د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له منځه وړلو او ځپلو د شدت راپور

4 جولای 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له منځه وړلو او ځپلو د شدت راپور

انځور: رخشانه رسنۍ

د « Finn right» په نوم د بشري حقونو بنسټ یوه راپور کې وايي، افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، دا هېواد په نړۍ کې د ښځو حقونو له خورا سختو بحرانونو سره مخ دی.

رخشانه: دې بنسټ تازه په خپل راپور کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت او بشري حقونو ته کتنه کړې او لیکي، طالبانو په منظم ډول ښځې او نجونې د ژوند له عمومي برخو حذف کړې دي.

فین رایټ د بشري حقونو یو خپلواک بنسټ دی، چې له بشري حقونو په ځانګړې توګه، د ښځو، ماشومانو، لږکیو او ټولو زیانمننونکو ډلو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، طالبانو د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې، زده کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون ته له لاسرسي محرومې کړې، په داسې توګه چې «دا پالیسۍ له عمومي ژوند څخه د ښځو نېږدې په بشپړ حذف سره تمامې شوې دي.»
د دې بنسټ په وینا، د یادو محدودیتونو پایله، انساني او د بشري حقونو بحران دی، چې نه یوازې د افرادو ژوند، بلکې د یوه ملت راتلونکې یې هم تر اغېز لاندې راوستې ده.

په راپور کې راوړل شوي، کابو ۳۰ سلنه افغان نجونې، د بېوزلۍ او ټولنیزو خنډونو له امله، هېڅ کله لومړنۍ زده کړې نه پیلوي او کابو ۷۸ سلنه ځوانې ښځې، نه په تحصیل کې دي، نه په کار، نه په زده کړیزو او حرفوي پروګرامونو کې ګډون نه لري.
په راپور کې د ښځو د کار په تړاو د طالبانو محدودیت ته په اشارې سره راغلي، چې ښځې له حرفوي کار، له هغې جملې په دولتي ادارو، غیردولتي سازمانونو او خصوصي څانګې څخه څنډې ته کړای شوې دي.

راپور کې زیاته شوې، چې د افغانستان له ښځو یو په څلورمه برخه کې د کار په بازار کې شتون لري، ډېری ښځو غیررسمي او کم ګټې کارونو کې محدودې شوې او یوازې اووه سلنه یې له بانکي خدماتو ګټه کوي.

د فین رایټ بشري حقونو بنسټ ویلي، د جنسیت پر بنسټ ولاړو تاوتریخوالي، له هغې جملې جبري ودونو او د بد چلند ډولو افغانستان کې زیاتوالی کړی او هغه ښځې چې په اعتراض لاس پورې کوي، له نیولو، ګواښ او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

دې بنسټ لیکلي، په افغانستان کې له ښځو قانوني ملاتړونه کمزوري شوي او ډېری قربانیانې عدالت ته لاسرسی نه لري. په ځینو مواردو کې له قربانیانو د ملاتړ پر ځای خپله هغوی ته سزا ورکول کېږي.

د دې بنسټ په راپور کې راوړل شوي، افغانستان کې اقتصادي ستونزې د ماشومتوب ودونو د زیاتوالي لامل شوی، او نجونو کم عمره ودونه، د پایښت لپاره په توکو بدل شوی دی.
د بشري حقونو دې بنسټ ویلي، په کور جبري کېنولو پر ښځو او نجونو سختې رواني اغېزې کړې، او له بدني فعالیتونو منع کول او د فردي خپلواکۍ اخیستل، د ښځو او نجونو تر منځ د رواني روغتیا د بحران په زیاتوالي تمام شوي دي

یاد بنسټ وايي، طالبان له شریعته د سختو تفسیرونو په کولو ډېر قانوني او عملي خنډونه رامنځ ته کړي، چې ښځې یې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو څخه محرومې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

د دې بنسټ په وینا، د طالبانو محدودیتونه د بشري حقونو له نړیوالو اصولو، له هغې جملې د نړیوالو کنوانسیونونو، د زده کړې، کار او آزاد تګ راتګ له حق سره نېغ په ټکر کې دي.

دا بنسټ په خپل راپور کې زیاتوي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې له خورا سختو انساني بحرانونو سره مخ دی. د دې هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي، د خپل ژوند د دوام لپاره په بشري مرستو تړلي او میلیونونه انسانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ او روغتیايي خدماتو ته کافي لاسرسی نه لري.

د راپور له مخې، په ښځینه کارکوونکو د طالبانو محدودیتونو، اړمنو ته د مرسته کوونکو بنسټونو لاسرسی کم کړی دی. دې وضعیت په ځانګړې توګه د هغو ښځو په وړاندې، چې د روغتیايي خدماتو او بشري مرستو تر لاسه کولو لپاره ښځینه کارکوونکو ته اړ دي، ګڼل خندونه رامنځ ته کړي دي.

د فین رایټ بشري حقونو بنسټ خبرداری ورکړی، چې که د ښخو په وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه دوام ولري، نو یو نسل نجونې به زده کړو ته له لاسرسي پرته وده وکړي، د هېواد د اقتصادي پراختیا کړنلاره به ودرېږي یا به خنډنۍ شي او بېوزلي او ټولنیزه بې عدالتي به لاس ژوره شي.

دې بنسټ ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي، د ښځو پر کار موندنې او د تګ راتګ پر آزادۍ د لګول شویو محدودیتونو د لغوه کولو او د تاوتریخوالي په وړاندې د ښځو د اغېزمن ملاتړ او عدالت ته د هغوی د لاسرسي د تامینولو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي
خبر

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی
خبر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه
خبر

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026
رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه
خبر

رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه

15 اگست 2026
د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني
خبر

د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني

15 اگست 2026
د بشري حقونو څار ډله: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم پراخه دی
خبر

د بشري حقونو څار ډله: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم پراخه دی

15 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه