نکاح ورکړل شوه. هغه د ښوونځي په پنځم ټولګي کې وه، چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد. یو کال یې په دې تمه چې خپله هغه «بې مانا» بولي تېر کړ، هیله و دې ته وه چې د ښوونځیو دروازې به بیا له شپږم ټولګي بره نجونو پر مخ پرانستل شي.
خو دا پېښه رامنځ ته نه شوه او د ۱۴۰۳ کال د ژمي په پیل او د ښوونیز کال په پای ته رسېدو سره یې، پلار هغه د دوه سوه پنځوس زره افغانیو په بدل کې، له خپلوانو یوه سړي ته، چې کابو ۲۹ کلن وو ورکړه. «… لور نه لري او مېرمن یې هم نور د کور کارونه نه شي کولی، دومره یې زموږ کور ته تګ راتګ وکړ، چې بلاخره پلار مې ورته مثبت ځواب ورکړ. د همغه کال په پسرلي کې کوژدن شوم، ډېر مې وژړل او کورنۍ ته مې زاری وکړې، چې ما ته مېړه مه کوۍ، خو چا غوږ ونه نیوه. هر ځل به مې چې مخالفت کاوه، په کور کې مو جنجال جوړېدا او ان دوه – درې ځله د همدې مخالفت له امله د پلار له خوا و وهل شوم.»
شمیم وايي، د خاوند په کور یې ورځې په درندو او پرلپسې کارونو باندې تېرېږي، د کالیو له منځلو او د کورنۍ غړو ته د ډوډۍ پخولو نیولې بیا د هغه کارونو ترسره کولو پورې، چې د دې په وینا د عمر سره یې درانده دي. هغه د دې مسوولیتونو تر څنګ، د خاوند له تاوتریخوالي ډک چلند څخه هم وايي او زیاتوي، دې شرایطو ورته ژوند سخت او ستومانه کړی دی.
په روغتون کې د شمیم له لومړۍ لیدنې دوه ورځې وروسته د هغې کور ته ورغلم، هغې په داسې حال کې، چې هڅه یې کوله د خپل اووه میاشتي ماشوم ژړا غلې کړي و ویل: «کار مې پخول او منځل دي. غټې غټې د اوبو بوشکې ډکوم له څلور – پنځه کوڅې لاندې ځای څخه یې راوړم، خو څوک خوښ نه دي وايي، نازولې یې او کار د نه دی زده، ان اجازه نه لرم چې د مور کره لاړه شم.»
شمیم لکه څنګه چې د خپل ماشوم په غلي کولو بوخته ده، له اوښکو په ډکو سترګو دوام ورکوي: «یوه ورځ مې ملا ډېر درد کاوه، زما د مېړه ورور غوښتل حمام وکړي، خو ما ونه شوی کولی سطل تر حمام پورې ورته یوسم. د همدې لپاره یې خپله یووړ، د همغې ورځې په شپه مېړه و وهلم او ویل یې، ولې د پرېښود چې ورور مې خپله کار وکړي؟ که مو ګاونډیان و ویني څه به وايي؟ شرم دی، چې یو نارینه د کور کارونه تر سره کوي.»
دا د ستونزو یوازینۍ یوه برخه ده چې شمیم ورسره مخ ده، هغه څه چې هغې ته ډېر کړاو ورکوي، هغه په داسې عمر کې مور کېدل دي، چې لا هم خپله د هغې لپاره ځان چمتو نه بولي.
هغه وايي، د زوی په غېږ کې اخیستو څخه وېرېږي، اندېښمنه ده، چې له لاسه یې ونه لوېږي او لا هم نه پوهېږي، چې څه ډول د هغه پالنه وکړي. «کله چې ژاړي، زه هم ورسره ژاړم، چې ناروغ شي، نه پوهېږم څه باید وکړم. کله چې تازه نړۍ ته راغلی وو، اصلآ په دې نه پوهېدم چې څه ډول یې غېږ کې واخلم او شیدې ورکړم. د زوی تر یوې میاشتې کېدو پورې مې هره ورځ مور راته راتله او مرسته یې راسره کوله.»
هغې هیله درلوده، چې ښوونکې شي او یوه ورځ پروان کې خپل کلي ته بېرته ولاړه شي او د هغه ځای نجونو ته زده کړه ورکړي، خو د ښوونځیو دروازو په تړلو سره، دې هیلو خپل ځای کم عمره واده او په ماشومتوب کې مور کېدو ته پرېښود.
شمیم لا هم چې د خپلو خوبونو او ښوونځي په اړه خبرې کوي سترګې یې ځلېږي. په لېوالتیا سره وايي: «له دري مضمون سره مې ډېره جوړه وه، د شعر او کیسو له کتابونو سره. تل مې غوښتل پوهنتون ته لاړه شم. زموږ په کلي کې دېرې کمې نجونې ښوونځي ته ځي او ما په خپلو خوبونو کې تل ځان هغوی ته د درس ورکولو په حال کې انځوراوه.»
د دې خبرو په کولو سره، بیا سر ښکته کوي او خپل ماشوم، چې نور یې ژړا غلې شوې، د کوټې په کونج کې څملوي. په خواشینۍ سره وايي: «کله چې خپلې همځولې نجونې وینم، چې لا هم زده کړې کوي، جګرخون کېږم، که مې واده نه وای کړی شاید د ډېرو په څېر به کورس ته تلای یا به مې په پټو ښوونځیو کې درس لوست، خو داسې ونه شول او په بدل کې یې مور شوم، هغه هم په داسې عمر چې خپله لا وړه وم.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا، یوه میاشت وړاندې ویلي دی، چې په افغانستان کې د میندو مړینه په هرو ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ مورده ده.
په کم عمر کې زېږون په افغانستان کې د مېندو د مړینې یو له اصلي عواملو څخه دی.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د میندو د مړینې د زیاتوالي او د کم عمره نجونو د زېږون کچې لوړوالي په اړه خبرداری ورکړی وو.
شمیم وايي، د امیدوارۍ دوره ورته خورا ستونزمنه وه. په لومړیو میاشتو کې یې د ادرار پر مهال له شدید سوځېدو او سخت زړه بدوالي څخه رنځ وړو او په وروستیو میاشتو کې هم د بندونو او عضلاتو دردونه، په شپو شپو بې خوبۍ او بې قرابرۍ سره مله وه.
د بدني بدلونونو سره سمون هم د هغې لپاره آسانه نه وو. «له ځانه مې بد راتلل او له خېټې مې، چې ورځ تر بلې لویېدله. شرمېدم چې د باندې ووځم او ډېر وخت به کور ناسته وم، ډېره خفه او ستومانه وم.»
په همغه وخت کې هم له هغې دا انتظار کېده، چې د کور ټول مسوولیتونه یوازې پر غاړه یوسي. هغې په ورځنیو کارونو سربېره، په اوونۍ کې دوه درې ځله د مېړه د کورنۍ له مېلمنو هم پالنه کوله: «همدا چې د خوړو، غوړیو یا پیاز بوی به مې تر سپږمو شو، وضعیت به مې خراب شو او دومره کانګې مې کولې، چې نور به هېڅ سېک را په کې نه وو.»
د شمیم لپاره زېږون هم یوه سخته او وېرونکې تجربه وه. هغه وايي کابو دوه میاشتې یې شپه او ورځ دردونه درلودل. «له غرمې وروسته وو، چې روغتون ته ورسېدو. ډاکتر وویل ستا د حوض هډوکي تنګ دي او کېدای شي جراحۍ عملیاتو ته اړتیا وي. ان ویل یې کېدای شي د ماشوم ژوند هم په خطر کې وي، ډېره وېرېدلې وم، له عملیات نه وېرېدم، هره شېبه به مې چې درد زیاتېده، له ځان سره مې ویل، کاش خدای مې ژوند واخلي او خلاصه شم.»
هغې ساعتونه ساعتونه له اوږدو دردونو سره په روغتون کې تېر کړل او د شدید زړه بدوالي په دلیل یې د څه شي د خوړلو توان نه درلود. «ټول ویل باید یو څه وخورم، تر څو د زېږون پر مهال یو څه شیمه ولرم، خو نه مې شوای کولی. هر څه مې چې خوړل، کانګې مې پرې کولې او په بدن کې هېڅ سېک نه وو راپاتې.»
په پای کې له ساعتونو دردونو او انتظار تېرولو وروسته، ډاکترانو تشخیص کړه، چې طبیعي زېږون امکان نه لري او هغه د جراحۍ تر عملیاتو لاندې شوه. «عملیات خونې ته تر تګ مخکې، له شدید زده بدوالي او ژړا څخه بې هوښه شوم. کله چې په هوښ راغلم، ومې لیدل، چې د ګېډې ښکته برخه مې یې عملیات کړی او جراحي شوې یم.»
یادونه: شمیم* مستعار نوم دی







