رها آزاد
د بدخشان په شان دودیزه ټولنه کې ان تر طالبانو مخکې هم، په بازارونو کې د ښځو موټر چلول ډېر کم تر سترګو کېدل او له ناخوښو تجربو سره مل وو.
خو دا وضعیت اوس د ګوتو په شمار ښځو لپاره، چې د بدخشان فیض آباد ښار په واټونو موټر چلوي لا بد شوی دی.
دا کیسه د دریو موټر چلوونکو ښځو، چې هغوی د موټر چلولو پر مهال د طالبانو په چک پانټونو کې، له سپکاوي، رټلو او د نیولو له ګواښ سره مخ شوې دي، تجربه بیانوي.
۳۱ کلنه رویدا* د تېر کال د چنګاښ په میاشتې کې، په داسې حال کې چې لور یې سخته تبه درلوده او مېړه یې په کار کې وو، اړ شوه، چې په خپل شخصي موټر کې خپله لور روغتون ته یوسي. «د لارې په اوږدو کې شهر کهنه پل ته نېږدې، څو تنه طالبان په چک پانټ ولاړ وو، موټر مې یې ودراو او په ډېرو سپکو سپورو یې له موټر نه راښکته کړم.»
د رویدا په وینا، طالبانو هغه د موټر چلولو له امله ورټله او د یوې ښځې لپاره یې دا کار له شرمه ډک وباله. «دا خبرې یې په ډېره غوسه راته وکړې او په داسې حال کې، چې لور مې له سختې تبې سوځېدله، اړ یې کړم چې له موټره ښکته شم او مېړه ته مې انتظار واوسم.»
د رویدا خاوند په بدخشان کې په یوه بهرني بنسټ کې کارکوونکی دی. سهار اته بجې کار ته ځي او څلور بجې بېرته راځي.
رویدا او ناروغه لور یې، چې په هغه ورځ له سخت اسهال او کانګو بې هوښه وه او ژړل یې د ورځې له ماسپښین وروسته ۲ بجې په سره ګرمۍ کې له نیم ساعت زیاته انتظار وه، تر څو یې مېړه هغه ځای ته ورورسېږي. «مېړه مې له هغوی خدای ناترسو [د طالبانو له غړو] بښنه وغوښته، موټر مو واخیست او ډاکتر ته لاړو.»
رویدا وايي، د جمهوریت په ورستیو دوه کلونو کې، هغې تل خپل کار ځای، بازار یا بل کوم ځای ته موټر بېولو. «کله چې کور ته راغلم، مېړه مې زه ملامته کړم، چې په دې شرایطو کې نه باید موټر له کوره وباسم او فکر نه کوم، چې اوسل د جمهوریت د دروان په شان موټر وچلوم.»
رویدا د څلورو اولادونو مور او په یوه خصوصي ښوونځي کې د انګلیسي ژبې ښوونکې ده.
هغې له پېغلتوبه له موټر چلولو سره مینه درلوده او موټر چلول یې هم له خپل مېړه زده کړي دي. خو اوس له هغې پېښې وروسته، نه شي کولی موټر وچلوي، ځکه د دې په وینا، خاوند یې ورته اجازه نه ورکوي.
بدخشان یو له هغو ولایتونو دی، چې په کې کمې ښځې موټر چلوي. که څه هم د جمهوریت په ورستیو کلونو کې، اشترنګ ته ناسې مېرمنې تر سترګو کېدې، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دا حضور ډېر تت شوی دی.
ډېری کورنۍ د طالبانو د چلند له وېرې، ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې موټر وچلوي.
طالبانو له واکمنېدو وروسته، سره له دې، چې د ښځو د ژوند په شخصي او ټولنیزو برخو کې یې پراخ محدودیتونه لګولي، خو په رسمي ډول یې په افغانستان کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز نه دی لګولی. خو پر سړکونو د طالبانو د کسانو له خوا موټر چلوونکو ښځو ته سرخوږی جوړول هم کم نه دي.
په هغه راپورونو کې، چې رخشانې رسنۍ مخکې د ښځو د موټر چلولو په اړه خپاره کړي، هغوی ویلي وو، چې په وار وار د طالبانو د محتسبینو له خوا پر سړکونو درول شوې او دې کسانو په ښار کې د دوی د موټر چلولو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
د دې سرخوږیو تر څنګ، چې تر ډېره خپل سري او د خپلې خوښې دي، طالبانو ښځو ته د موټر چلولو لایسنس ورکول هم درولي دي.
د بدخشان د فیض آباد ښار اوسېدونکې ۲۴ کلنه حسینه* هم د طالبانو د واک تر سیوري لاندې، له موټر چلولو ترخه تجربه لري. حسینه د سږ کال په پسرلي کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای فیض آباد کې، یوه تفریحي ځای ته تللې وه او ورور یې هلته ورته موټر چلول ورزده کول.
هغه وايي، شپږ تنه طالبان چې هلته وو، د دوی کار ته یې پام شو او ورور یې د دې کار په خاطر وراټه: «زما ورور ته یې و ویل، که غیرت ولرې نو پوه به شې، چې دا کار [موټرچلول] د ښځو کار نه دی. ښځه باید د کور کار زده کړي.»
حسینه زیاتوي، چې له دې پېښې وړاندې یې ورور موټر چلول ورښودل، خو وروسته هغې، چې ورور یې د طالبانو له خوا ورټل شو او سپکاوی یې ورته وکړ، نور یې ورته موټر چلول ورزده نه کړل. په دې ترتیب سره هغه ونه توانېده، چې موټر چلول زده کړي.
حسینه په یوه شپږ کسیزه کورنۍ کې، په فیض آباد ښار کې ژوند کوي. هغه د بدخشان پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې د دویم کال محصله وه، چې طالبانو د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل.
د سایرې تجربه هم له حسینې او رویدا څخه توپیر نه لري.
خو ۲۴ کلنه سایره وايي، نه د جمهوریت مهال او نه هم د اوس وخت له موټر چلولو ښه خاطره نه لري. څو تنه مزاحمو کسانو یې ان د موټر شیشې په ډبرو ویشتې او په وار وار یې له نارینه وو په کنایه کې خبرې اورېدلې دي: له سقوط څلور کاله وړاندې مې تازه موټر چلول پیل کړي وو.»
خو د سایرې له نظره هغه توپیر چې اوس یې له پخوا سره لري په دې کې دی، چې د طالبانو کسان موټر چلوونکې ښځې مخامخ سپکوي.
هغه خپلې درې ترخې تجربې ته اشاره کوي. «د ۱۴۰۳ کال ژمی وو، چې له خپلې مور او د ماماګانو له دو تنو ښځو سره یو ځای د خپلوانو یوې فاتحې ته روانې وو، د سهار اته بجې په شهرنو کې حاجي قدیر څلور لارې ته رسېدلې وو او زه موټر ته ناسته وم. دوه تنه طالبان چې په چک پانټ ولاړ وو، اشاره یې وکړه، چې موټر ودروم او وروسته هلته څلور تنه د طالبانو د امربالمعروف غړي مم وو. کله مې چې موټر ودراوه، ویل یې، چادري دې چېرې؟ د بهرنیانو تقلید مه کوی، مسلمانه ښځه یې او دا کار له یوې مسلمانې ښځې سره نه ښايي. موخه یې زما موټر چلول وو.»
سایره د فیض آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې له خپلې اووه کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي. هغه د کورنۍ مشره لور ده او د یوه خصوصي ښوونځي مسوولیت هم ور تر غاړې دی.
سایرې د جمهوریت په دوران کې خپل کار ځای ته د تګ لپاره له شخصي موټر نه ګټه اخیسته، خو وايي، اوس یې مینه او لېوالتیا د پخوا په څېر نه ده، او اندېښمنه ده، چې بیا هم د موټر چلولو له امله، د طالبانو له لوري سپکاوی ورته ونه شي.
په هغه ورځ یې طابانو موټر د دوه ورځو لپاره ضبط کړی وو. خو د پلار او یوه بل قومي مخور په منځګړیتوب یې، موټر بېرته کور ته راوست او ژمنه یې ورکړه، چې بیا به موټر نه چلوي.
سایرې له هغه وخته تر نن پورې بیا په ښکاره موټر نه دی چلولی، پرته له څو ځلې پټ چلولو څخه، هغه هم په فرعي کوڅو کې.
له دې مخکې هرات، جوزجان او بلخ کې هم موټر چلوونکو مېرمنو له رخشانې رسنۍ سره د طالبانو د چلند ورته تجربې شريکې کړې وې.
یادونه: د مرکه شویو کسانو نومونه په دې راپور کې مستعار غوره کړای شوي دي.







