د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

8 جولای 2026
بنټ د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

انځور: رخشانه رسنۍ

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: بنټ نن (چهارشنبې د چنګاښ ۱۷ مه) د کرکټ نړیوالې شورا د کلنۍ غونډې سره سم، د دې لوبډلې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي، د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله، چې ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، تر اوسه په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور په وینا، د دې لوبډلې ملاتړې بوجه، ښايي په اګست میاشت کې پای ته ورسېږي.

هغه د فوټبال نړیوال فدراسیون له خوا د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې په رسمیت پېژندلو ته اشاره کړې، وايي د کرکټ نړیواله شورا هم کولی شي، همدا کار وکړي.

بنټ ټینګار کړی: «د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې په رسمیت پېژندل او له هغوی د ملاتړ دوام، هغه تر ټولو کم اقدام دی، چې باید تر سره شي.»

د افغان کدوالو ښځینه کرکټ لوبډلې غړو د روان لمریز کال په پیل کړې، د کرکټ له نړیوالې شورا له (ICC) څخه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

دوی د کرکټ له نړیوالې شورا وغوښتل، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په پله پل کېږدي او دوی د یوې ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

په جلاوطنۍ کې د افغان کډوالو د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې په دې وروستیو کې برېتانیا ته سفر وکړ او دوه دوستانه لوبې یې د برېتانیا د وسله والو ځواکونو د ښځینه لوبډلې او د کمبرېج پوهنتون له ښځینه لوبډلې سره تر سره او دواړه ولبې یې وبایللې.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

د افغانستان د ښځو کرکټ ملي لوبډله په کال ۲۰۱۰ کې جوړه شوه، خو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې خپل رسمي ځای له لاسه ورکړ او د دې لوبډلې لوبغاړو په استرالیا کې پناه واخیسته.

اړوندې لیکنې

بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه