د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟

7 جولای 2026
په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟

انځور: رخشانه رسنۍ

زېبا بلخي

«که چېرې د جغرافیې جبر نه وای، موږ به ډېرې خوشحاله نجونې وای.» دا لنډه جمله په هغه ویډیو لیکل شوې وه، چې فرېبا د جمعې په سهار په خپل واټساپ، فسبوک او انسټاګرام، په هرات کې د نیول شویو نجونو په ملاتړ خپره کړې وه. په دې ویډیو کې د یوې نجلۍ کښل شوی انځور ښودل شوی، چې د وسله وال طالب سره مخ ده او دوه زده کوونکې نجونې د تړل شوي ښوونځي د دروازې تر شاه ژاړي.

د فرېبا د سټورۍ پیغام لنډ او ساده وو: د فردي خپلواکیو ځپل، له زده کړو محرومیت او د ښځو پر هنر او هویت محدودیت.

د ۲۴ کلنې فرېبا لپاره دا کار د درد ښکاره کولو یوازینۍ لار وه، هرات کې له نیول شویو ښځو سره د خواخوږۍ او د هغه غږ د پورته کولو لپاره، چې په سړکونو د اورېدو اجازه نه ورکول کېږي.

خو دې ویډیو او متن د فرېبا د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو اکاونټونو پر مخ یوازې څو ساعته دوام وکړ. «پلار مې کور ته راننوت او په لوړ غږ یې زما نوم اخیسته… چې ورغلم یوه کلکه څپېړه یې پر مخ راکړه او ویې ویل، ته نه انسان کېږي بې شرمې نجلۍ!»

پلار یې فرېبا وګواښله، چې که بیا په خپلو ټولنیزو پاڼو د طالبانو په وړاندې اعتراضي پوسټ وکړي، نو د تل لپاره به له تلېفون څخه خلاصه شي. فرېبا پوهېده، چې پلار یې د دې کار خلاف دی. هغه د تنظیماتو له لارې د پلار لاسرسی محدود کړی وو. «خو هېره شوې مې وه، چې له لالا (ورور) څخه مې هم باید (پټ) کړم… له هغه څو ساعته وروسته مې وژل.»

د فرېبا له نظره د پلار دې کار یې یوه ښکاره مانا درلوده. افغان ښځې نه یوازې د طالبانو بلکې، په کور د ننه هم د اعتراض له حق او ان د ماتم کولو او خواږۍ له حق څخه هم محرومېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په مجازي نړۍ کې هم خورا فعال دي. تر ډېره له هغه اکونټونو سره، چې د طالبانو د هڅونې، ستاینې او سپینولو لپاره جعلي اکونټونه او نومونه کاروي.

فرېبا په وار واره اړ شوې هغه مطالب چې د ښځو په اړه وو او انتقادي اړخ یې درلود لرې کړي.

فرېبا د انګلیسې ژبې د څانګې د دویم کال زده کړیاله وه، چې پوهنتون ته له تګ څخه پاتې شوه.

نوموړې هغه مهال په مجازي پاڼو د ښځو د وضعیت په اړه د اعتراضي ویډیوګانو خپرولو پرېکړه وکړه، چې کورنۍ یې په هغه اعتراضي غونډو کې، چې ټاکل شوې وه، په هرات کې د ښځو په ملاتړ جوړې شي، د دې د ګډون مخه ونیوه.

په هرات کې د نجونو د نیول کېدو د خبرونو له خپرېدو څو ورځې وروسته، فرېبا په فسبوک کې د لټون پر مهال د هغې اعلامیې سره مخ شوه، چې په کې د نیول شویو ښځو د ملاتړ په پار، مزارشریف کې د یوې اعتراضي غونډې د جوړېدو ویل شوي وو. په دې اعلامیه کې له ښځو او نارینه وو غوښتل شوي وو، چې (غبرګولي ۲۲ مه) د جمعې په سهار، روضې مبارکې ته نېږدې سره راټول شي او د هرات ولایت د ښځو او نجونو په ملاتړ خپل اعتراضي غږ پورته کړي.

فرېبا له ځنډ پرته دا پوسټ خپلو څو تنو ملګرو ته ولېږه. د ۱۱ تنو ملګرو له منځه یې، پنځو تنو چمتوالی اعلان کړ او د فرېبا ۱۹ کلنې خور هم تصمیم ونیو، چې له هغې سره یو ځای په دې غونډه کې ګډون وکړي. دوی یو واټساپي ګروپ جوړ کړ، تر څو د خوځښت د وخت، راټولېدو د ځای او په غونده کې د څه ډول ګډون په اړه همغږي وشي.

هغه وايي، پرېکړه پر دې وشوه، چې هر کس په همغه شپه خپله کورنۍ خبره کړي او د بلې ورځې په سهار، اته بجې په ټاکلي ځای کې یو له بل سره وګوري. «ما هیله درلوده، چې ان پلار او ورور مې هم له موږ سره یو ځای شي او سړک ته د اعتراض لپاره راووځي. ځکه تل به یې د عزت او ابرو خبره کوله. نو څنګه کېدای شوای دا و ویني، چې طالبان نجونې نیسي او هېڅ کار ونه کړي. خو پلار مې موږ ته اجازه رانه کړه او ویې ویل، په هېڅ اعتراض کې ان د ګډون فکر لا ونه کړو.»

فرېبا وايي، له هغې وروسته ناهیلې خپلې کوټې ته لاړه او په واټساپي ګروپ کې، چې له ملګرو سره یې جوړ کړی وو، ولیکل چې په غونده کې د ګډون اجازه نه لري. څو دقیقې وروسته یې د ملګرو پیغامونه هم یو په بل پسې راورسېدل، هغو ټولو لیکلي وو، پلار یا ورور یې له کوره د وتلو اجازه نه ده ورکړې. «نجونو ما ته ورور اجازه نه ده راکړې، زه هم نه شم کولی سبا په لاریون کې ګډون وکړم.»

له وضعیت څخه د فرېبا بیان تریخ او ناهیلی کوونکی دی: «کله چې موږ له خپل حق نه دفاع ونه کړو، نو څوک یې دفاع وکړي.»

د طالبانو ډلې د روان کال د غبرګولي له ۱۶ مې، د حجاب نه مراعت کولو په پلمه، هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ پیل کړه.

دا نیوونې د غبرګولي ۱۹ مه د سه شنبې په ورځ د هرات ښار د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو له خوا د اعتراضونو سره مخ شوې. طالبانو په ډزو کولو سره دا غونډې وځپلې، چې په پایله کې یې دوه تنو ژوند له لاسه ورکړ، درې تنه ټپیان او یو شمېر معترضین هم ونیول شول.

د فرېبا یوه ملګرې او په پوهنځۍ کې ټولګیواله، چې ټاکل شوې وه له هغې سره یو ځای په بلخ کې د جمعې د ورځې په اعتراضي غونډه کې ګډون وکړي، هم د دې اعتراضي غوندې له جوړېدو یوه شپه مخکې، د خپلې کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه.

نوریه په مزارشریف کې د یوه خصوصي پوهنتون د انګلیسي ادبیانو پوهنځۍ د دویم کال زده کړیاله وه، چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په زده کړه او تحصیل د محدودیتونو له امله، له زده کړو پاتې شوه. وروسته له هغې چې کورنۍ یې اجازه ورنه کړه، تر څو په اعتراضي غونډو کې ګډون وکړي، هغې هم د فرېبا په څېر پرېکړه وکړه، چې لږ تر لږه په مجازي فضا کې چوپتیا غوره نه کړي.

نوریې د خپل واټساپ په (سټوري) او فسبوک پاڼه کې د هراتي نجونو په ملاتړ د یوې سندرې یوه برخه او متن خپور کړ، چې موخه یې یوازې د افغان مېرمنو د وضعیت په وړاندې د خپلو احساساتو څرګندول وو. «له خپرېدو ۱۰ دقیقې وروسته مې پلار راته مسج وکړو چې خپل پوسټ او سټوري ژر تر ژره پاکه کړم.»

نوریې و ویل: «په وار وار یې اړ کړې یم، چې خپل متن یا پوسټ پاک کړم. ویې رټلم، سپکاوی یې راته وکړ. راته ویې ویل، ته د خپلې کورنۍ د عزت په کیسه کې نه یې او د دې لامل کېږي، چې کورنۍ دې په ستونزه کې ګیر شي. خپله سټوري او د فسبوک پوسټ مې پاک کړ او تلېفون مې لرې واچاوه او مې ژړل. موږ ښځې څومره ناچاره یو، چې ان په مجازي نړۍ کې هم خپلواکي نه لرو.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې، په پراخه کچه د ښځو اعتراضونه ځپلي دي. د بشري حقونو څار ډلې مخکې ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د ښخو د سوله ییزه اعتراضونو په وړاندې د دې ډلې غبرګون وحشیانه دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د ورور مې مسکا او د خور مې اوښکې، د کانکور او ناتمامه خوبونو کیسه

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی

د یو شمېر ښځو او نجونو لپاره ټولنیزې شبکې د خپلو احساساتو، اعتراضونو او د خپلو تجربو د بیانولو وروستۍ کړکۍ ده.

یو شمېر نجونو چې په دې راپور کې ورسره مرکې شوې وايي، مخکې له دې چې د یوې لیکنې یا پوسټ په اړه د طالبانو د غبرګون څخه اندېښنه ولري، د کورنۍ د نارینه وو له غبرګون سره مخ کېږي.

هغه غبرګونونه چې په ټولنیزو شبکو کې د پوسټونو او سټوري د حذف کولو امر سره پیلېږي او په ځینو مواردو کې د ملامتۍ، سپکاوي، توهین، ګواښونو، د ګرځنده تلېفونونو اخیستو، د ټولنیزو شبکو په کارولو بندیز او ان وهلو ټکولو باندې تمامېږي.

۲۷ کلنې علیا*د سمنګان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ کې زده کړې کړې دي، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو په تړل کېدو سره د زده کړو له دوام څخه پاتې شوه.

علیا وايي، ټولنیزې شبکې یوازینی ځای دی چې دوی کولی شي، د ښځو د وضعیت په اړه خپل درد،کړاو، لید لوری او احساسات له نورو سره شریک کړي.

هغې واک ته د طالبانو د راتګ د څلورمې کلیزې په مناسبت، د ۲۰۲۵ کال په اګست کې، په خپله فسبوک پاڼه د افغان ښځو د وضعیت په اړه، له یوې سندرې سره یو ځای یوه ویډیو خپره کړه. «پلار مې په همغه ورځ تلېفون رانه واخیست او ویې ویل، پوهنتون او انستېتیوت ته نه ځې، اړتیا نشته، چې لوی تلېفون ولرې… اوس یو کال کېږي، چې له خواله رسنیو کار نه اخلم… د وېرې او خفګان حس مې درلود (د داسې کس په څېر) چې د خبرو لپاره الفاظ لري، خو چا تر ستوني کلک نیولی، تر څو یې غږ را ونوځي.»

د جوزجان ولایت د ۲۵ کلنې سجیې تجربه هم د فرېبا او علیا له کیسې سره توپیر نه لري. سجیه د جوزجان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځۍ د شپږم سمستر زده کړیاله وه، چې د زده کړې له دوام څخه پاتې شوه. هغې د نجونو پر مخ د طبي انستېتیوتونو له تړل کېدو وروسته، له زده کړې د نجونو د محرومېدو په تړاو، یو لیکنه د خپلې فسبوک پاڼې په (سټوري) خپره کړه.

له خپرېدو یو ساعت وروسته یې، پلار په مسنجر ورته پیغام ولېږه، چې هغه پاک کړي او له دې یې وغوښتلو چې دا ډول مطالب خپاره نه کړي.

له هغې وروځې وروسته یې، ان په ټولنیزو شپکو معمولي فعالیت هم د کورنۍ له خوا څارل کېده. «کله به مې چې څه لیکل داسې احساس مې کاوه، چې په سینه کې راټول شوی درد مې لږ سپک کېږي. فکر مې کاوه، که مې لس یا شل تنه لیکنه ولولي، مانا دا چې غږ مې څو تنو ته رسېدلی. خو ورور مې ویل پوسټ دې پاک کړه او ان هغه پاڼې چې د طالبانو پر ضد مطالب خپروي، مه څاره، لایک کوه یې مه او کمنټ مه ورکوه.»

سجیې لیکلي وو: «نه مې زلفې نه مې سترګې، نه د تېرو بڼو تېغ ، د جهل د چادرۍ په منځ کې ولې ځان پټم کړم.» د کاکا زوی او ورور مې مسج وکړ، ویې رټلم ویل یې، ته ولې په خبره نه یې. ویې ګواښلم، که بیا یې تکرار کړم، اړ دي چې تریخ چلند راسره وکړي، چې موخه یې همغه وهل ټکول وو.»

که څه هم ډېری نجونې وايي، د کورنۍ نارینه یې په ټولنیزو شبکو د فعالیت خنډ ګرځي، خو د دې مخالفت دلایل په ټولو کورنیو کې یو شان نه دي.

د مزارشریف اوسېدونکی او د دریو خویندو ورور شمس الله رحیمي وايي، د خویندو د اعتراضي لیکنو له خپرېدو سره یې مخالفت تر ډېره د امنیتي اندېښنو له امله دی. «څو ځله داسې شوي، چې خویندو مې د هغو ښځو چې له خپلو حقونو محرومې دي، د بد وضعیت په اړه ځینې انځورونه او لیکنې پوسټ کولې، ورته ویلي مې دي، چې پاک یې کړي. ان که په سمه خبره نه دي شوې، ګواښلې مې دي، په ستوغه لجه مې ورته ویلي، چې نور دا ډول شیان خپاره نه کړي.»

د ښځو د حقونو فعاله اسما نیازۍ په دې ټینګار سره، چې د ځینو کورنیو امنیتي اندېښنې د درک وړ دي، خو وايي، دا اندېښنې نه باید د ښځو د غږ په بشپړ غلي کېدو تمامې شي. «د امنیت ساتلو او د ښځو د غږ غلي کولو تر منځ لوی توپیر دی. دا مهال نجونې اړتیا لري، چې کورنۍ یې لومړنۍ ملاتړ کوونکې و اوسي، نه دا چې د لید لوري او احساساتو د څرګندولو خنډ شي.»

د سجیې په څېر نجونو لپاره د کورنۍ د نارینه وو له خوا دغه محدودیت، د ټولنې د بې غورۍ، بې واکۍ او شړلو احساس ژور کړی دی. «موږ هېڅ خپلواکي نه لرو، یو تلېفون، واټساپ او فسبوک لرو، هغه هم د کورنیو له خوا تر سخت سانسور لاندې یو او پر موږ دومره فشار راوړي، چې ونه شو کولی څه ولیکو یا یې خپاره کړو.»

یادونه: په دې نښې* سره نومونه، د سرچینو د خوندیتوب په پار، په راپور کې مستعار راغلي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی
خبر

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی

8 جولای 2026
د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره
دسته‌بندی نشده

د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره

8 جولای 2026
معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی
خبر

معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی

7 جولای 2026
لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور
خبر

لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور

4 جولای 2026
بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه
دسته‌بندی نشده

بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه

4 جولای 2026
معترضې ښځې: د صدیقې بند د بشري حقونو نقض او د افغان ښځو ځپل ښيي
خبر

معترضې ښځې: د صدیقې بند د بشري حقونو نقض او د افغان ښځو ځپل ښيي

4 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه