د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې دوستانه لوبې د انګلستان د دوه محلي لوبډلو په بریا پای ته ورسېدې

28 جون 2026
د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې دوستانه لوبې د انګلستان د دوه محلي لوبډلو په بریا پای ته ورسېدې

انځور: رخشانه رسنۍ

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې برېتانیا ته تر سفر وروسته، په دوه دوستانه لوبو کې د برېتانیا وسله والو ځواکونو ښځینه لوبډلې او د کمبرېج پوهنتون ښځینه لوبډلو سره میدان ته ښکته شوې او دواړې لوبې یې سیالو لوبډلو ته وبایللې.

رخشانه: د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې دویمه دوستانه لوبه پرون شنبې (د چنګاښ ۶ مه) له ماسپښين وروسته، کمبرېج ښار کې تر سره شوه، چې د کمبرېج پوهنتون لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. دا لوبه په ۱۸ اور کې د ۹ ویکټو په لاسه ورکولو او د ۱۲۵ منډو په کولو سره د کمبرېج پوهنتون ښځینه لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې او د برېتانیا د کمبرېج پوهنتون ښځینه کرکټ لوبډلې یوه ۲۰ اوریزه لوبه تر سره کړه.

د افغان کډوالو د ښځینه کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبه هم پرون سهار د برېتانیا وسله والو ځواکونو د ښځینه لوبډلې په وړاندې تر سره شوه، او د ۵۲ منډو په توپیر د دې لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د دې دواړو لورو تر سره کولو موخه یوازې دا وه، چې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله، د دې لوبډلې د غړو له کډوالۍ وروسته میدان ته راووځي. دا لوبه د شنبې ورځ د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۷ مه د کمبرېج پوهنتون په کوربتوب د هیوزهال پوهنځۍ په تاریخي ځمکه فنرز (Fenner’s) باندې تر سره شوه.
د دې لوبې جوړونکي او ملاتړي له هغې جملې د کمبرېج او کوربه کالجونو مسوولینو ټینګار وکړ، چې د دې لوبې موخه یوازې ورزشي سیالي نه وه، بلکې له افغان ښځو سره پیوستون او د ورزش لپاره د هغوی له حقونو دفاع وه.

په افغانستان کې د برېتانیا وروستي سفیر او د هیوزهال پوهنځۍ رییس لوري برېستو و ویل، هیله ده، دا لوبه دا پیغام د افغانستان په داخل کې ښځو او نجونو ته ورسوي، چې «نړۍ د دوی تر څنګ ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

ښاغلي برېستو و ویل: «دا لوبې د دې تر څنګ چې د ښځو سپورت ته درناوی او د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د استقامت او لاسته راوړنو ستاینه شوه، دغه لوبلړۍ د کورنیو، د ورزش د مینه والو، د پوهنتون غړو او ځايي ټولنې ته د لوبډلو د ملاتړ زمینه هم برابره کړه.»

تېره اوونۍ د برېتانیا پادشاه درېیم شاه چارلز، د افغان کډوالو د ښځینه کرکټ لوبغاړو سره ولیدل او له هغو یې ملاتړ وکړ.

د دې سیالیو د نندارچیانو تر منځ د بشري حقونو یو شمېر فعالانو له هغې جملې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ او د بشري حقونو یو شمېر جلا وطنه افغان ښځو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته بیا د طالبانو په رسېدو سره یې خپل رسمي مقام له لاسه ورکړ.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د دې لوبډلې غړي استرالیا ته کډه شول او خپله لومړۍ سیالي یې د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې د دې هېواد په ملبورن ښار کې تر سره کړه.

د ښځینه کرکټ لوبډلې یوې غړې فیروزه امیري رخشانې رسنۍ ته ویلي، که څه هم دا لار د دوی یوې لپاره هم آسانه نه وه، خو کرکټ وکولای شوای دوی سره راټولې کړي او تر یوې کچې پورې یې اړیکې او پیوستون تر منځ رامنځ ته کړي.

هغې ویلي: «موږ د هېڅ حق له ټاکلو پرته، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود. موږ خپل هېواد په تر ټولو حشتناکه توګه پرېښود، دا د بیان وړ نه ده، چې بېرته د لوبې ډګر ته راشم.»

د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې ډېری غړو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له کورنیو سره، استرالیا ته کډوال شول. د نجونو لوبډلې چې برېتانیا ته سفر کړي، د افغان ښځینه کرکټ هغه لوبغاړې دي، چې په استرالیا، برېتانیا او کاناډا کې ژوند کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د تېر میلادي کال په اپرېل کې، د افغانستان د جلا وطنه ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د ملاتړ ځانګړې کاري ډله رامنځ ته کړه. د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د لوبغاړو غوښتنه دا ده، چې له دې وروسته وکولی شي په نړیوالو لوبو کې کډون وکړای شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه