د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو د زده کړو په وړاندې خنډونه

30 جون 2026
ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو د زده کړو په وړاندې خنډونه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

حاشیه نویس*

هر کال د ښوونیز کال د پیل په درشل کې، له زده کړې د محرومت اندېښنې، په ایران کې د مېشتو زرګونو افغان کورنیو لپاره یو نابلل شوی مېلمه کېږي. په داسې حال کې، چې د ښوونې او روزنې په رسمي مقرراتو او لارښونو کې، ښوونه او روزنه د ټولو ماشومانو لپاره پرته له دې، چې د کوم ملت دی، اسناد لري که یې نه لري د ښکاره او نه انکار کولو د حق په توګه تعریف شوی، خو د عمل په میدان کې لږ تر لږه د کډوالو ماشومانو لپاره د دې رسمي ژمنو او ورځني واقعیت تر منځ لوی توپیر شته.

د کډوالو ماشومانو په ځانګړې توګه د هغو چې د ښارونو په څنډو کې ژوند کوي، یوه بله لار طی کوي. په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د تعلیمي ملاتر فورمو، ځانګړي کوډونو او د ښوونځیو د بشپړ ظرفیت له لوړو دېوالونو تېرېدل او ممکن د ټیټ پوړو چارواکو رشوت اخیستنه کله ناکله د جغرافیايي پولو څخه تېرېدل ډېر ستونزمن وي. کله چې بېچلې بیوروکراسي د ښوونځي دروازې د دوی پر مخ وتړلي، د کار تور بازار دوی ته په پرانستې غېږ هرکلی وايي.

دا لیکنه د یوه غلي خطر د زنګ کیسه ده، چې په نوي ښوونیز کال کې به د هغو ماشومانو برخلیک څه وي، چې یوازینی جرم یې کډوالي ده؟

د بوروکراسۍ لوړ دېوال

که څه هم په دولتی مقرراتو کې زده کړه د کډوال ماشوم حق دی، خو د دې ادارو په دهلیزونو کې دا حق د اوو سختو پړاونو څخه په تېرېدو پورې تړلی دی. افغان کډوالې کورنۍ نن ورځ هغې ته د رسېدو لپاره باید له لوړو دېوالونو واوړي، چې د ښوونیز اړخ په پرتله ډېر امنیتي او اداري دی.

د دې لارې د پیل ټکی د «سهما» سیستم (د کډوالو او اتباعو ځېرک سیم) دی، که څه هم د دې سیستم ښکاره موخه د کډوالو چارو سمبالښت اعلان شوی، خو په عمل کې دا لومړي راګرځوونکي دېوال باندې اوښتی دی. هغه کورنۍ چې له ښاره د باندې یا څندو کې ژوند کوي او ښايي د پېچلو فورمو د ډکولو لپاره دوامداره انټرنېټ او ډېجیټل سواد برخه کې له خنډ سره مخ دي، باید لومړی «ځانګړی کوډ» تر لاسه کړي. په سیستم کې هر ډول کوچینۍ تېروتنه، په اسنادو کې نیمګړتیاوې یا د سیستم پرلپسې بندېدل د نوم لیکنې د طلايي ورځو او اوونیو له لاسه ورکول او ان محورمیت دی. له همدې ځایه د کډوال ماشوم لپاره د وخت دوره د ټولګي زیان او د کوڅو د کار بازار ګټې په حرکت راولي او د زده کړې او درس هیلې رنګ بایلي.

سربېره پر دې له پولې د اړولو د درانده سیوري وېرې، تل د دې اداري پروسې پر سر سیوری غوړولی دی. ډېری له کورنیو چې د اوسېدونو پرېکنده اسناد نه لري، د تضمین دفترونو ته ورتګ یا په سیستم کې د معلوماتو ثبتول، د افشا کېدو او له هېواد څخه د ایستل کېدو سره مساوي بولي. دا وېره د دې لامل کېږي، چې ډېری کورنۍ د ښوونځي او زده کړې له ګټې تېر شي، هغه پټونه، چې یوازې (له زده کړې د مطلق محرومیت) یوه پایله لري.

له تېر کال راهیسې د تضمین دفترونو معرفي لیک هم د خنډونو پر شمېر ور زیات شوی دی، چې ګڼې کورنۍ د اوسېدو د سند په لرلو سره د دغو ادارو د ځینو کدوالو ضد کارکوونکو د سپکاوي، توهین او پلمو لټولو له امله، د ماشومانو له لومړنیو حقونو (زده کړې) څخه تېرېږي.

ان هغه کورنۍ چې د سیستم بازي او کاغذ پرانۍ له لوړو دېوالونو په بریا سره تېرېږي، له لا لوړ (د ښوونځي ظرفیت بشپړولو) سره مخ کېږي. په ډېری ځایونو کې د ښوونځیو مدیران کله د داخلي مقرراتو او کله هم د شخصي غوښتونو په پلمه، د افغان زده کوونکو  نوم لیکنه د ځای د نشتوالي له امله ردوي. همدا ده، چې د عامه زده کړو قانون او ان د کډوالو د زده کوونکو د نوم لیکنې په اړه د ایران د رهبرۍ وروستی فرمان د ټولګیو د تړولو دروازو تر شا، درېږي.

فرض کړی له دې پړاوه هم تېر شو، نو د کم ګټې او بې کوره ګډوالو کورنیو په وړاندې یو بل خنډ هم په کمین کې دی، هغه د نوم لیکنې لګښت دی، چې د ښوونځیو د مسوولینو له خوا له یوه ښاره و بل ښار ته، له یوه ګاونډ و بل ګاونډ او ان له یوه ښوونځي و بل ښوونځي ته په ډېر توپیر سره اخیستل کېږي.

کله چې ښوونیز سیستم، ښوونځیو ته د کډوالو ماشومانو داخلېدل تر دې بریده پېچلي، ډېر لګښتی او ستړی کوونکی شي، نو نه یوازې بې اسنادو کډوال، بلکې ډېری قانوني اسناد لرونکې کورنۍ چې د یوې ګولې ډوډۍ موندلو په لټه کې دي، د دې لارې په ورستي کېدو باندې بریالي نه دي، په پایله کې موږ په ښوونځیو کې د ماشومانو د شتون په پرتله په لارو کوڅو او کارخونو کې د هغوی پررنګه شتون وینو، چې د کتابونو او مېز تر شاه پر ځای، درنې کڅوړې په اوږو وړي او دنګتوب یې د خیاطۍ د ماشینونو تر شا خم کېږي.

ټولنیز لګښت د زده کړې له منځه وړل

کله چې له د زده کړو د پاتې کېدو  خبره کېږي، موخه مو یوازې د (الفبا) یا د ریاضي کوم فارمول نه دی، بلکې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره ښوونځي د هویت پناه ځای دی. له زده کړې د دې ماشومانو محرومیت د ټولنې په جوړښت کې ژور درځ رامنځ ته کوي، چې پایلې یې نه یوازې د کډوالې ټولنې، بلکې د کوربه ټولنې لپاره هم خورا درندې دي، په آسانۍ به د جبران وړ نه وي.

لومړی زیان یې ټولنیزه انزوا ده. ښوونځی لومړنی مدني بنسټ دی، چې ماشومان په کې له ټولیزه قوانینو سره روږدي کېږي او د سوله ییز ژوند تګلارې په کې پېژني او ښاري توب په کې تجربه کوي. هغه ماشوم چې له ښوونځي وشړل شي، د خپلو همځولو له ټولنیزو شبکو لرې کېږي او د انزاو په چورلج کې راګیرېږي. دا انزوا ماشوم څندې ته کوي او د بې تړاوۍ حس یې پیاوړی کوي، هغه وضعیت چې په اوږد مهال کې له ټولنې سره په بېګانه توب او انساني تړونو په سستوالي تمامېږي او شاید ماشوم د (جرم او معتاد» کېدو په لار پل کېږي، چې بېرته راګرځول به یې په آسانۍ سره امکان ونه لري.

سربېره پر دې له زده کړې محرومیت، د خوبونو د حق څخه د بې برخېتوب په مانا دی. ښوونیز نظام که څه هم د ډېرو نیمګړتیاو سره راتلونکې ته یوه کړکۍ ده، خو کله چې دا کړکۍ تړل کېږي، نو د ماشوم پرمختګ په مطلق ورځني ژوند کې محدودوي. هغه نور د کار او زده کړې د راتلونکې په اړه د فکر کولو پر ځای، یوازې د ژوند د پایښت په اړه فکر کوي. دا مسلطه شوې کډودي د یوه نسل خلاقیت او تحرک چې په راتلونکې کې د ټولنې انساني او تخنیکي پانګې برخه کېدای شي، په نطفه کې کمزوری کوي.

په پای کې باید د دوه ګوني زیانمننې خطر ته نغوت وشي، هغه ښوونځي چې دروازې یې د دې ماشومانو پر مخ تړل کېږي، په حقیقت کې هغوی کوڅو او غیر ښوونیو ځایونو ته لارښودي کوي. کله چې ماشوم د زده کړې تر څار لاندې چاپېریال څخه وځي، نو د ورنکارو ډلو د لاسرسي وړ  هدف ګرځي، په حقیقت کې هر هغه ماشوم چې له ښوونځي ایستل کېږي، نه یوازې دا چې د شخصي پرمختګ څخه بې برخې کېږي. بلکې په ناڅاپي توګه به په راتلونکې کې د ټولنیز امنیت د کمولو په عامل اوړي.

په بل عبارت، د ښوونځي بنچ ته د دغو ماشومانو د رسېدو لګښت به په نېږدې راتلونکې کې د کار، قضايي او پولیسو د مرستې تر عنوان لاندې د درنو او پراخو لګښتونو په بڼه په ټولنه وتپل شي، په پایله کې د افغان کډوالو لپاره زده کړې نه یوازې د ماشومانو او کډوالې ټولنې په حق کې یو لطف دی، بلکې د کوربه ټولنې د خوندیتوب لپاره هم یوه ستراتېژیکه پانګونه ده.

تر ۱۳۹۰ کال پورې د ماشومان یوه لویه برخه په شخصي ښوونځیو کې په زده کړه بوخت وو. دا د دولتي ښوونځیو څخه د پاتې ماشومانو لپاره یوازینۍ سرپناه وه، چې د کډوالې ټولنې ښېګنه کوونکو، مدني فعالانو او فرهنګیانو له خوا اداره کېدل، چې ډېر لګښت یې کورنیو پر غاړه اخیست. له بده مرغه په ۱۳۹۰ کې د هیلو دا څراغ هم تت شو او څو تنو یې زېرزمینو ته پناه یوړه. خو د شید څار او هغوی ته د کورنیو د لاسرسي په سختېدو او اسنادو په نه رسمي کېدو دا هم ډېر وخت پاتې نه شو.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو، پر نجونو د سختو محدودیتونو له لګولو او د هېواد په ښوونیز نظام کې له پراخو لاسوهنو وروسته، زرګونه افغان کورنیو د خپلو ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو په زده کړه سمبالولو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته پناه یوړه. ایران ته د کډوالو څپو ته په پام سره تمه کېده، چې د ایران حکومت به په رسمي ښوونیز سیستم باندې د بار کمولو لپاره، شخصي ښوونځي ښوونیز ارټ ته راسنه کړي، خو له بده مرغه له دې سترې اړتیا سره سره بیا هم دا هیله پوره نه شوه.

د نړیوالو بنسټونو کم کاري

که څه هم په تېر کې نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د ګډوالو نړیوال سازمان د کډوالې ټولنې او کوربه ټولنې څخه د اضافي بار کمولو په برخه کې رول درلود، خو د ۱۴۰۰ لمریز کال تر بدلونونو وروسته او د سیمه ییزه بدلونونو تر اغېز لاندې د افغان کډوالو د پراخ شتون له امله، کډوال د ټولو کورنیو ننګونو سربېره د نړیوالو بنسټونو له خوا کابو په خپل حال پرېښودل شول. په وروستي بدلون کې د افغان بې ځایه شویو ماشومانو د ښوونیزو زېربناوو د ملاتړ په برخه کې د نړیوالو سازمانونو فعالیت له تمې لرې دی.

دلته اساسي پوښتنه دا ده، چې د زده کړو د نه تر لاسه کولو د پایلو په اړه د پرلپسې خبرداریو سره سره، ولې نړیوال بنسټونه د افغان کډوالو ماشومانو د زده کړې اسانتیاوو برابرولو لپاره رغنده رول نه لوبوي؟ که څه هم رمي راپورونه متقابل عمل او تفاهم څرګندوي، خو په عمل ډګري واقعیتونو کې بل څه نندارې ته وړاندې کوي.

کارپوهان په دې باور دي، چې په ایران کې فعال نړیوال سازمانونه، پر ځای د دې چې له زده کړې څخه د پاتې ماشومانو په عملیاتي او ملاتړو پروژو تمرکز ولري، د راپورونو لیکلوو مشورتي غونډو او بې پایلې کاغذ پرانیو په نه ختمېدونکې دوره کې ښکېل دي. په واقعیت کې هغه بودیجې چې باید د زده کړې د حق لپاره ولګول شي، د دې سازمانو د اوږدې بوروکراسۍ پروسې او د هغې د دفتري تادیې په لټه ضایع کېږي.

له بلې خوا، دغو سازمانونو د افغان کډوالو په وړاندې د کوربه حکومت د سختې او تل بدلېدونکې پالیسۍ په وړاندې غیر فعال چلند غوره کړی دی. په بل عبارت، له اسنادو پرته ماشومانو ته د ښوونځي دروازې پرانستلو یا د اسنادو لرونکو کسانو لپاره د نوم لیکنې پروسې د آسانه کولو لپاره د اغېزمنې نړیوالې لابي ګرۍ چوپتیا یا نشتوالی د دې لامل شوی، چې د کډوالو ماشومانو لپاره په عملي توګه د ملاتړ کوم اغېزمن ځواک نشته.

په پایله کې د ښوونې یا د کار بازار په معادله کې، نړیوال سازمانونه د وروستي بدلون او ایران ته د افغان کډوالو د سخت سېل وروسته، د دې صحنې یوازې نندارچیان وو او دوی هغه ماشومان چې له زده کړې محروم شوي دي، د بې وسه پرېښودل شویو په توګه ګوري. کله چې نړیوال بنسټونه خپل مسوولیت تر څارنې او راپور ورکولو پورې محدودوي، نو دا روښانه ده، چې د ماشومانو د زده کړې حق د بې ګټې دیپلوماسۍ قرباني کېږي.

وروستي خبره دا چې، له زده کړې د پاتې کېدو اصلي قربانیان یوازې ماشومان نه دي، بلکې له زده کړې پاتې ماشومان، سړکونو یا تر ځمکې لاندې کارخونو ته شړل کېږي او ډېری له هغو په راتلونکې کې د ټولنې لپاره د زیان رسولو په سرچینو بدلېږي، چې د کوربه ټولنې امنیت او خوندیتوب هم په نښه کوي. مطلب دا چې افغان ماشومانو دا په خپله نه ده انتخاب کړې، چې د بحران په زړه کې نړۍ ته راشي، خو کوربه ټولنه کولی شي وټاکي، چې هغوی پوه وګړي تربیه کړي یا د راتلونکې لپاره د زیان سرچینه.

له دې بن بسته د وتلو لپاره، د پالیسي جوړونکو  په لید کې بنسټیز بدلون ته اړتیا لرو، د دې بدلون لومړی ګام دا دی، چې د زده کړې حق په بشپړه توګه د استوګنې له حالته جلا کړو.

په دې اړه نور ولولئ...

امسو: له پاکستان نه د افغان خبریالانو ایستل، هغوی له جدي خطر سره مخ کوي

یوناما: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۹ ټپیان دي

په بل عبارت په پالیسۍ جوړولو کې د زده کړې حق ته د یوه بنسټیز انساني حق په سترګه وکتل شي، تر څو دا ستړې کوونکې اداري پروسې او د شخصي غوره توب سپکوونکو چلندونو له امله سره مخ نه شو، په دې بدلون سره د مرستندویه موسسو او نړیوالو ادارو لپاره، له زده کړې پاتې ماشومانو ملاتړ ته د فعالیت لار پرانستل کېږي.

په پایله کې لاندې عملي حل لارې د دې اندېښنې د ځواب ویلو لپاره ګامونه کېدای شي. په غیر مشروط ډول د نوم لیکنې اسانتیا (د زده کوونکو لپاره د پېچلو اداري اړتیاوو له منځه وړل او د هویت ثابتولو بار دولتي ادارو ته لېږدول، د دې پر ځای چې دا په په ګډوالو کورنیو باندې تحمیل کړي) د عامه ښوونځیو سخته څارنه او د هغو مدیرانو سره د چلند اړتیا، چې د هر ډول پلمې لاندې، لکه د ظرفییت تشې ډکول یا اضافي لګښتونه لګول، د کډوالو ماشومانو د زده کړې مخه نیسي او په پای کې د نړویوالو ادارو څخه د اقدام غوښتنه.

نړیوال سازمانونه باید د څار له لاک نه راووځي، د دیپلوماتیکو فشارونو په راوړلو او د زده کړو لپاره د رڼو بودیجو برابرول سره، د کډوالو ماشومانو په تړاو، خپل انساني مسوولیت ادا کاندي.

یادونه*: د لیکوال نوم د هغه د خوندیتوب په پار مستعار نوم راغلی او د رالېږل شوي مطلب د منڅپانګې مسوولیت د لیکوال په غاړه دی.

اړوندې لیکنې

مزارشریف ښار کې د یوې ځوانې جوړې سرونه پرې کړای شوي
خبر

مزارشریف ښار کې د یوې ځوانې جوړې سرونه پرې کړای شوي

29 جون 2026
د ښځیو کیسې، د هغه سرتېري د کورنۍ تش دسترخوان چې د افغانستان دفاع کې مړ شو
دسته‌بندی نشده

د ښځیو کیسې، د هغه سرتېري د کورنۍ تش دسترخوان چې د افغانستان دفاع کې مړ شو

28 جون 2026
ننګرهار: د پلار او زوی تر منځ جګړه کې لور وژل شوې
خبر

یو پلار او لور ننګرهار سیند کې ډوب او مړه شوي دي

28 جون 2026
د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د برېتانیا وسله والو ځواکونوښځینه کرکټ ټیم څخه ماتې ومنله
خبر

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د برېتانیا وسله والو ځواکونوښځینه کرکټ ټیم څخه ماتې ومنله

27 جون 2026
جبري واده ته نه، طالبانو بادغیس کې یوه نجلۍ په پنځه کاله بند محکومه کړې
خبر

جبري واده ته نه، طالبانو بادغیس کې یوه نجلۍ په پنځه کاله بند محکومه کړې

27 جون 2026
د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان: طالبانو یوه ښځینه خبریاله د عاشورا مراسمو د پوښښ پر مهال نیولې
خبر

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان: طالبانو یوه ښځینه خبریاله د عاشورا مراسمو د پوښښ پر مهال نیولې

27 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه