د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

امسو د طالبانو له زندانه د بندي خبریالانو خوشي کولو غوښتنه وکړه

7 جولای 2026
امسو د طالبانو له زندانه د بندي خبریالانو خوشي کولو غوښتنه وکړه

عکس: صفحه فیسبوک جاوید نیازی

له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له زندانه د بندي خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هېڅ یو خبریال نه باید د خپلې دندې تر سره کولو له امله ونیول شي، له وحشت یا زندان سره مخ شي.

رخشانه: دې بنسټ، د طالبانو له زندانه د «پیګرد» خبري آژانس د امتیاز خاوند جاوید نیازي د خوشي کېدو په غبرګون کې لیکلي، د دې خبریال نیول د «بشري حقونو له اصولو سرغړونه» ده.

د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، نیازی پرون دوشنبې د (چنګاښ ۱۵ مه) له دوه میاشتې بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشی شوی دی.

دې سازمان زیاته کړې، د دې خبریال نیول، محاکمه او زنداني کول د بشري حقونو له اصولو او د رسنیو له آزادۍ ښکاره سرغړونه ده.

یاد بنسټ په هېواد کې پر خبریالانو د طالبانو د نیولو، ګواښونو او محدودیتونو پلي کولو باندې اندېښنه ښودلې وايي، هېڅ خبریال نه باید د خپلې دندې له امله، تر تعقیب، وېرې او زندان لاندې وي.

امسو د طالبانو له زندانه د بندي خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وايي، دا ډله باید «د خبریالانو اساسي حقونو، له هغې جملې د مدافع وکیل لرل، عادلانه محاکمې او د دندې خوندیتوب ته درناوی وکړي.»
له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان همدارنګه دا غوښتنه هم کړې، چې طالبان دې «له اجباري اعتراف اخیستو او هر ډول اقدام څخه چې د بشري حقونو سره په ټکر کې وي» ډډه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

دې سازنان د رسنیو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له دوام او د خبریالانو د نیولو په اړه خبرداری ورکړی وايي، د اصولو ماتول به «د افغانستان د راتلونکې لپاره زیانمنوونکې پایلې ولري.»

له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان همدارنګه له طالبانو غوښتي، چې هېواد کې د رسنیو په وړاندې هر ډول فشار، ګواښ او محدودیت ته د پای ټکی کېږدي.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې پر رسنیو د محدودیتونو په لګولو سره، د دې لامل شوي، چې لسګونه رسنۍ وتړل شي، او څو تنه خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه