د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

رنګین کمان ټولنې په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کړې

28 جون 2026
رنګین کمان ټولنې په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کړې

انځور: ارشیف/ رخشانه رسنۍ

پاکستان کې د افغانستان د رنګین کمان ټولنې (LGBTQIA+) لسګونو غړو په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نورو بنسټونو او دولتونو غوښتي، چې د دې ډلې د غړو وضعیت او ملاتړ ته پاملرنه وکړي.

رخشانه: د دې ټولنې غړو پرون (شنبې د چنګاښ ۶ مه) ملګرو ملتونو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، اروپايي ټولنې او د دې ټولنې غړو هېوادونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د (LGBTQIA+) د حقونو مدافع سازمانونو ته یو لیک استولی دی.

دوی په دې لیک کې لیکلي، چې په پاکستان کې د افغانستان رنګین کمان ټولنه، چې د (LGBTQIA+) له شاوخوا ۳۰۰ کډوالو جوړ ده، په وېره او افغانستان ته د ایستلو په ګواښ کې ژوند کوي.
پاکستان کې د افغانستان د رنګین کمان ټولنې غړو زیاته کړې چې دوی «د خپل جنسي تمایل یا جنسیتي هویت له امله د افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي دي.»

دوی ټینګار کړی، چې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته، افغانستان د LGBTQIA+ کسانو لپاره د نړۍ یو له تر ټولو خطرناکو هېوادو باندې تبدیل شوی دی.
د دې ټولنې غړو ویلي، چې دوی د «خپل واقعي توب» په دلیل ښايي د طالبانو له خوا له خپل سرې نیونې، ربړونې، جنسي تېري، اجباري ودونو، ورکېدو او یا مرګ سره مخ شي.
دوی لیکلي، پاکستان کې د دې ټولنې غړي بې برخلیکه پاتې دي او هره ورځ افغانستان ته ستنولو او جبري ایستو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستان کې د افغانستان د رنګین کمان ټولنې ویلي، چې د دې ټولنې ډېری غړي، د رشوت اخیستو، تبعیض، تاوتریخوالي، ځورولو، بې کورۍ، سختې بېوزلۍ او جدي رواني ستونزو قرباني دي.

دوی د المان فدرالي جمهوریت، اروپايي ټولنې او ټولو هغو دولتونو، چې د بشري حقونو او له خطر سره مخ خلکو ملاتړ کوي، غوښتي، چې د دې ټولنې د غړو ملاتړ وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان د رنګین کمان ټولنې غړو په ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د آلمان دولت او د بشري حقونو سازمانونو څخه غوښتي، چې د کډوالو په ځانګړې توګه د دې ټولنې د غړو د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو مخنیوی وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه دوی د کیسونو د بیاکتنې، بیا مېشتېدنې او د کډوالو دوست هېوادونو ته د لېږد لپاره د خوندي او قانوني لارو چارو پراخولو پروسې د ګړندیتوب غوښتنه هم کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه