د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان ښځینه اداکارې درې سینمايي جایزې وګټلې

28 جون 2026
افغان ښځینه اداکارې درې سینمايي جایزې وګټلې

انځور: د شهربانو سادات له فسبوک پاڼې

د افغانستان پېژندل شوې ښځینه اداکارې شهربانو سادات وايي، په خپل نوي فلم «هېڅ ښه سړي شتون نه لري» سره یې په یوه ورځ کې د اسپانیا او فرانسې درې سینمايي جایزې ګټلې دي.

رخشانه: مېرمن سادت نن (یکشنبې د چنګاښ ۷ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه انځور په خپرولو سره، د دې درې سینمايي جایزو د ګټلو خبر ورکړی دی.

دې پېژندل شوې اداکارې لیکلي، چې په «ښه سړي شتون نه لري» فلم سره یې په اسپانیا کې د «سینما جوه» په نوم د والنسیا نړیوال فلم فیستوال کې د «غوره اداکارې» او د «نندارچیانو جایز» وګټله.

همدارنګه هغې لیکلي، د دې فلم فرانسه کې د «بیاریتز- موج نو» فلم فیستوال کې د «منصفه پلاوي جایزې» ګټونکی شوی دی.
سادات په یوه ورځ کې د «ښه سړی شتون نه لري» فلم لپاره د دریو سینمايي جایزو ګټل «یو حیرانوونکې پېښه» بللې ده.

د افغانستان ځوانې اداکارې شهربانو سادات، څو لنډ او اوږده سینمايي فلمونه جوړ کړي دي. هغه د «روزنتون، لېوه او پسه» سینمايي فلمونو سره مشهوره شوې ده.

دغه افغان ښځینه اداکارې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د «لېوه او پسه» په نوم خپل لومړنی انځوریز فلم په جوړولو سره د «سیمنا هنر» جایزه وګټله.
د هغې وروستی سینمايي فلم «ښه سړی شتون نه لري» یو رومانټیکه خندونونکې ډرامه ده، چې د روان کال په فبرورۍ کې یې د برلین په نړیوال فلم فیستوال کې لومړنۍ ننداره وشوه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه