د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د بشري حقونو مرکز: طالبانو د محرم په مراسمو کې ۳۵ شیعه ګان نیولي

1 جولای 2026
د افغانستان د بشري حقونو مرکز: طالبانو د محرم په مراسمو کې ۳۵ شیعه ګان نیولي

عکس: ایکس/HRC_Afghanistan

د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) وايي، طالبانو ځواکونو د دې ډلې د عدلیې وزیر په امر، کابل ښار کې ۲۶ شیعه ګان نیولي او زنداني کړي او ۹ تنه یې د محرم د بیرغونو ځړولو په تور نیولي دي.

رخشانه: دې مرکز پرون سه شنبې د (سرطان ۹مه) په یوه اعلامیه کې د محرم میاشتې د عاشورا پر ماتم کوونکو او د شیعه ګانو په تکیه خانو محدودیتونه په کلکه غندلي دي.

د دې مرکز په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو له لوري د محرم په مراسمو کې د مذهبي آزادۍ څخه سرغړونه، د بشري حقونو د بنسټزو حقونو تر پښو لاندې کول دي.

یاد مرکز وايي، د طالبانو تبعیضي او محدودونکو اقداماتو کې د ماتم کوونکو نیول، په مذهبي ځایونو چاپې وهل، د ماتم سبمولونه لرې کول، د مذهبي مراسمو سخت محدودول او خلکو او خبریالانو لپاره د مزاحمت رامنځ ته کول، له حقوقي او شرعي ژمنو ښکاره سرغړونه شمېرل کېږي.

د بشري حقونو مرکز زیاتوي، طالبانو د دې ډلې د عدلیې وزیر په امر کال ښار کې له یوې تکیه خانې لږ تر لږه ۲۶ تنه شیعه ماتم کوونکي نیولي او هغوی یې په شخصي زندان کې بندي کړي.
دغه مرکز زیاته کړې، همدارنګه طالبانو لږ تر لږه ۹ تنه نور یوازې په دې دلیل چې د محرم بیرغونه یې ځړولي وو، کابل کې په څو جوماتونو چاپې وهلې او مذهبي بیرغونه یې ټول کړي دي.

یاد مرکز زیاتوي، طالبانو د شیعه علماو پلاوي ته، چې غوښتل یې د ستونزو د حل لپاره د دې ډلې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي، هم ناسم چلند کړی دی.

د بشري حقونو مرکز همدارنګه لیکي، طالبانو په هرات ښار کې هم پر سړونو د مراسمو تر سره کولو، د ماتم بیرغ او سمبولونو لېږدول بند کړي او یوازې د عاشورا د ورځې په پار یې په محدودو ټاکل شویو ځایونو کې د مراسمو اجازه ورکړې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې مرکز زیاته کړې، طالبانو په بلخ، غزني او بامیان ولایتونو کې هم د عاشورا پر مراسمو محدودیتونه لګولي او د ځینو تکیه خانو او جوماتونو مسوولین یې نیولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د مرکز په خبره، طالبانو د کابل دشت برچي سیمه کې یوه ښځینه خبریاله، د محرم مراسم د رسنیز پوښښ پر مهال نیولې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

دغه مرکز وايي، د مذهب پر بنسټ هر تبعیض کوونکی اقدام د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی او خپل سرې نیولې، د نورو دیني شعائرو ته سپکاوی او د مذهبي مناسکو تر سر کولو پر مهال خنډونه رامنځ ته کول، هېڅ شرعي بنسټ نه لري.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو او د نورو دیني او مذهبي لږکیو پر مراسمو د محدودیتونو ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه