د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروپايي ټولنه: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د میندو روغتیا له جدي بحران سره مخ ده

4 جولای 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د میندو روغتیا له جدي بحران سره مخ ده

UNFPA in Afghanistan

د « آسیا او آرام سمندر لپاره د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو» دفتر وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د میندو روغتیا له جدي بحران سره مخ ده.

رخشانه: دې بنسټ پرون جمعه (د چنګاښ ۱۲ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره افغانستان کې د میندو د روغتیايي وضعیت د لا خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه دفتر لیکلي، د ښځو په زده کړو د طالبانو محدودیتونو او روغتیايي خدماتو ته د هغوی محدود لاسرسي هغه وضعیت چې له پخوا بحراني وو لا خراب شوی دی.

څه موده وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په افغانستان کې د ښځو د خراب روغتيايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دې بنسټ په افغانستان کې د منیدو د مړینې لوړې کچې ته په اشارې ویلي، د ښځو په ګډون او د طب په څانګه کې د هغوی پر زده کړو د طالبانو محدودیتونو، حیاتي او ژغورونکو خدماتو ته د میندو او ماشومانو لاسرسی محدود کړی دی.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې، په هېواد کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په کار او زده کړو پراخ محدودیتونه لګولي دي. دا مهال ښځې او نجونې اجازه نه لري، چې په نیمه لوړو طبي برخو کې زده کړې وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د نجونو په زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه به، تر ۲۰۳۰ پورې افغانستان د ۲۵ زره ښوونکو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو په وار وار ویلي، پر زده کړو او ښخینه روغتیايي کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو، د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

طالبانو د نورو محدودیتونو سربېره، ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو تګلاره او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو په فعالیت هم محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د امر سره سم، دا مهال ښځینه روغتیايي کارکوونکې باید له خپل شرعي محرم سره یو ځای روغتیايي مرکز ته لاړې شي او نارینه ډاکتران حق نه لري، چې د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه