د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

روادارۍ بنسټ پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

30 جون 2026
روادارۍ بنسټ پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

عکس: فیسبوک/رواداری

د روادارۍ بشري حقونو بنسټ پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د یکشنبې شپې هوايي بریدونه، چې په کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۷۶ ټپیان دي، په کلکو ټکو وغندل.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د چنګاښ ۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

رواداري لیکلي: «پکتیا کې بریدونه دوه ځلې تر سره شوي، لومړۍ څپه کې د استوګنې یو کور په نښه شوی او په دویمه څپه کې هغه کسان په نښه شوي، چې تر خاورو لاندې کسانو د ژغورلو هڅه یې کوله او دا برید د ملکي مرګ ژوبلې سبب شوی دی.»

دې بنسټ د استوګنې پر ځایونو بریدونه او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله وايي، دا بریدونه کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.

رواداري زیاته کړې، د ملکي وګړو او مرستندویه کسانو په نښه کول، په ځانګړې توګه د نړیوال بشري قانون او جینوا د څلورو کنوانسیونونو کې د توپیر، احتیاط او اړتیاوو له اصولو سرغړونه ده.

د دې بنسټ په وینا، د جګړې ښکېلې غاړې مکلفې دي، چې د نظامي او غیر نظامي موخو تر منځ توپیر وکړي او د زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره، په ځانګړې توګه ملکي وګړو ته د زیان کمولو لپاره ټول ممکنه اقدامات تر سره کړي.

رواداري د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د استوګنې په سیمو د پاکستاني ځواکونو د شنبې شپې هوايي بریدونه په کلکه وغندل او پر ملکي وګړو د دې ډول بریدونو پر دوام یې اندېښنه وښوده.

د بشري حقونو دې بنسټ له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د دې پېښو په کره مستند کولو سره، محاکمې ته د دې پېښې د عاملینو کشولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

یوناما پرون په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د یکشنبې شپې هوايي بریدونو کې د ۲۸ تنو د وژل کېدو او د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۴۹ تنو د ټپي کېدو پخلی وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یوناما په افغانستان کې پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه یې کړې.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لېندسي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بنټ، د افغانستان لپاره اروپايي ټولنې او یونیسف هم دې بریدونو ته غبرګون ښودلی او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او د غیرنظامیانو خوندیتوب ته ژمن و اوسي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه